واشنګټن - د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي ویلي د پاکستان امنیتي ادارو د افغان کډوالو د شتمنیو په لوټولو پیل کړی او ورته یې خبرداری ورکړی چې باید امنیتي چارواکي یې د کډوالو ستنېدو په بهیر کې خپل چلند بدل کړي.
د طالبانو د خارجه چارو مرستیال په کابل کې د افغانستان د پرمختیا په اړه راجوړ کړي کانفرانس ته خپله وینا کې وویل:
"مونږ ډیر صبر وکړ، حوصله مو وکړه، تند غبرګون مو ونه ښود، د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د پاکستان له حکومت څخه زمونږ هیله او تمه ده چې خپل چلند بدل کړي او مونږ دې ته اړ نکړي چې پر وړاندې یې غبرګون وښیو."
عباس ستانکزي زیاته کړه،
"که څه هم ګاونډیان وسلې او تجرته لري خو د افغانستان حکومت هم مستحکمه دفاع لري، هرمجاهد مو یو جنرال دی خو نه غواړو چې له هغوی څخه په داسې ډول کار واخیستل شي چې د اختلافاتو او د ستونزو د زیاتیدو سبب شي او که چیرې اړ شو نو دوي د وطن څخه دفاع ته تیار دي."
د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د شړلو پریکړې او له هغوي سره بد چلند ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال دا غبرګون لومړی ځل نه دی.
له دې وړاندې هم د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده او د طالبانو د صدراعظم ملا محمد حسن اخوند او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په ګډون یو شمیر طالب چارواکو هم دې موضوع ته کلک غبرګونونه ښودلی دي.
دغه مشرانو نه یواځې له افغان کډوالو سره بد چلند کول یې غندلی دی بلکې د شړلو پریکړه یې غندلې ده او ویلي یې وو چې پاکستان د کډوالو او د بشري حقونو نړيوالو قوانینو خیال نه ساتي او دغه قوانین یواځې د خپلو ګټو لپاره کاروي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د طالب مشرانو غبرګون ته څه ځواب نه دی ویلی خو تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو وخت په وخت له افغان کډوالو سره د ناروا چلند تورونه رد کړي دي او د داخله چارو مرکزي وزیر د یو خبري کانفرنس په مهال ویلی وو چې هغه کډوالو ته به څه نه ویل کېږي چې قانوني اسناد لري.
د پاکستان لخوا د افغان کډوالو په ضد د اسنادو نه لرلو په صورت کې د هېواد نه د شړلو کاروایانې وروسته له هغې سمدستي اعلان کړی شوې چې پاکستان د زیاتېدونکو ترهګرۍ په پېښو کې د افغان وګړو د ککړ کېدلو تورونه پورې کړل.
خو طالب چارواکو د پاکستان دا تورونه رد کړي دي او وایي ترهګري د پاکستان خپله ستونزه ده او پکار ده چې دوي یې د کور دننه هواره کړي.
Forum