یوه ورځ پس د هغه چې یوه ډله بلواګر د روس د داغستان سیمې په ائیرپورټ باندې یرغل ورووړ چې د تل ابیب نه راتلونکي یو جهاز کې یهودیان پیدا او په نښه کړي، د ګل/دوشنبې په ورځ د روس صدر ولاډیمیر پوټین د ملک د امنیت او د قانون د انفاذ لوړپوړو چارواکو یوه غونډه راوبلله.
داغستان د روس داسې یوه علاقه ده چې په کې اکثریت آبادي یې مسلمانان دي. د روسي مطبوعاتو د رپوټونو ترمخه، د اتوار/یکشنبې په ماښام د هغې علاقې په سرښار مخاچکالا کې په سلهاوو قهرجن کسان د ائیرپورټ میدان ته ورمنډه کړه اسراییلي مسافر پیدا کړي.
د داغستان د صحت وزارت ویلي چې په دې پېښه کې څه باندې شل (۲۰) تنه زخمیان شوي او د دوو زخمیانو حالت سخت نازک بلل شوی دی. یاد وزارت دا هم ویلي چې په زخمیانو کې پولیس اهلکار او سېویلین شامل دي. د داغستان داخله وزارت ویلي چې په دې بلوا کې شپېته (۶۰) تنان نیولی شوي دي.
تر اوسه ښکاره نده چې د هغو نیولی شوو کسانو په ضد څه تورونه هم لګولی شوي او که نه، مګر د روس د تحقیقاتو کميټې ویلي چې د ډله ییزې نارامۍ د جوړولو په الزاماتو یې جرمي پلټنې پیلې کړي دي.
د روس مطبوعاتو رپوټ ورکړی چې بلوا کوونکي د ائیرپورټ د جهازونو میدان ته ورننوتل او یو جهاز یې چې د روس رېډ وېنګ شرکت پورې اړه لري، کلابند کړ چې په دې لړ کې د پولیسو د کومې سختې مقابلې سره مخ نه شول.
په سوشل مېډیا باندې ویډیوګانې او عکسونه څرګندوي چې په ائیرپورټ کې دننه شوې ډله کې ځیني د فلسطینیانو جنډې رپوي، او ځیني کوشش کوي چې د پولیسو ګاډي چپه کړي. د ځینو په لاسونو کې بېنرونه هم لیدل کيږي چې ورباندې لیکلی شوي: «د ماشومانو قاتلانو ته په داغستان کې هرکلی نشته.» او بل دا چي «مونږ د یهودي مهاجرو خلاف یو.»
په ګڼه ګوڼه کې ځینو د راغلو مسافرو پاسپورټونه لیدل، چې ښکارېدله کوشش یې کولو اسراییلي شهریان وپيژني. دا بلواګر وروستو خواره واره کړی شول.
د روس د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي چې د داغستان ائیرپورټ د نهې/سې شنبې سهار تر درې بجو پورې تړلی پاته و.
کرملېن د ګل/دوشنبې په ورځ د دې نارامۍ ذمه واري په «خارجي مداخلت» واچولو، او د پوټین ترجمان دمیتري پسکوف وویل چې صدر پوټین به د لوړپوړو چارواکو سره په جلسه کې "د غرب له طرفه په هغو کوششونو [بحث وکړي] کوم چې د مشرق وسطی پېښې د (روسي) معاشرې د تقسیم کولو په مقصد استعمالوي."
د گل/دوشنبې په ورځ د روس ریاستي خبري ادارې، ریانووستي، د داغستان د ګورنر سرګي ملیکوف له قوله خبر ورکړ چې د ائیرپورټ د پېښې انتظام په یو ټیلیګرام چېنل کې شوی و چې په اوکراین کې د مېشتو "غدارانو" لخوا چلول کیږي، او مقصد یې ګني په داغستان کې د حالاتو غیراستحکام او نارامۍ ته لمن وهل و.
د روس د میډیازونا په نوم آزاد خبري سایټ ویلي چې ځایي ټیلېګرام چېنلونو د نارامۍ نه وړاندې ویلي و چې "د اسراییل نه مهاجر" داغستان ته په رارسېدو دي. د مېډیازونا د رپوټ ترمخه، یو د دغو چینلونو، د روس د پخواني قانونساز ایلیا پونوماریوف لخوا جوړ شوی، چې اوس مهال په اوکراین کې اوسیږي او دعوه لري چې په روس کې دننه د یو ملېشه/ګورېلا ډلې سره یې تعلق دی.
اېسوشیټډ پرس په آزاده توګه د دې رپوټونو تصدیق نشي کولی. پونوماریوف ویلي دي چې هغه نور د یاد ټیلیګرام چینل سره څه رابطې نه لري.
د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه کې، روس په احتیاط سره په دواړو اړخونو تنقید کړی دی. دا جګړه، ماسکو ته یو غټ چانس دی چې د یو عالمي منځګړي قوت په توګه خپل کردار پرمخ بوزي او د اوکراین د جګړې په حوالې سره د ځان د علیحدګۍ په برخه کې د مغربي ملکونو هلې ځلې چلېنج کړي.
د داغستان د نارامۍ نه پس، د اسراییل د وزیراعظم بنیامین نېتن یاهو دفتر وویل چې هغوی د روس د قانون د تنفیذ له چارواکو توقع لري چې ټولو اسراییلي شهریانو او یهودیانو ته، په هرځای کې د روس چې وي، تحفظ برابر کړي او د بلواګرو خلاف دې پرعزمه اقدام وکړي.
د داغستان ځایي حکومت، د دې ترڅنګ چې په غزه کې یې د فلسطینیانو د حمایت غږ پورته کړی، خپلو شهریانو نه یې غوښتي دي چې آرام پاته شي او په دغسې مظاهرو کې دې برخه نه اخلي. د داغستان لوی مفتي، شیخ احمد افندي هم د امن غوښتنه کړې ده.
Forum