د امریکا د خارجه چارو سېکتر انټني بلنکن نن په غربي غاړه کې د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس سره لیدلي او غزه ته یې د بشري مرستو او د ژوندي پاتې کېدو لپاره پکار ساماانونو د رسولو ژمنه کړې.
د امریکا خارجه دفتر ویاند مېتهیو مېلر تر مخه ښاغلي بلنکن دا خبره هم په ډاګه کړې چې فلسطینیان به په زوره نه بې کوره کیږي.
د مېلر تر مخه د ښاغلي بلنکن او محمود عباس په دغه لیدو کتو کې په غربي غاړه کې د ناارامې ختمولو، قلارۍ راوستو، او د فلسطینیانو پرضد د تشدد پېښو مخه نیولو او په دغه تشدد کې ککړ کسانو حساب کولو خبرې هم شوي.
د خارجه وزارت ویاند ویلي: ٫٫ ښاغلي بلنکن دا خبره تکرار کړې چې امریکا په دې ژمنه کلکه ولاړه ده چې فلسطینیانو ته هم د اسرایلیانو په شان امنیت او احترام ورکړی شي. خارجه سېکتر د فلسطیني ریاست جوړولو لپاره د فلسطینیانو جاېزو غوښتنه پوره کیدو لپاره د امریکا کړې ژمنې هم تکرار کړي.٬٬
په دغه ملاقات کې محمود عباس په سمدستي توګه په غزه کې د ډزبندۍ غوښتنه وکړه. په غزه کې د صحت وزارت ویلي تیره شپه د مهاجرو په یو کېمپ کې ګڼ شمېر خلک وژل شوي. ښاغلي بلنکن هم په بشري بنیاد په روانۍ جګړه کې د دمې غوښتنه کړې، خو اسرایل تر اوسه دغه غوښتنې رد کړي.
د فلسطینیانو سرکاري خبري ادارې وفا ترمخه محمود عباسد په غزه د اسرایل بمباري وغندله او دغه یې ٫٫ د نسل وژنې جنګ ٬٬ وبالو. نوموړي په ښاغلي بلنکن غږ وکړو چې ٫٫ دغه جرمونه دې سمدستي ودروي.٫٫
هم د اتوار/یکشنبې په ورځ اسرایل ویلي د اکتوبر په ۷مه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د برید په ځواب کې یې ٫٫ د ترهګرو د ۲۵۰۰ نه زیات مرکزونه په نخښه کړي.٫٫
اسرایل ویلي دغه اهداف د اسرایلي پوخ، هوايي ځواکونو او سمندري پوځ لخوا ٫٫ په ګډه په نخښه شوي.٬٬
د اسرایل پوځ لخوا په ټېلیګرام باندې خپور شوي یو بیان تر مخه ٫٫ تېره شپه د اسرایل ځمکني پوځ هوايي پوځ ته د حماس وسله والو د یو پوځي، تربیې او کمانډ مرکز په نخښه کولو امر کړی وو.٬٬
د حماس وسله والو پرضد د اسرایل دغه پوځي عملیات د اکتوبر په ۷مه نېټه وروسته د هغې پېل شوي کله چې د حماس وسله والو په اسرایل برید وکړو او د ۱۴۰۰ نه زیات اسرایل یې ووژل او د ۲۰۰ نه زیات یې غزه ته وتښتول.٬٬
اخوا د صحت نړیوالې ادارې په ټولنیزو رسنیو خپور کړي یو پوسټ کې ویلي چې د اکتوبر ۷مې نېټې راپه دیخوا یې په غزه کې د صحت په مرکزونو ۱۰۲ بریدونو رپورټ کړي. د ادارې تر مخه په دغه بریدونو کې ٫٫ ۵۰۴ کسان وژل شوي، ۴۵۹ ژوبل شوي، ۳۹ د صحت مرکزونو ته زیان رسیدلی او ۳۱ اېمبولېنسې یې زیانمنې کړي.٬٬
د ملګرو ملتونو دغه ادارې ویلي په غزه کې د صحت مرکزونو نیمه برخه په نخښه شوي او په دغو کې نیمايي په غزه کې دي.
Forum