لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې پر حماس او له دې ډلې سره اړوندو فلسطیني او ایراني چارواکو باندې نوي بندیزونه ولګول


امریکا د جمعې په ورځ د فلسطین پر وسلوالې ډلې حماس او له دې ډلې سره په اړوندو فلسطیني او ایراني چارواکو باندې له دې کبله نور بندیزونه ولګول، چې د اکتوبر پر اوومه یې په اسرایل باندې برید کړی وو او تر اوسه پورې شاوخوا 1,400 کسان پکې وژل شوي دي.

د امریکې د خزانې وزارت په یو بیان کې ویلي، دغه نوي بندیزونه د دوی د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر لګولي، چې وایي د حماس د مالي چارو نیټورک، د حماس د سرمایه کارۍ د دفتر اضافي اثاثې او هغه کسان پکې شامل دي چې له مخکینیو پاته بندیزونو په بچ کېدو کې یې لاس درلود.

په دې تازه بندیزونو کې د ایران د پاسدارانِ انقلاب ځواک غړي او په غزه کې هغه تنظیم شامل دی چې له ایرانه حماس او «فلسطین اسلامي جهاد» ډلې ته غیرقانوني پیسې لېږي.

دا په لسو ورځو کې پر حماس ډلې لګېدونکي دویم ځل بندیزونه دي، تر دې مخکې د اکتوبر په 18مه هم د حماس پر عملیاتي ډله او مالي اسانتیا برابروونکو باندې بندیزونه لګول شوي وو.

وزارت ویلي اټکل کېږي چې د حماس د خزانې دفتر په سلګونو میلینه ډالر لري چې کمپنۍ یې د قانوني تجارت په نامه په سوډان، الجزایر، ترکیه، عرب اماراتو او نورو هیوادونو کې چلېږي.

وایي د دغو کمپنیو استازو هڅه کړې ده چې پر خپلو شتمنیو د حماس کنټرول پټ وساتي.

د امریکې د خزانې وزارت په خپل بیان کې ویلي چې د جمعې د ورځې بندیزونه له حماس ډلې سره په مالي، لوجسټیک یا رسد او عملیاتي برخه کې د مرستو په برابرولو کې د ایران مهم رول ښکاره کوي.

د خزانې وزیر وېلي اډیمو ویلي دغه بندیزونه د امریکې ژمنې ښکاره کوي چې د حماس د مالي چارو نیټورک به ختموي، وایي په دې توګه به حماس نور دا وړتیا ونه لري چې له نړیوال مالي سیسټم څخه ګټه تر لاسه کړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن په یو جلا بیان کې ویلي، امریکا به له خپلو ملګرو سره کار ته دوام ورکړي چې نړیوال مالي سیسټم ته د حماس د لاسرسي مخه ونیسي:

"دا زموږ د پراخو هڅو یوه برخه ده چې د دوی [حماس] د ترهګرو فعالیتونو مخنیوی وکړو او خنډ ورته جوړ کړو".

د امریکې خزانې وزارت د تېر 2022م کال په مې میاشت کې هم د حماس د مالياتو پر یو چارواکي، د دې ډلې پر درو مالي اسانتیا برابروونکو او د شپږو کمپنیو پر یو لوی نیټورک بندیزونه لګولي وو چې د نړیوالې سرمایه کارۍ د دفتر له لارې یې د حماس ډلې لپاره پیسې را غونډولې.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG