لاس رسیدونکی لینک

 
امریکايي چارواکي: قطر وايي دوحه کې د حماس ډلې په هلو ځلو بندیز باندې غور کولو ته تیار دي
تازه خبر

امریکايي چارواکي: قطر وايي دوحه کې د حماس ډلې په هلو ځلو بندیز باندې غور کولو ته تیار دي


قطر ویلي د امریکايي د وګړو په شمول تر 200 زیاتو یرغمل شوو کسانو په محفوظه طریقه د راخلاصولو وروسته تیار دي چې په قطر کې د حماس ډلې په موجودګی غور وکړي.

رایټرز خبري اداره وايي دا خبرې یو ستر امریکايي چارواکي د جمعې په ورځ تصدیق کړي دي.

رایټرز خبري اداره وايي د دوه امریکايي وګړو په شمول تر اوسه د بازیاب کړی شوو څلورو یرغملیانو په راخلاصولو کې هم قطر مرسته کړې ده او د باقي پاتې یرغمالیانو د خوشې کولو لپاره امریکا هم د قطر هېواد د لارې د حماس سره رابطې کوي.

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ هم یوه ورځ وړاندې رپورټ ورکړی وو چې تېره اوونۍ د منځني ختیځ سفر په وخت د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن او د قطري امیر شیخ تمیم بن حماد التاني تر منځ یوه معاهده چې پټه ساتل کېږي، پکې لا دا فیصله نه ده شوې چې ایا د دوحې نه به د حماس ډلې مشران و ویستل شي که نه.

د یادونې وړ ده چې حماس ډله د اوږدې مودې راهیسې په سرښار دوحا کې مرکزي دفتر لري او د ډلې مشران اسماعیل هانیه او خالد مشعل په شمول د ډلې نور مشرانو پکې د روانې جګړې نه وړاندې وخت په وخت غونډې او فعالیتونه هم تر سره کول.

رایټرز خبري اداره وايي قطر هېواد چې د نېټو غېر اتحادي غړی دی او د افغانستان نه یې د نړیوالو ځواکونو راویستلو او د طالبانو او امریکا تر منځ خبرو کې بنیادي رول لوبولی د جمعې په ورځ رابرسېره شوو دې خبرونو ته فوري ځواب نه دی ویلی.

د قطر په دوحه کې د حماس ډلې د شتون ختمولو فشار وروسته له هغې زیات شوی چې د اکتوبر په شپاړسمه د کانګرس د حکومت او مخالفه ګوندونو 113غړو د امریکا صدر جو بایډن نه د یو شریک خط د لارې غوښتنه وکړه چې د قطر په شمول د حماس ډلې مرسته کونکو هېودونو باندې باید فشار راوړل شي.

قطر هېواد د نېټو یو غېر اتحادي غړی دی او د افغانستان نه یې د نړیوالو ځواکونو راښکلو او د طالبانو او امریکا تر منځه خبرو کې بنیادي رول هم لوبولی وو.

حماس ډله په بېلابېلو وختونو کې د امریکا، کېنیډا، مصر، یورپي یونین ، جاپان او اسرایل لخوا ترهګره ګرځول شوې ده.

د جمعې په ورځ امریکا په ایران کې د حماس ډلې د ځینې مشرانو په شمول د ایران د پاسداران انقلاب ډلې د مشرانو په ضد نوي مالي او سفري بندېزونه اعلان کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG