د امریکې 33 ایالتونو د مېټا کمپنۍ خلاف مقدمه کې کړې او تور یې پرې لګولی چې د دې ادارې د فېسبوک، وټسپ او انسټاګرام په ګډون ټولنیزې رسنۍ د ماشومانو ذهني روغتیا ته زیان رسوي.
د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو خطرونه د امریکې سرجن ډاکټر ویویک مورتي په ګوته کړي دي، هغه ویلي د سوشل مېډیا اغېزې "سمدستي اقدام ته اړتیا لري چې ماشومانو ترې و ژغورل شي."
تمه کېږي چې له دغو 33 ایالتونو سره سره د امریکې د نهو نورو ایالتونو اټارني جنرل هم د مېټا کمپنۍ خلاف په دې مقدمه کې شامل شي.
دا مقدمه د سه شنبې- نهې په ورځ د کېلیفورنیا ایالت د آکلېنډ په مرکزي عدالت کې درج شوې او په مېټا کمپنۍ باندې پکې تور لګول شوی چې د انسټاګرام او فېسبوک په ټولنیزو رسنیو کې یې داسې فیچرز یا ځانګړتیاوې لګولې دي چې ماشومان پرې عادت کیږي.
په مقدمه کې دا هم ویل شوي چې دې کمپنۍ تر 13 کلونو د کم عمره ماشومانو شخصي معلومات د هغوی د میندو پلرونو له اجازې پرته غونډ کړي دي چې وایي دا د فیډرل قوانینو سرغړونه ده.
د امریکې دغو ایالتونو په خپله ګډه شکایتنامه کې پر زلمکیو د دغو ټولنیزو رسنیو اغېز په ګوته کړی او ویلي دي:
"په څېړنو کې معلومه شوې چې د مېټا ټولنیزو رسنیو د کارولو له کبله ماشومان په خفګان، ناارامۍ او بې خوبۍ اخته شوي او د هغوی پر تعلیم او ورځني ژوند یې ناوړه اغېز کړی دی".
د امریکې د دغو 33 ایالتونو شکایت او مقدمې ته په پام د مېټا کمپنۍ خپله هم په 2021م کال کې تر خپلې یوې څېړنې وروسته ویلي وو، دا ورته معلومه شوې وه چې د انسټاګرام کارول زلمکیو په ځانګړې توګه نجونو ته څومره زیان لري.
د مېټا د څېړنو له مخې 13.5 فیصده پېغلکو نجونو ورته ویلي وو چې د انسټاګرام کارولو یې د ځان وژنې په هکله فکر لا زیات کړی او 17 فیصده نجونو ورته ویلي چې انسټګرام یې د خوراک نه خوړلو عادت لا خراب کړی دی.
مېټا کمپۍ د دې مقدمې او له خپلو ټولنیزو رسنیو د شکایتونو په ځواب کې ویلي چې له زلمکیو او د هغوی له کورنیو سره د مرستې لپاره یې مخکې له مخکې 33 اوزار معرفي کړي دي. کمپنۍ ویلي:
"پر ځای د دې چې اټارني جنرل په انډسټرۍ کې له کمپنیو سره د ګټور کار په نتیجه د ځوانانو د کارولو ډېرو اپلیکېشنونو لپاره له عمر سره برابر معیارونه ټاکلي وای خو هغه دا لاره غوره کړه او موږ یې ناهیلي کړو".
مېټا د ټولنیزو رسنیو یواځینۍ کمپنۍ نه ده چې له شکایتونو او مقدمو سره مخ ده، تر دې وړاندې د بایټ ډانس کمپنۍ له ټیک ټاک او د ګوګل کمپنۍ له یوټیوب رسنیو هم داسې شکایتونه شوي دي.
د امریکې د فیډرل قوانینو له مخې تر 13 کالونو کم عمر لرونکي زلمکي اجازه نه لري چې د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه ولري او پر ټولنیزو رسنیو د ماشومانو د مخنیوي ګامونه هم اخیستل کېږي، خو بیا هم هغوی کولای شي په اسانۍ خپل اکاونټونه جوړ کړي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum