د جمعې په ورځ پر یو ایمبولینس تر برید وروسته د غزې پټۍ په شمال کې د ملګرو ملتونو له خوا په چلېدونکي یو سکول باندې د رویټرز خبري ایجنسۍ په وینا د اسرایلي ځواکونو هوایي برید شوی چې وایي 15 تنه پکې وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.
رویټرز د غزې د الشفار روغتون د مشر محمد ابو سیلمیه له خولې ویلي، په دې سکول کې بې ځایه شوي کډوال مېشت وو، وایي په پېښه کې 15 تنه "شهیدان شوي" او کېدای شي دا شمېر زیات شي.
اې ایف پي خبري ایجنسۍ وایي د «الفخوره» په نوم د الجبلیه کډوالو کېمپ په دې سکول کې په زرګونو بې ځایه شوي خلک اوسېدل او په پېښه کې 54 تنه ټپیان شوي.
د حماس د ځپلو لپاره په غزه کې د اسرایلي ځواکونو په بمباریو کې په تېره یوه اوونۍ کې روغتونونه او سکولونه هم په نخښه شوي چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو ورباندې شدیده اندېښنه ښکاره کړې ده.
الجزیره او د ترکیې انادولو خبري ایجنسۍ بیا د فلسطیني رسنیو په حواله ویلي، د جمعې په ورځ اسرایلي ځواکونو د غزې په شمال کې پر یو بل هغه سکول هم بمبارې کړې چې وایي په زرګونو بې ځایه شوي کسان پکې مېشت وو.
د فلسطین سرکاري خبري ایجنسۍ ډبلیو اې ایف اې په خپل رپوټ کې ویلي، اسرایلي ځواکونو د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د ادارې (یو این آر ډبلیو اې) اسامه بن زید سکول په نخښه کړی چې وایي په لسګونو کسان پکې وژل شوي دي.
د تعلیم لپاره په نړیواله کچه مبارزه کوونکې او د امن د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، د اسرایل او حماس په جګړه کې ماشومان او سکولونه هیڅکله باید په نخښه نه شي او ډزبندي وشي.
ملالې یوسفزۍ د شنبې- خالي په ورځ پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] او فېسبوک پر خپلو سکولونو او روغتونونو د بمبارۍ په اړه د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د ادارې رپوټ ته لیکلي:
"ماشومان او سکولونه هیڅکله باید په هدف نه شي، دا د رایې خبره نه ده، دا نړیوال قانون دی. زه ورباندې بیا د ډزبندۍ غږ کوم، د اسرایل حکومت باید دا بې توپیره بریدونه ودروي چې د زرګونو بېګناه فلسطینیاني ماشومانو او کورنیو ژوند یې اخیستی دی".
د اکتوبر له اوومې د حماس په بریدونو کې تر 1,400 زیات اسرایلي وګړي وژل شوي او تقریباً څلور زره پکې ټپیان شوي دي او تر 200 زیات کسان حماس ډلې یرغمل کړي دي، د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو پرون وویل، تر څو چې یرغمل شوي کسان نه وي خوشي شوي لنډمهاله ډزبندي به ونه کړي.
د رویټرز د رپوټ له مخې د غزې د روغتیا وزارت ویاند ویلي، د اسرایلي ځواکونو په بمبارۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر 9061 ته او د ټپیانو شمېر 32000 ته رسېدلی، خو الجزیره د وژل شویو فلسطینیانو شمېر 9,227 یادوي.
د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د مرستو او کار ادارې (یو این آر ډبلیو اې) د نومبر پر دویمه هم په خپل یو رپوټ کې ویلي وو، چې په څلرویشتو ګنټو کې د غزې په شمال کې د دوی څلور سکولونه په نخښه شوي وو.
یو این آر ډبلیو ویلي وو، چې په جبلیه کډوالو کېمپ کې یو سکول- چې اوس کډوال پکې اوسېږي- په بمبارۍ کې تباه شوی او د رپوټونو له مخې لږ تر لږه 20 تنه پکې وژل شوي او پینځه نور ټپیان شوي وو.
دې ادارې ویلي وو چې له دې پرته په دغه ورځ په شمالي غزه کې «بیچ کډوالو کېمپ» او په جنوب کې په «بوریج کډوالو کېمپ» کې دوه سکولونه په هدف شوي وو، چې وایي په درېواړو کې درې تنه وژل شوي او تر دېرشو زیات ټپیان شوي وو.
د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو اداره وایي د اکتوبر له اوومې را وروسته په غزه کې د دوی تقریباً 50 ودانۍ او پناه ځایونه اغېزمن شوي دي او ځینې یې مخامخ په بمبارۍ کې په نخښه شوي دي.
وایي په دغو ځایونو کې ټول اووه لکه کسان مېشت دي، چې وایي په هغوی کې 25 پناه ځایونه یواځې په شمالي غزه کې دي چې یو لکه شل زره بې ځایه شوي کسان پکې اوسېږي.
Forum