دامریکې سپینه ماڼۍ وایي صدر جوباییډن تېره ورځ د اسرایل وزیراعظم بینجمن نیتن یاهو سره په ټیلي فون خبرې اترې کړي دي اؤ غزې ته یې د پرله پسې بشري مرستو د رسولو په ضرورت ټینګار کړی دی.
د رایټرز خبري شبکې د رپورټ له مخې صدر باییډن غزه نه د وؤ نورو یرغمل مېرمنو د خوشې کېدو هرکلی هم کړی دی اؤ د حماس د ولکې نه یې د ټولو یرغمل کسانو د خوشې کولو لپاره د روانو هڅو په اړه خپل هوډ تکرار کړی دی.
د سپینې ماڼۍ له لوري په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې صدر باییډن د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو د امریکې له لوري د کېدونکي ملاتړ اؤ سیمه کې روان تاو تریخوالي کې د کمي راوستو لپاره د کېدونکو هڅو نه هم خبر کړی دی
د ریډ کراس یا سور صلیب نړیوالې کمیټې ویلي دي چې حماس دګل یا دوشنبې په ورځ دوه دپاخه عمر یرغمل ښځې خوشې کړې دي.
دا یرغمل مېرمنې په داسې وخت کې خوشې کړل شوي چې امریکې په اسرایل ټینګار کړی چې هغوي باید په غزه کې خپلې پلان کړل شوې حملې نه تېر شي ترڅو امریکا د سیمه ییزو شراکت دارانو په همکارۍ دحماس د ولکې نه د یرغمالیانو د خوشې کولو په غرض د کار لپاره لا نور وخت وموي.
د امریکا ددې دریځ باوجود اسرایلي پوځ د دوشنبې په ورځ په غزه پټۍ تر 300 زیات هوایي بریدونه کړي دي.
امریکایي چارواکي اندېښنه لري چې په غزه ځکمنۍ حمله په ممکنه توګه د هغو یرغمالیانو د خوشې کېدو په اړه کېدونکي هر رقم مذاکرات لا پسې پېچلي کولی شي چې له جملې څخه یې یو شمېر د وسله والو لخوا په خندقونو کې ساتل شوي دي.
د اسرایل ددفاع وزیر یوو ګیلنټ تېره اوونۍ په دغزې په پوله ګمارل شوؤ خپلو د دریوؤ لکو نه زیاتو پوځیانو سره ژمنه کړې وه چې هغوي به زر په دغه سیمه کې پرمختګ وکړي خو د حملې وخت یا نېټه یې نه وه په ډاګه کړې.
د امریکې د قامي امنیت کونسل ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې په عراق اؤ شام کې هم د امریکې په بوځيانو د ایران پلوه ملیشې له لوري د راکټو اؤ ډرون بریدونو کې اضافه شوې ده.
هغه و,یل امریکا راتلونکو ورځو کې په حملو کې "د کومې مهمې اضافې د امکان په اړه زیاته فکر مندي لري"
د جان کربي دا څرګندونې د امریکې د خارجه وزیر انټوني بلنکن اؤ ددفاع د وزیر لاییډ اسټن دهغو الفاظو پېروي کوي چې د اتوار په ورځ یې په ټي وي د مرکې په مهال ویلي وؤ امریکا سیمه کې په سیوا کېدونکي تاو تریخوالي اندېښنې لري.
غزه کې د حماس د واک لاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي د دوشنبې په ورځ د رفاه ښار په محلو اسرایلي بریدونو کې لږ تر لږه 18 کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.
د اسرایل اؤ حماس روانه جګړه په غزه کې ترسره شوؤ پینځوؤ جګړو کې تر ټولو ستره جګړه ده.
د فلسطین د روغتیا وزارت وایي د دوؤ اوونیو نه د زیات وخت راهسې روانه دې جګړه کې تر اوسه 5,087 کسان وژل شوي اؤ 15,273 نور ټپیان شوي دي.
په دې جګړه کې د حماس لخوا د اسرایل په خاوره شوؤ بریدونو کې هم تر 1400ؤ زیات کسان وژل شوي دي.
د اسرایل اؤ حماس روانه جګړه په غزه کې ترسره شوؤ پینځوؤ جګړو کې تر ټولو ستره جګړه ده
د اسرایل پوځ د دوشنبې په ورځ غزه پټۍ کې په ودانیو د خپلو هوایي بریدونو ویډیوګانې خپرې کړي دي چې پکې لیدل کیږي الوتکې د حماس بنیادي اډاڼه یا ځاندره باندې برېدونه کوي خو په کومو مقاماتو چې دغه بریدونه شوي دهغې وضاحت نه دی شوی.
د دوشنبې په ورځ ترکیې غزه لپاره په روغتیایي مرستو بار دوه الوتکې د مصر له لارې لیږلې دي اؤ دترکیې د روغتیا وزیر ویلي چې په مرستو بار دوه نورې الوتکې به هم هلته ولېږل شي.
په ټولنیزه رسنۍ ایکس د ترکي د روغتیا وزیر ویلي چې په لېږل شوؤ مرستو کې دارو درمل،جنریټرې،طبي سامانونه،وینټي لیټرې،د الټرا ساونډ مشینونه ،د زخمیانو لپاره دهډوکو دعلاج سامانونه،فوټو ټهراپي مشینري،انکیوبیټرز اؤ د ماشومانو خوراک شامل دی.
روانه میاشت ترکیې غزه لپاره د امدادي سامانونه نه ډکې درې الوتکې لېږلې وې، د اتوار یا یکشنبې په ورځ یې یوه روغتیایي ډله ، طبي اؤ د اړتیاؤ نور سامانونه مصر ته روان کړي دي اؤ وایي که اړتیا ولیدل شي نو انقره په ترکیه کې د فلسطیني زخمیانو علاج کولو اؤ د مصر د العریش هوایي اډې اؤ رفاه د اوښتو په لاره کې د یو فیلډ هسپتال جوړولو ته هم چمتو ده.
رفاه غزې ته تګ راتګ یوازینۍ لاره ده چې پوله یې د اسرایل سره نه ده لګېدلې.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس له بریدونو وروسته چې اسرایل دغبرګون په توګه د غزې تړانګه محاصره کړې ده نو رفاه دغلته ته د مرستو رسولو دهڅو یوازینی مرګز ګرځېدلی دی.
د رفاه له لارې د انساني خواخوږۍ په اساس د مرستو د رسولو لړۍ د خالي یا شنبې د ورځې نه پیل شوې وه اؤ دملګرو ملتونو چارواکي وایي تر اوسه د مصر له لارې درې امدادي قافلې د رفاه نه غزې ته ننوتلي دي.
Forum