لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ټي پي‌ حافظ ګل بهادر ډلې پوځ سره نښته کې د خپل وتلي کمانډر "خاورې ملا" وژنه تایید کړې ده


دپاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې دخپل یو وتلي کمانډر حضرت زمان مشهور په خاورې ملا پوځي عملیاتو کې د وژل کېدو تصدیق کړی دی.

سیمه ییزې سرچینې وایي خاورې ملا د حافظ ګل بهادر ډلې تر ټولو غښتلی کمانډر ګڼل کېدو چې په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې دامنیتي ځواکونو پرضد ترسره شوؤ یو شمیر بریدونو کې یې لاس درلودو.

دحافظ ګل بهادر ډلې لخوا میډیا سره په شریک کړل شوي یو لنډ بیان کې پخلی شوی چې هغه په دې وروستیو کې(په 18/19 اکتوبر) شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو سره دیوې نښتې پرمهال وژل شوی دی.

په 19م اکتوبر د پاکستان دپوځ ویاندې ادارې آی ایس پی ار پخپل یو بیان کې دعوه کړې وه چې شمالي وزیرستان کې یې "ترهګرو" سره د نښتې په مهال 6 وسله وال وژلي چې د وسله والې ډلې کمانډر حضرت زمان عرف خاورې ملا پکې هم شامل دی،

پوځ ویلي وؤ خاورې ملا په یو شمیر ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلودو.

د حافظ ګل بهادر وسله واله ډله چې هم د طالبانو په نوم یادیږي،په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې خورا فعاله ده اؤ وخت په وخت په امنیتي ځواکونو د بریدونو اؤ هغوي ته د زیانونو اړولو دعوې کوي.

سرچینې وایي د ټي ټي پي مرکزي وسله واله ډله چې مفتي نور ولي مسید یې مشري پغاړه لري د حافظ ګل بهادر د ډلې سره په یو شمیر معاملو اختلاف لري اؤ په تېرو وختونو کې چې ټي ټي پي دپاکستان سره په افغانستان کې د سولې خبرې پېل کړې وې نو هم د حافظ ګل بهادر ډلې ددغو مذاکراتو ملاتړ نه کولو.

په هغه مهال خېبر پښتونخوا کې د پي‌ ټي آی د تېر حکومت ویاند بېرسټر سیف حافظ ګل بهادر ډلې ته پرله پسې حکومت سره د مذاکراتو بلنې ورکولې خو دغه وسلې والې ډلې مذاکراتو ته غاړه نه اېښودله.

تېرکال دنومبر په میاشت کې پخپله یوه مرکه کې بېرسټر سیف دټي ټي پي نه دمرورې حافظ ګل بهادر ډلې په مشر حافظ ګل بهادر غږ کړی ؤ چې "حافظ ګل بهادر صیب ته هم دا ویم چې پرېږده جنګ، راشه کښینه ،خبرې کوؤ، مونږه درته تیار یو،راځه مونږ سره کښېنه"

هغه دحافظ ګل بهادر په مخاطب کولو سره ویلي وؤ"ستا چې ټي ټي پي سره څه معاملات دي ،هغه ته پخپله ښه پوهیږې ،هغې کې که مونږ څه کردار ادا کولی شو،ستا اؤ د ټي ټي پي د روغې لپاره ،هغې لپاره هم مونږ تیار یو، اؤ تاسره هم روغې ته تیار یو" خو حافط ګل بهادر ډلې د حکومتي ویاند دغه وړاندیز ته هیڅ غبرګون نه ؤ ښودلی اؤ په امنیتي ځواکونو یې خپل بریدونه دوامداره ساتلي وؤ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG