لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سفير او پاکستاني وزيراعظم د غیرقانونه بهرنیانو د شړلو او غزې په اړه خبرې کړې دي


د پاکستان حکومت ويلي، په اسلام اباد کې د امریکې سفیر ډونلډ بلوم د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره ليدلي، "د غېر قانونه غېر ملکيانو د شړلو" ترڅنګ یې د "غزې په حالاتو" او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د وزیراعظم دفتر ویلي، دغه ملاقات د زيارت/ پنجشنبې په ورځ شوی دی.

په بیان کې ويل شوي، "وزيراعظم په ليدنه کې امریکايي سفير ته د پاکستان د حکومت لخوا په ترجيحي شعبو کې په ځانګړي ډول د اقتصاد د ثبات، د غېر قانونه بهرنيانو ويستلو، او روان انتخابي عمل باندې رڼا اچولې ده".

د وزيراعظم دفتر ویلي، "په ليدنه کې د غزې په حالاتو او نورو پرمختګونو" هم بحث شوی دی، خو د بحث نور جزيات نه دي شريک کړی شوي.

د پاکستان وزيراعظم د امریکايي سفير سره په ليدنه کې "د پاکستان او امریکا ترمنځ د پياوړي اړيکو په اهميت ټينګار کړی دی".

اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې د دغه ليدنې په حواله څه نه دي ويلي.

خو دا ليدنه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر د ملک څخه د غېر قانونه غېر ملکيانو شړلو اعلان کړی او پاکستاني چارواکي بيا بيا وايي چې د 31م اکتوبر وروسته به ټول غېر قانونه غېرملکيان شړل کيږي.

په وروستیو کې د ملګروملتونو کارپوهانو ویلي، "مونږ له پاکستانه غواړو چې د جبري ستنېدو دغه مطلق د سپکاوي وړ پلان دې ودروي او د جبري ستنېدو او ډلیزو ویستلو مخنیوی دې وکړي".

دوی ویلي، "په داخلي توګه دغلته د پناه غوښتنې د قوانینو او تګلارو نه شتون د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو لاندې د دوی مسولیتونه نه لېرې کوي".

د ملګروملتونو کارپوهانو ویلي،"مونږ همدارنګه د هغو راپورونو په اړه اندېښمن یو چې په پاکستان کې اوسېدونکي افغانان نیول کېږي او په ځانګړې ډول د بيرته لېږلږ د پلان د اعلان وروسته ورسره د پاکستان لخوا ناوړه چلند کېږي".

خو د پاکستان حکومتي چارواکي وايي، د غېر قانونه غېر ملکيانو پرېکړه یې يواځې د افغانانو دپاره نه ده، ټول غېر قانونه غېر ملکيان به اوباسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] وياند قېصر اپريدي وي او اې ډيوه ته ویلي، که پاکستان په زوره افغان کډوال وطن ته ولېږي کېدای شي د ډېرو ژوند ته خطر پېښ شي.

د ملګري ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي ار وايي د پاکستان له حکومته يې غوښتنه کړې دغه کډوال دې بيرته نه ليږي.

خو د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د زيارت/ پنجشنبې په ورځ ویلي، د 31م اکتوبر وروسته به د غېر قانونه غېر ملکیانوسره هیڅ رعايت نه کيږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG