لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اسرايل او غزې قرارداد ويټو [رد] کړی دی


امریکې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هغه قرارداد ويټو [رد] کړی په کوم کې چې غزې ته د امدادي سامانونو رسولو دپاره په بشري بنيادونو په جنګ کې د وقفې غوښتنه شوې وه.

د ملګرو ملتونو د وېبپاڼې ترمخه، په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفيرې لينډا تومس ګرینفيلډ ویلي، امریکا په امنیت شورا کې دغه قرارداد ويټو کوي ځکه چې په دې کې د اسرايل د دفاع د حق يادګېرنه نه ده شوې.

ياد قرارداد برازيل وړاندې کړی وو. په قرارداد کې ویل شوي وو غزې ته دې د امدادي سامان د رسولو دپاره دې په جنګ کې وقفه وشي او د يرغمل شوو اسرايليانو د خوشي کولو غوښتنه پکې شوې وه.

د برازيل د قرارداد نه وړاندې په ملګرو ملتونو کې د اسرايل او فلسطين په شخړه د روس وړاندې کړی شوی قرارداد هم نه وو منظور شوی.

د شورو- چهارشنبې په ورځ د برازيل په قرارداد رایه شماري شوې چې پکې د امنیت شورا په 15 کې 12 غړو د قرارداد ملاتړ کړی، روس او برتانیې پکې برخه نه ده اخستې او امریکې ویټو کړی دی.

خو په امنیت شورا کې مستقل غړي کولی شي چې قرارداد ويټو يا رد کړي او کارروايي پرې ودريږي.

امریکا، چين، فرانس، روس او برتانیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مستقل غړي دي، او امریکې د برازيل قرارداد ويټو کړی دی.

امریکايي استازې ویلي، هيواد یې غزې ته د امداد رسولو په لړ کې منځګړيتوب کوي، او د سفارتکارۍ د لارې دغه مشکل کار ترسره کوي. هغې ويلي، "زما خيال دی چې مونږ دا سفارتکاري په مخکې بوځو".

ګرينفيلډ ویلي، "دا سمه ده چې دا قرارداد مهم دی او شورا له پرې خبره هم پکار ده خو کوم اقدامات چې مونږ کوو په هغې کې دې ځمکني حقيقت ته وکتل شي او نېغ په نېغه سفارتکارۍ د هڅو ملاتړ دې وشي، زندګۍ بچ کول کېدی شي شورا ته د سمې لارې هڅې کول پکار دي".

هغې زياته کړې، "امریکا په دې مايوسي څرګندوي چې په قرارداد کې د اسرایل د دفاع يادګېرنه نه ده شوې او هغې د غزه د بشري بحران تور په حماس لګولی دی".

او په ملګرو ملتونو کې د روس سفير وينسلی نیبنزا ويلي، امریکې بيا منافقت او دوه مخی معيار څرګند کړی د روس هغه قرارداد نه دی منظور کړی شوی په کوم کې چې په انساني بنیادونو د جنګ بندۍ غوښتنه شوې وه.

د ملګرو ملتونو جنرل سيکرټري انتونيو ګوټېرش هم د شورو په ورځ د بشري خواخوږۍ په بنياد د سمدستي جنګ بندۍ غوښتنه کړې چې يرغمل خوشي شي او غزې ته امداد ورسي.

حماس په اووم اکتوبر په اسرایل حملې کړې چې پکې د 1400 پورې اسرايليان وژل شوي او ګڼ نور يرغمل کړی شوي دي.

په ځواب کې یې اسرايل په غزه بمباري پېل کړې او د فلسطين چارواکي وايي تراوسه پورې د 3000 نه زيات فلسطينيان پکې وژل شوي دي.

اسرايل د غزې محاصره کړې او د غزې خلکو ته یې د وتلو ويلي دي. د رپوټونو ترمخه اسرايل د حماس د حملو په بدل کې د غټو ځمکنیو عملياتو تياري نيولې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندويه چارو مشر مارټن ګريفت د شورو په ورځ امنیتي شورا ته ویلي، د فريقېنو په سلا داسې تګلاره جوړول پکار دي چې ټولې غزې ته په بيړنيو بنيادونو امدادي څيزونه ورسول شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG