لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د کډوالو او ماشومانو ادارې وایي د کډوالو د ستنولو پلان به ماشومان او له خطر سره مخ خلک ډېر اغېزمن کړي


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر، د کډوالو نړیوالې ایجنسۍ ای او ایم او د ماشومانو ادارې یونیسیف له پاکستانه د کډوالو د ستنېدو په لړ کې د ماشومانو د خوندیتوب او حالت په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې او وایي وایي د پاکستان د دې پلان عملي کول به بدې نتیجې ولري.

دغو ادارو د جمعې په ورځ په خپل ګډ بیان کې ویلي، اکثره هغه افغانان چې اوس افغانستان ته ستنېږي وېرېږي چې پاکستاني امنیتي ادارې به یې ونیسي او د دوی له خوښې پرته به یې خپل ملک ته ستانه کړي.

وایي دغه کډوال په داسې وخت افغانستان ته ستنېدو ته مجبوره دي چې په هېواد کې یې مخکې له مخکې بشري بحران، د بشري حقونو چېلنجونه او سخت ژمی په را رسېدو دی:

"تقریباً 30 میلینه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او 3.3 میلینه خلک په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي، د روان کال د ستمبر له 15مې تقریباً یو لک 60 افغانان له پاکستانه کډه شوي دي، په دوی کې 86 فیصده کورنیو خپل وطن ته د تلو سبب دا ویلی چې پولیس به یې ونیسي".

د کډوالو دغه نړيوالې ادارې وایي پاکستان د کډوالو د مېلمستیا اوږد روایت لري، چې وایي د میلینونو خلکو ژوند یې ژغورلی دی، وایي اوس هم دې سخاوت ته اړتیا ده.

د کډوالو د نړیوالو ادارو په ګډون امریکې، د بشري حقونو نړیوالو ادارو، په پاکستان کې د بشري حقونو تنظیمونو او د پښتنو ملتپالو ګوندونو هم د پاکستان د دې ګام مخالفت کړی چې اسناد نه لرونکو خلکو ته یې یواځې یوه میاشت وخت ورکړ او د نومبر له لومړۍ نېټې یې د هغوی د نیولو او شړلو عملیات پیل کړل.

یو این ایچ سي آر، ای او ایم او یونیسیف په خپل بیان کې ویلي، که څه هم د پاکستان د حکومت دغه د کډوالو د ستنولو د پلان لومړی پړاو د اسناد نه لرونکو بهرنیو وګړو لپاره دی خو وايي داسې رپوټونه یې هم تر لاسه کړي چې اسناد لرونکي هم پکې نیول کېږي:

"په رجسټر شویو کډوالو، د افغان سټیزنشیپ کارډ لرونکو او قانوني اسناد لرونکي افغانانو په ګډون په هغو افغانانو هم فشار اچول کېږي بل هېواد ته د منتقلۍ لپاره هلته دي، که څه هم [د پاکستان د حکومت له خوا] ډاډ ورکړل شوی وو چې د دوی تحفظ به کېږي".

په بیان کې ویل شوي چې په دغو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي، د کډوالو نړیواله اداره ای او ایم وایي داسې رپوټونه یې تر لاسه کړي چې د غیرقانوني کډوالو د نیولو په ترڅ کې "کسان په خپلو کورونو کې هدف شوي دي".

دغه ادارې وایي افغان کډوال چې دغه مهال په پاکستان کې له خپلو کورونو بې ځایه شوي او په حرکت کې دي، په زندانونو کې دي او یا افغانستان ته د ستنېدو لپاره تر پولې اوړي ماشومان یې د خوندیتوب له "شدید خطر" سره مخ دي:

"په دغو حالاتو کې ماشومان د خوندیتوب، له کورنیو د بېلتون، شدیدې ویرې، تېري او ناوړه ګټې اخیستو له فزیکي خطر سره مخ دي".

په بیان کې ویل شوي چې د دې بیړنۍ کډوالۍ په حالت کې به د ماشومانو تعلیم، علاج او بنیادي ضرورتونو لکه خوراک او استوګنه شدیده متاثره شي.

د کډوالو اداره وایي په کوټه او پېښور کې هغه افغانان هم دوی ته ورځي او افغانستان ته د ستنېدو لپاره د مرستې غوښتنه ځنې کوي چې له دوی سره رجسټر دي. وایي که څه هم په ژمي کې د بیرته ستنېدو پروګرام ورو شي خو بیا هم دوی ورسره مرسته کوي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي آر استازې فلیپا کېنډلر وایي، "هر ډول ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له قانون سره سم وي او د دغو مجبوره خلکو د حقونو درناوی او تحفظ باید وشي.

یو این ایچ سي آر او ای او ایم وایي د پاکستان له چارواکو سره د کډوالو د ستنولو په اړه خبرې اترې زیاتې کړي دي، وایي خصوصاً د هغوی افغانانو د خوندیتوب غوښتنه ترې کوي چې د غیرقانوني کډوالو د ستنولو په لړ کې دې یې افغانستان ته نه لېږي چې کېدای شي ژوند یې له خطر سره مخ شي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG