د اسرايل پوځ په غزې، شام او لبنان په پولو هوايي حملې کړي د کومو له امله اندېښنې سېوا شوي چې د اسرايل او حماس شخړه د منځني ختيځ په پراخه جګړه بدلېدی شي.
حماس تور لګولی د اسرایل په بريدونو کې نور 55 کسان وژل شوي دي. په اووم اکتوبر د حماس په اسرايل د بريدونو وروسته، په غزه د اسرایل بريدونه دوام لري.
د رويټرز خبري ادارې ترمخه، په غزه کې طبي چارواکو ويلي، په تېرو 24 ساعتونو کې د اسرایل په هوايي حملو کې 266 فلسطينيان وژل شوي 117 پکې ماشومان شامل دي.
په اووم اکتوبر حماس په اسرايل حملې کړې د 1400 نه زيات اسرايليان پکې وژل شوي وو او د هغې وروسته اسرايل د غزې په پټۍ هوايي بريدونه پېل کړي، ويل کيږي د څلورو زرو نه زيات کسان پکې وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل شوي دي.
د شام سرکاري خبري ادارې (سانا) ويلي، د اسرايل په ميزايلو پلازمينه دمشق او شمال کې د حلب هوايي اډې په نخښه کړل شوي چې له امله یې د هوايي اډې رن وې اغېزمنې شوي دي.
د رپوټونو ترمخه په هوايي اډو بمبارۍ کې يو کار کوونکی وژل شوی او بل ژوبل شوی دی، او حلب ښار ته راتلونکي پروازونه نورو ښارونو پله منتقل کړی شوي دي.
د اسرایل پوځ له دې وړاندې هم په تېر يو کال کې څو ځله يادې هوايي اډې څو ځله په هدف کړي دي.
د سرايلي ورځپاڼې (ټايمز اف اسرایل) ترمخه، اسرايل هڅه کوي چې د ایران لخوا منځني ختيځ ته لېږل کېدونکې وسلې مخه ونيسي په ایران تور دی چې خپلو پلويانو تنظيمونو په کومو کې چې په لبنان کې وسله واله ډله حزب الله په سر کې شامله ده، ته وسلې لېږي.
ایران په غزه کې د حماس او يمن د حوثي ياغيانو ملاتړ کوي.
د رویټرز ترمخه، امریکا هم په سيمه کې خپل پوځ سېوا کوي. امريکې له وړاندې نه په سيمه کې خپلې دوه سمندري بېړۍ ودرولي دي.
اسرایل د اتوار، يکشنبې په ورځ د لبنان سره په پوله 14 اسرايلي علاقو ته د خوشي کولو ويلي دي، يادې علاقې د روانې مياشتې په سر کې پېل شوې جګړه کې حزب الله او حماس په راکټي بريدونو ويشتې وې.
د رويټرز ترمخه، د ایران چارواکو دا اراده څرګنده کړې چې د تهران تګلاره د خزب الله په څېر تنظيمونو کارول دي او د دوی په مرسته د اسرايل او امریکې اهداف په نخښه کوي.
خو ایراني چارواکو ويلي، هڅه کوي چې په خپله په جګړه کې ښکېل نه شي.
(د دې خبر معلومات د اې پي او رويټرز څخه اخستل شوي).
Forum