لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن یو ځل بیا وویل چې د نېتن یاهو ملاتړ کوي، خو جګړه کې یې د عوامو په تحفظ هم ټینګار وکړو


د امریکا صدر جو بایډن د ګل/دوشنبې په ورځ د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتن یاهو سره خبرې وکړې او یو ځل بیا یې په ډاګه کړه چې د حماس په خلاف د اسرایل کلک ملاتړ کوي. خو هغه په دې هم ټینګار وکړو چې د پوځي عملیاتو په دوران کې د فلسطیني عوامو تحفظ په کار دی او باید غیرپوځي کسانو ته نقصان رسېدل کم کړی شي.

دواړو مشرانو په دې ټلیفوني خبرو کې، په جګړه کې د ټکټيکل وقفو په امکاناتو هم بحث وکړ چې په غزه کې عوام وکړی شي د جنګ د سیمو نه په خوندي توګه ځانونه وباسي، او بل دا یقیني کول چې ضرورتمندو عوامو ته هلته امداد ورسول شي. هغو په دې هم خبرې وکړې چې د حماس له ولقې یرغمل شوې اسرایلیان څنګه آزاد کړی شي.

وایټ هاوس ویلي چې صدر بایډن په دې خبرو کې، د غربې کنارې حالاتو ته هم اشاره کړې ده او دا یې ویلی چې سخت دریځه یهودي آبادکاران دې د تشدد آمیزه کارونو دپاره یې د بازخواست لاندې ونیولی شي. د وایټ هاوس وینا ده چې بایډن او نېتن یاهو په آینده ورځو کې په بیا خبرو باندې اتفاق وکړ.

امریکا د حماس خلاف د ډزبندۍ طرفداره نده، مګر وایي چې د بشري امداد دپاره دې په جنګ کې دمې یا وقفې راوستلی شي.

ترکیې ته د بلېنکن سفر

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن د دوشنبې/ګل په ورځ په انقره کې د ترکیې خارجه وزیر خاقان فېدان سره لیدلي اؤ ورسره یې غزه کې د بشري مرستو د غځولو په هڅو اؤ اسرایل اؤ حماس ترمنځ د جګړې دخوریدو د مخنیوي په اړه خبرې اترې کړې دي.

بلېنکن د حماس اؤ اسرایل د جګړې په حواله د تاؤ تریخوالي کمولو په موخه د سیمې سفر په داسې حال کې کوي چې د ترکیې لخوا د اسرایل اؤ حماس په شخړه کې د امریکې په تګلارو کلکې نیوکې مخې ته راغلي دي.

د ګل/دوشنبې په ورځ کې چې کله د انټني بلېنکن اؤ د هغه د ترک سیال تر منځ خبرې کیدلې، نو په دغه مهال سرښار انقره کې ولسي احتجاج هم وشو. د بلنکن اؤ د هغه د پلاوي د بېرته تګ غوښتونکي مظاهرین د غونډې د ودانۍ مخې ته ورټول شوي وؤ.

د ترکيې پولیسو د اتوار/یکشنبې په ورځ هغه په سوونو مظاهره چیان هم په اوښلن ګیس اؤ د واټر کینن (د اوبو په اچولو) منشتر کړي وؤ چې د بلېنکن د راتګ نه څو ساعته وړاندې یې سویل ختیځه سیمه کې د امریکایي پوځ د یو هوایي میدان په لوري لاریون کولو.

د اې ایف پي خبري اژانس د رپورټ له مخې د دې ملاقات په وخت د ترکیې صدر رجب طیب اردوان د ترکیې د لرې پرتې شمال ختیزې سیمې د سفر پروګرام جوړ کړی و چې په ظاهره د هغې مقصد د واشنګټن لوړ پوړي سفارتکار نظر اندازه کول اؤ ځان ورباندې ناجاڼه کول وؤ.

بلېنکن انقرې ته له روانېدو وړاندې په هوایي اډه خبریالانو ته وویل"مونږ د اړمنو خلکو لپاره د انساني مرستو د سیوا کولو اؤ د روانې شخړې د سیمې نورو برخو ته د خوریدو د مخنیوي په هڅه کې یو اؤ په دې خبرې کوؤ چې د اسرایل اؤ فلسطینیانو تر منځ د دایمي امن حالاتو راپېدا کولو کې مونږ څه کولی شو؟"

اردوان د اتوار/یکشنبې په ورځ ویلي وؤ د یو ازاد فلسطیني ریاست د پلوي په توګه" د ترکي فرض دي" چې تشدد په سمدستي توګه ودروي.

هغه ویلي وؤ انقره د سیمې د ایتلافیانو سره یو ځای "د پردې تر شا کار کوي" ترڅو غزه ته پرته له کوم ځنډ د بشري مرستو رسد ممکن شي.

ترکیې د اسرایلي وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو سره خپل تماسونه قطع کړي اؤ د اسرایل نه یې خپل سفیر بېرته بللی دی.

د حماس د واک لاندې د صحت وزارت وینا ده چې غزه کې د یوې میاشتنې نه د زیات وخت راهسې روانه جګړه کې لږ تر لږه لس زره کسان وژل شوي دي.

په غزه بریدونه وروسته له هغې پیل شوي چې په اووم اکتوبر حماس په اسرایل حمله وکړه اؤ له 1400 زیات کسان یې ووژل اؤ تر 240ؤ زیات یې نور یرغمل کړل.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG