پاکستان کې په غیر قانوني توګه میشتو بهرنیانو ته ملک نه د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت په وروستۍ ورځ 21ؤ زرو زیات افغانان د تورخم په لاره افغانستان ته اوښتي دي.
افغان کمشنریټ وایي پاکستان نه په غیرقانوني توګه د میشت بهرنیانو د ملک نه د ویستلو دویم پړاؤ به نن د وړومبي نومبر څخه پېل کیږي.
د سه شنبې یا نهې په ورځ د افغان کمشنریټ لخوا په یو بیان کې ویل شوي چې په غیرقانوني توګه پاکستان کې د میشت بهرنیانو د ویستلو په دویم پړاؤ کې به دوي نیول کیږي اؤ په لنډیکوتل کې به د دوي لپاره جوړ کړل شوي کیمپ یا هولډنګ سینټر ته لیږل کیږي.
بیان کې ویل شوي په هولډنګ سنیټر کې به د نادرا مامورین د نیول شوؤ افغانانو نه ګوتې لګوي اؤ نور معلومات به یې راجمع کوي اؤ تر هغې وروسته به دوي د تورخم له لارې افغان چارواکو ته سپارل کیږي.
دپاکستان حکومت هیواد کې په غیر قانوني توګه میشته ټولو غیر ملکیانو ته تر 31م اکتوبر پخپله خوښه د هیواد نه د وتلو مهلت ورکړی ؤ چې دغه مهلت پرون د سه شنبې په ورځ پائ ته رسیدلی دی .
افغان کمشنریټ وایي د مهلت په وروستۍ ورځ د تورخم له لارې 21 زره اؤ 536 نفوسو مشتملې 883 کورنۍ پخپله خوښه افغانستان ته ستنې شوې دي.
دپاکستان حکومت واضحه کړې ده چې که پاکستان کې په غیر قانوني توګه میشت بهرنیان داکتوبر تر 31مې نېټې پخپله خوښه له پاکستان ونه اوځي نو تر هغې وروسته به یې پاکستان کې جایدادونه اؤ مالونه ضبط کیږي اؤ د هغوي پرضد به قانوني کارروایي کیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ترمخه، پاکستان کې دا وخت 1.4 ملينه رجسټرډ کډوال دي او نزدې 90000 نور کډوال دي، 700000 په اګست 2021م کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته پاکستان ته راتښتېدلي وو.
د يو اېن اېچ سي ار وياند مېتهيو سالټ مارش ویلي "مونږ پاکستان ته خواست کړی د هغو افغانانو ساتنه دې وکړي څوک چې بیرته افغانستان ته په ستنېدو د خطرو سره مخ کېدی شي".
يو اېن اېچ سي ار د پاکستان دغه پرېکړه ستايلې، چې رجسټرډ افغان کډوال او خپل وطن ته بيرته په ستنېدو د خطرو سره مخ کېدونکي افغانان نه شړي.
خو روانه اوونۍ دپاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د جيو ټي وي په يو پروګرام کې ویلي وو، ټول افغانان به بيرته خپل هېواد ته لېږل کيږي، په لومړي پړاو کې هغه افغان کډوال چې هیڅ سند نه لري، يا یې په غېر قانونه توګه اسناد ترلاسه کړي، او په دويم پړاو کې به افغان سيټيزن کارډ (اې سي سي کارډ لرونکيACC) لرونکي او د يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ کډوال بيرته ليږل کیږي.
خو بګټي نه وو ویلي چې دويم پړاو به د کله نه پېل کيږي.
پاکستان په وروستيو کې څو ځله تور لګولی چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي او پاکستان کې سږ کال څو ځانمرګي بريدونه هم افغان وګړو کړي دي.
خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د حکومت ویاند د سه شنبې یا نهې په ورځ پخپل یو بیان کې د پاکستان دا تورونه رد کړي دي اؤ ویلي یې دي،"په کومو هیوادونو کی چی افغانان مېشت دي، د هغو هېوادونو امنیت ته یې ستونزه نه ده ایجاد کړې او نه هم به بې ثباتیو کې لاس لري"
د طالبانو د حکومت ویاند ویلي ،له ګاوندیو هېوادونو څخه غواړو چی د اسلامی اخوت اصل ته په پام سره له افغان مهاجرینو سره ښه چلند وکړي.
طالبانو د پاکستان نه د افغان کډوالو د ايستلو د پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې خو ورسره یې په افغانستان کې د کډوالو د ځای کولو، د دوی د صحت او خوراک د انتظام دپاره کمېشن هم جوړ کړی دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی د پاکستان څخه غېر اسناد لرونکو غېر ملکيانو شړل د بشري حقونو د ناورين سبب جوړېدی شي.
Forum