د اردن په مشرۍ عرب هېوادونه د مرګ ژوبلې له زیاتېدو سره د ډزبندۍ غوښتنه کوي، د اسرایل بمبارۍ لکونه خلک له غزې ایستلو ته مجبوره کړي، خو د اسرایل د امن تړون شریکان اردن او مصر خپلو هېوادونو ته په پراخه توګه د فلسطینیانو له ور بې ځایه کېدو انکار کوي.
په مصر کې شاوخوا نهه میلینه د شام، سوډان، یمن او لیبیا کډوال له مخکې هم مېشت دي او که د غزې شاوخوا دوه میلینه بې ځایه شوي خلک هم ورشي رپوټونه وایي د دې هېواد امنیتي ستونځې به زیاتې شي.
څومره چې په غزه کې د اسرایلي ځواکونو په بمبارۍ کې د خلکو مرګ ژوبله زیاتېږي او د بشري حقونو نړیوالو ادارو بشري حالت خراب ګڼلی، اسرایل وایي د حماس تر ختمېدو پورې به جنګېږي.
د اردن د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مروان ماشیر روانه اوونۍ د منځني ختیځ په اړه یوې انلاین غونډې ته ویلي، که اسرايل د سولې په داسې خبرو کې برخه نه واخلي چې د فلسطيني ریاست د جوړېدو سبب شي او یا نه غواړي په هېواد کې دننه د فلسطينیانو پر اکثريت حکومت وکړي، دا به اردن او مصر ته د فلسطينيانو پراخ ورتګ اغېزمن کړي، وایي دا نه شي منلای:
"د اردن او مصر منطقي نتیجه دا ده که اسرایل لومړۍ دوې خوښې نه کوي نو بیا درېیم انتخاب دا دی چې څومره امکان لري له هغومره فلسطینانو دې ځان خلاص کړي، اصل اندېښنه هم دا ده".
د مصر د پارلمان پخوانی غړی عمر حمزاوي وايي مصر د غزې خلکو ته د رفح پولې له لارې د مرستو اجازه ورکړې ده، خو وایي وایي که زیات خلک د دوی خواته ور کډه کېږي دې خبرې هم اندېښمن کړي دي.
حمزاوي وایي د ولس جذبات په بشپړه توګه د مصر د حکومت نظر تاییدوي او ملاتړ یې کوي:
"موږ د دوو ریاستونو د حل نه منلو، د قبضې د ختمولو او د فلسطین له شخړې د خلاصون لپاره د اسرایل د ستونځې لپاره له خپلې ملي خپلواکۍ او د پولو د ناوړه استعمال اجازه نه ورکوو".
یوه اوونۍ مخکې د قاهرې په سرمشریزه غونډه کې د فلسطین د کورواکې ادارې صدر ویلي وو، چې د اسرایلي ځوکونو د بمبارۍ باجود فلسطینیان له غزې پټۍ وتل نه غواړي. محمود عباس ویلي وو:
"موږ هیڅکله بې ځایه کېدل نه منو، موږ به په خپله خاوره کې له هر چېلنج سره پاته کېږو".
د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ د مصر، اردن، کویت، بحرین، مراکش، عمان، قطر، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د ملکي وګړو په نخښه کول د نړیوالو قوانینو سرغړونه وبلله.
په غزه کې د اسرایلي ځواکونو د مځکنیو عملیاتو له پیلېدو سره دې سیمې ته د بشري مرستو د رسولو چارې نورې له ستونځو سره مخ شوې دي او د جمعې په شپه چې په تازه عملیاتو کې د غزې ښار د مواصلاتي نظام د تباهۍ له کبله په تیاره کې شوی، د انټرنیټ او ټیلیفون اړیکې یې له بهرنۍ نړۍ سره پرې شوې دي، د مرسته کوونکو ادارو کار یې نور هم ورو کړی دی.
Forum