لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړیوال کپ: افغانستان او پاکستان نن يو بل ته مخامخ کيږي


د کرکټ د نړيوال کپ 2023م په روانو سيالو کې د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلې نن د هند په چنای کې يو بل ته مخامخ کيږي.

د افغانستان او پاکستان لوبډلو تراوسه پورې څلور، څلور سيالۍ کړي، پاکستان دوه ګټلي او دوه بايللې دي.

افغان لوبډلې په څلور سیاليو کې يوه ګټلې او په درېو کې د ماتې سره مخ شوې ده.

د افغانستان کرکټ لوبډلې کوچ يا روزونکي جناتن تراټ ويلي، د انګلېند سره یې ښه لوبه کړې خو د نيوزي لېنډ سره یې لوبه ښه نه وه.

د افغانستان کرکټ بورډ په فېس بک پاڼه خپره کړې ويډيو کې نوموړي ویلي، د پاکستان سره لوبې دپاره یې ښه تمرينات کړي ځکه د دواړو لوبډلو ترمنځ سيالي وي.

هغه زياته کړې، "داسې کوم ځانګړي تمرينات مو نه دي کړي، په بالينګ او بېټنګ مو ډېر کار نه دی کړی په فيلډنګ مو ډېر کار کړی دی چې د پاکستان سره لوبه کې ډېر کېچونه ونيسو".

هغه ويلي، ګربز او اکرام ښه لوبه کړې، "راشد خان ښه بالينګ کړی خو بيا هم چې څومره تمه ترې کېده هغومره ويکټې یې نه دي اخستي".

پاکستاني مطبوعاتو د سرچينو له قوله ويلي، پاکستان پلان لري چې د اسټريليا په وړاندې کوم لوبغاړي لوبېدلي هم هغه لوبډله کې بدلون ونه کړي او افغانستان سره هغه لوبغاړي ولوبيږي.

پاکستان د اسټريليا نه په 62 رنزونو ماتې خوړلې وه.

د رپوټونو ترمخه د پاکستان اوپنر بېټر فخرزمان تراوسه نه دی صحتمند شوی او د ژوبلېدو له امله به ونه کړی شي چې د افغانستان په وړاندې سيالۍ کې شامل شي.

پاکستانۍ لوبډلې خپلو دوه لومړو سياليو کې نيدر لېنډ او سري لنکا ته ماتې ورکړې خو په هند او اسټريليا یې بایللې وې.

او افغان لوبډلې په لومړۍ کې د بنګله دېش او هند نه ماتې خوړلې، درېيمه سيالي یې د انګلېنډ نه ګټلې او څلورمه یې د نيوزي لېنډ نه بايللې وه.

د نړيوال کپ په لسو لوبډلو کې هند تر ټولو زياتې پينځه لوبې کړي او پينځه سره یې ګټلي دي.

نيوزي لېنډ په پينځو کې څلور ګټلي، جنوبي افريقې په څلورو کې درې ګټلي، اسټريلیا او پاکستان په څلورو کې دوه، دوه ګټلي او پاتې نورو بنګله دېش، نيدرلېنډ، سري لنکا، انګلېنډ او افغانستان په څلورو سياليو کې يوه، يوه ګټلې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG