په نومبر کې د امريکا د کيليفورنيا ايالت په سان فرانسېسکو ښار کې د ايشيا پيسپېک اکنامک کواپريشن د غونډې په موقع د دواړو هېوادونو د مشرانو جو بايډن او شي جېن پېن ترمنځ د ملاقات امکان څرګند شوی خو د جمعې په ورځ په دې اړه څه ونه ويل شول.
دوه لوړپوړو امريکايي چارواکو ميډيا ته ويلي په واشګټن کې د امريکا د خارجه چارو د وزير انتوني بلېنکن او د چين د وزير خارجه وانګ لي د ملاقات په مهال د بايډن او شي د مخامخ ليدو د اعلان امکان و.
د امريکا ولسمشر جوبايډن هم د وانګ لي سره ليدلي او په دې يې ټينګار کړی چې د امريکا او چين ترمنځ سيالي په ذمه وارۍ په مخ د بوتللو د پاره ګامونه واخلي.
د ملاقات اعلان د وانګ لي په واشنګټن کې د امريکايي چارواکو سره د ملاقاتونو په ترڅ کې راڅرګند شوی چې د دورې مقصد يې دا و څنګه امريکا او چين دوه اړخيزه اړيکې مظبوطې کړي.
د انتوني بلېنکن او وانګ لي ترمنځ په امريکا کې څو کاله وروستو داسې مخامخ ملاقات شوی.
د دواړو هېوداونو چارواکو په يو شمېر مسلو خبرې وکړې چې پکې د اسرايل د حماس سره په جګړه، د روس په اوکرين د جنګ، د نشه يي توکي فېنټينېل د استعمال په شخړه او د چين د سويلي سمندر په موضوع بحثونه وشول.
امريکا چين ته ويلي په ايران دې خپل اثر واچوي چې د منځني ختيځ شخړه تېزه نه شي.
د امريکا د وزارت خارجه وياند ميتيو مېلر په خپله وينا کې ويلي “مونږ پوهېږو چې په سيمه کې د چين د يو شمېر هېوادونو سره اړيکې دي او مونږ به دوی ته وايو چې دغه تعلقات په کار راولي او د قلارۍ راوړلو د پاره خپلې رابطې وکړي. مونږ نه ګڼو چې زياتېدونکې ناقراري د امريکا په ګټه ده. دا چين ته هم څه ګټه نه لري. دا بېخي د سيمې خلکو ته هم هيڅ ګټه نه رسوي”.
په دې موقع د چين وزير خارجه وانګ لي وويل چين تيار دی چې د امريکا سره د خپلو اختلافونو په ترتيبولو کې همکاري وکړي.
هغه وايي “چين او امريکا له پکار ده چې خبرې وکړي. يوازې دا نه چې د خبرو رابطه بحال کړو بلکې دا يو ژور او پراخه بحث وي چې په يو بل د پوهېدو موقعې زياتې کړي او غلط فهمي او غلطې پرېکړې کمې کړي”.
د ملاقات په موقعه بايډن او بلېنکن د وانګ لي سره د چين د پخواني وزير اعظم لي کېکيانګ په مړينه خواخوږي وښودله چې د جمعې په ورځ مړ دی.
Forum