د امریکایي مېډیا د رپورټونو ترمخه د ريپبلېکن ګوند د ایوان نمایندګان غړی ټام اېمر څو ساعته وروسته چې د سپیکر څوکۍ دپاره امیدوار ونومول شو د سپیکر د څوکۍ دپاره روانې سیالۍ نه بهر شوې دی.
څېړونکي او امریکایی مطبوعات وایي د دغه ګام نه بریښي چې ريپبلېکن ګوند د نوي سپیکر ټاکلو ته نږدې نه دی.
د نهې په ورځ یوازې څو ساعته وروسته له هغه چې د مېنېسوټا ایالت نه د ایوان نمانیدګان غړی ټام اېمر د ريپبلېکن ګوند د نوماند په توګه غوره شو هغه د خپل ګوند کانفرنس د ښي اړخ نه د مخالفت او د پخواني صدر ډانالډ ټرمپ لخوا د تازه نیوکو له وجې د ناکامۍ سره مخ شو.
د ريپبلېکن ګوند د ایوان نمایندګان یو شمیر غړي چې د اېمر مخالفت کوي دوی وايي چې خپل مخالفت به نه پریږدي او د نوي امیدوار غوښتنه کوي. ښاغلې ایمر یوازې د دې توان لري چې که د ایوان نمایندګان یوازې څلور ريپبلېکنز غړي د هغه مخالفت وکړي او دغه نه زیات نه. ، خو د ريپبلېکن ګوند په کانفرنس کې 26 غړو د تړلو دروازو ترشا د هغه په مخالفت کې رایې ورکړې.
د دې وړاندې د نهې، سه شنبې په ورځ ریپبلېکن ګوند د ایوان نمایندګان غړی ټام اېمر د امریکا د ایوان نمایندګان د سپیکر د څوکۍ دپاره د دغه ګوند دریم امیدوار نومولی وو.
د امریکا د ایوان نمایندګان د سپیکر مهمه څوکۍ د اکتوبر له 3 راهیسې د کېوېن مکارتي د لرې کېدو وروسته خالي پرته ده.
د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل دپاره د ایوان نمایندګان پخوانی سپیکر کېوین مکارتي د ریپبلېکنز ګوند د ایوان نمایندګان غړو ترمنځ د اختلافاتو وروسته د سپیکر څوکۍ نه لېرې کړل شوی وو.
د ایوان نمایندګان اته ريپیلېکن غړي د 212 ډیموکریټک ګوند غړو سره یوځای شول او د ریپبلېکن ګوند هغه وخت سپیکر کېوین مکارتي یې د خپلی څوکۍ نه لرې کړو.
ایوان نمایندګان چې ریپبلېکن ګوند پکې اکثریت لري کېوین مکارتي د خپلې څوکۍ نه ۲۱۶ غړو د ۲۱۰ غړو په مقابل کې د سپیکر د څوکۍ نه د لیرې کولو په حق کې رایې ورکړې وی.
د امریکا د ایوان نمایندګان سپیکر د صدر د غېر موجودګۍ کی د مرستیال صدر وروسته د صدر جوړیدو په دویم کتار کې دی.
د مکارتي د لېرې کیدو راهیسې د ایوان ریپبلېکنز غړي د یو بل غړی د سپیکر جوړولو کې ناکامه شوي دي. دوی اول د سټیو سکالیز خپل امیدوار نومولی و خو هغه د سپیکر دپاره پکار رایې ترلاسه نه کړې.
د هغه وروسته بیا ریپبلېکنز د اوهایو ریاست نه د ایوان نمایندګان غړی جېم جورډن د سپیکر امیدوار جوړ کړو خو جورډن هم په ایوان نمایندګان کې د 217 رایو اکثریت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلو.
Forum