پاکستاني رسنۍ وایي د بلوچستان د سر ښار کوټې د سول هسپتال 8 مامورینو ته کانګو وایرس ورپوری شوی چې له امله یې ددغه هسپتال یو ډاکټر مړ شوی هم دی.
په کانکو وایرس د مړ شوي ډاکټر نوم ډاکټر شکرالله جان ښودل شوی چې د کراچۍ په یو هسپتال کې د علاج لاندې ؤ.
د بلوچستان د روغتیا محکمې سکتر عبدالله خان وایي صوبایي حکومت د کانګو وایرس مخنیوي اؤ علاج لپاره دتګلارې په جوړولو بوخت دی.
رسنۍ وایي د کوټې په سول اسپتال کې په کانګو وایرس اخته شوي درې ډاکټران،یو کنسلټنټ،یوه نرس اؤ دوه کمپوډران اوړمه ورځ د علاج لپاره په هوایي جهاز (اییر ایمبولینس) کې کراچۍ ته رسول شوي وؤ.
د کانکو وایرس ددې تازه پېښو مخې ته د راتلو سره سم د روغتیا محکمې د کوټې د سول هسپتال اؤ نورو طبي ادارو لپاره ددغه وایرس نه د ځان ساتنې په اړه سپارښتنې جارې کړي دي اؤ په مرموزه توګه په دې وایرس د اخته ناروغانو لپاره کوټه کې یو ځانګړی وارډ یا خونه هم پرانستل شوې ده.
د بلوچستان د صحت محکمې ستر عبدالله خان د اتوار په ورځ د کوټې سول روغتون یا هسپتال ته ورغلی اؤ دغلته یې د نزدې څخه د وضعیت جاج اخستی دی.
د صحت محکمې سکتر په دغه مهال خبرو کې ویلي چې هغه پخپله د کانګو وایرس د وضعیت اؤ هسپتالونو کې د علاج د اسانتیاوؤ څارنه کوي اؤ حکومت په دې هڅه کې دی چې دا ناروغي ترې نوره خوره نه شي اؤ خلکو ته بهترین علاج ورکړي.
کانګو وایرس څه شی دی؟
کانګو وایرس د څارویو لکه غوا، غواي،مېښې،اوښ،ګډ یا بیزې په څرمنه کې دننه دانو په شکل کې راڅرګندیږي اؤ ډاکټران وایي چې د څاروؤ نه دا وایرس انسان ته هم منتقل کیږي.
په پېښور کې د خېبر مېډيکل پوهنتون مشر ډاکټر ضياالحق وي او ای ډيوه ته ویلي که چرې د کانګو ناروغۍ په وخت تشخېص ونه کړل شي نو ناروغه تن ترې ژوند د لاسه ورکولی شي۔
هغه دا هم وایي،چې کانګو وايرس په کومو ځناورو کې وي نو چې هغې سره څوک لاس ولګوي هغه تن ته هم دا وایرس منتقل شي۔
د علاماتو په هکله د ډاکټر ضياالحق وېنا وه چې د کانګو ناروغۍ خاص علامات نشته او کومو خلکو ته چې ولګي نو وجود کې یې سستي وي، تبه يې وي، وجود خوږیږي او وینه پکې نرۍ شي نو چې په وخت يې ټیسټ ونه کړل شي ناروغه تن ترې مړ شي۔
Forum