لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امیرخان متقي: پاکستان د افغان کډوالو او د بشري حقونو معاملو څخه په خپله ګټه کار اخلي


په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي‌ امیر خان متقي تور لګولی دی چې پاکستان د افغان کډوالو اؤ بشري حقونو له معاملو څخه په خپله ګټه کار اخلي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددغه وزارت سرپرست امیرخان متقي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر "یوناما" د مشرې روزا اتونباييفا سره په کتنه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري ستنیدلو په مسله خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټولنیزه رسنۍ ایکس(‌پخواني ټویټر) د دغې لېدنې اعلامیه خپره کړې ده چې د هغې تر مخه امیر خان متقي ویلي پاکستان هڅه کوي د بیلابیلو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره افغان کډوالو اؤ بشري معاملو نه د ځان په ګټه کار واخلي اؤ په دې لړ کې د خپلو خلکو، سیاستوالو او پوهانو خبرو ته هم غوږ نه نیسي.

اعلامیه کې ویل شوي امیر خان متقي‌ پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو اؤ امنیتي ځواکونو لخوا په کېدونکي چلند هم نیوکې کړې دي.

د پاکستان حکومت په سمدستي توګه لا د طالبانو دخارجه وزیر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو وخت په وخت له افغان کډوالو سره د ناروا چلند تورونه رد کړي دي.

د پاکستان حکومت ملک کې میشتو ټولو غیر قانوني وګړو ته تر ۳۱ اکتوبره مهلت ورکړی ؤ چې باید تر دغې نېټې پخپله خوښه له پاکستانه ووځي ګنې تر هغې وروسته به یې پرضد قانوني ګامونه اخستل کیږي.

د یاد مهلت له سرته رسېدو سره سم پاکستان نه د افغان کډوالو خپل هیواد ته د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده اؤ په زرګونو کورنۍ په تېرو څو ورځو کې افغانستان ته ستنې شوې دي.

پاکستان کې په دې وروستیو کې د ترهګرۍ رامنتځته شوؤ یو شمیر پېښو کې پاکستاني چارواکو افغانانو ته د ملامتیا ګوته نېولې ده اؤ وایي د طالبانو حکومت ته یې ثبوتونه هم ورکړي دي چې پاکستان کې ترسره شوؤ د ترهګرۍ یو شمیر پېښو کې ځېنې افغانان ککړ دي.

خو طالب چارواکو د پاکستان دا تورونه رد کړي دي اؤ وایي ترهګري د پاکستان خپله ستونزه ده اؤ پکار ده چې دوي یې د کور دننه هواره کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي د دوي حکومت پاکستان نه ستنېدونکو افغانانو لپاره پلان جوړ کړی دی چې د هغې له مخې به دغو افغانانو سره د لږې اؤ اوږدې مودې لپاره په بیا ابادیدو کې مرستې کولی شي.

په دغه موقعه افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر "یوناما" مشرې روزا اتونباييفا ویلي چې هغوي وضعیت باندې نظر ساتلی دی اؤ هڅه کوي چې بېرته ستنېدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره د نړۍ پام راوګرځوي.

افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د ستنولو لپاره پاکستان د تورخم سره نزدې یو عارضي کیمپ جوړ کړی دی چې دغلته له نوم لیکنې وروسته افغانان بېرته خپل هیواد ته اړول کیږي.

د طالبانو د حکومت د رییس الوازارا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د سه شنبې په ورځ د طالبانو یو لوړپوړي پلاوي په تورخم کرښه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د شوؤ انتظاماتو جاج اخستی ؤ.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت ناظم الامور سردار محمد شکیب هم تېره ورځ دپاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي سره لېدنه کړې وه اؤ د ستنېدونکو کډوالو په مشکلاتو یې ورسره خبرې کړې وې.

د افغان سفارتخانې لخوا د خپور شوي بیان ترمخه افغان ناظم الامور د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي سره خبرو کې د افغانانو د بېرته ستنولو عمل کې په اسانتیاؤ رامنځته کولو ټینګار کړی ؤ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG