لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو مشر: پر غزه د اسرایل بریدونه د بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده، اسرایل: سمدستي‌ استعفی وکړه


اسرایل د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرونۍ غونډې ته د ملګرو ملتونو د عمومي‌ مشر انتونیو ګوتېریش وینا له حقایقو لرې بللې او له هغه یې د سمدستي استعفی غوښتنه کړې ده. ملګرو ملتونو یا د دې ادارې مشر سمدستي د اسرایل غوښتنې او تورونو ته څه جواب نه دی ویلی.

الجزیره ټیلیویژن د اسرایلي رسنیو په حواله لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د مشر د وینا په غبرګون کې اسرایل د دې ادارې چارواکو ته له ویزو ورکولو انکار کړی دی، خو په ملګرو ملتونو کې د اسرایل استازي ګیلاد اردن- چې له ښاغلي ګوتېریش څخه یې استعفی غوښتې- تر اوسه پر خپل ایکس داسې څه نه دي ویلي.

انتونیو ګوتېریش د نهې- سه شنبې په ورځ د اسرایل او حماس د شخړې په اړه غونډې ته په وینا کې وویل چې ده پر اسرایل د حماس بریدونه غندلي او ویې ویل، "د عامو خلکو هیڅ ډول قصدي وژل، ټپي کول او تښتول او پر ملکي هدفونو راکټ بریدونه جواز نه لري".

ښاغلي ګوتېریش وویل، په منځني‌ ختیځ کې حالت د هرې ګنټې په تېرېدو نور خرابېږي، ځکه چې وایي په غزه کې جګړې ټوله سیمه له خطر سره مخ کړې او غوښتنه یې وکړه چې سمدستي دې ډزبندي وشي‌ او بشري مرستو ته دې بې له خنډه اجازه ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي‌ مشر وویل، په غزه کې د اسرایلي ځواکونو هوایي بمبارۍ د نړیوالو بشري قوانینو "ښکاره سرغړونه" وبلله او وایي په جګړه کې باید دواړه غاړې پر عامو خلکو، مرستندویه کارکوونکو او روغتونونو له بریدونو په کلکه ډډه وکړي.

انتونیو ګوتېریش وویل، د فلسطینیانو ګیلې پر اسرایل د حماس د بریدونو جواز نه شي جوړېدای خو وایي‌ دا "بوږنوونکي بریدونه" د فلسطین د خلکو د اجتماعي سزا جواز هم نه شي کېدای:

"حماس پر اسرایل هسې برید نه دی کړی، له تېرو 56 کلونو فلسطینیان د قبضې غوندې سالنډي چاپېریال کې ژوند کوي، دوی خپله ځمکه ولیده چې ابادۍ پرې جوړې شوې او له تشدد سره مخ شول، اقتصاد یې وځپل شو، خلک یې بې ځایه او کورونه یې وران شول، د ستونځو د سیاسي حل هیلې یې ختمې شوې".

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفر ګیلاد اردن د انتونیو ګوتېریش وینا ته په غبرګون کې هغه د اسرایل له حالاتو په بشپړه توګه ناخبره وباله او ویې ویل هغه په داسې وخت کې داسې څرګندونې کوي چې پر اسرایل د حماس راکټونه اوري.

ښاغلي ګیلاد اردن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې وروسته خبري غونډې ته ملګري ملتونه ناکامه وبلل او د دې ادارې پر مشر انتونیو ګوتېریش یې تور پورې کړ چې بې طرفه نه دی او اخلاقي اصول یې په پام کې نه دي ساتلي:

"تاسو چې دا ترهوونکي الفاظ وايئ چې «دا وحشي بریدونه هسې نه دي شوي»، تاسې ترهګري زغمئ او زه فکر کوم سیکرټري جنرل باید استعفا ورکړي، له ننه پر مخ چې تر څو هغه سمدستي بخښنه ونه غواړي، دا [د ملګرو ملتونو] ودانۍ هیڅ جواز نه لري".

د ملګرو ملتونو عمومي‌ مشر د اسرایل د استعفی غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] یې د خپلې پرونۍ وینا دا خبرې بیا پوسټ کړې دي چې وایي "د فلسطین د خلکو ګیلې د حماس د وحشتناکو بریدونو جواز نه شي کېدای. [د اسرایل] هغه وحشتناک بریدونه د فلسطین د خلکو اجتماعي سزا ته جواز نه شي کېدای".

د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د نورو هېوادونو استازو هم ویناوې وکړې چې پر اسرایل د حماس د بریدونو له غندلو سره یې په غزه کې پر بمبارۍ هم اندېښنې ښکاره کړې او عامو خلکو ته د مرستو د رسېدو غوښتنې یې وکړې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني‌ بلینکن غونډې ته وویل، دا د اسرایل حق او ذمه واري ده چې د خپلو خلکو دفاع وکړي او وایي دا د ټولو ذمه واري ده چې ترهګرۍ ته ماتې ورکړي. بلینکن وویل فلسطینیان باید وژغورل شي او حماس باید دا کار ودروي چې له دوی د ډال په توګه کار اخلي.

اسرایل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ډزبندۍ غوښتنه نه ده منلې او د سه شنبې- نهې په شپه یې هم د حماس تر کنټرول لاندې غزه پټۍ کې هوايي بریدونه کړي چې د فلسطیني چارواکو په وینا په سلګونو کسان یې وژلي دي.

د اسرایل پوځ چې غزه یې په بشپړه توګه محاصره کړې ده، وایي په تېرو څلرویشت ساعتونو کې یې د حماس ډلې تر 400 ډېر ځایونه تباه کړي دي، تر دې یوه ورځ وړاندې یې هم د هغوی د 320 مرکزونو په هدف کولو دعوه کړې وه.

د غزې د روغتیا وزارت وایي، د اسرایل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه 704 تنه وژل شوي دی، خو دا شمېر په ازاده توګه نه دی تایید شوی. وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ وویل چې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر 5,791 ته رسېدلی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG