د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ډیره اسماعیل خان سیمه کې نامعلومو وسله والو د تېلو اؤ ګیس په یوه کمپنۍ برید کړی چې د پولیس چارواکو په وینا دوه پولیس پکې وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
د سیمې څخه پولیس سرچینو د نهې - سه شنبې په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي دا برید د دوشنبې اؤ چهارشنبې په منځ شپه کې د بلوچستان ایالت سره لګیدلې د ډیره اسماعیل خان درزانده سیمه کې د تیلو اؤ ګیس د یوې شخصي کمپنۍ په حفاظت مامورو پولیس عسکرو باندې شوی دی.
سرچینې وایي وسله والو. د شپې تیاره کې د الحاج په نوم دغه کمپنۍ باندې د سپکو اؤ درنو وسلو ناتاره ډزې کړې دي چې پکې دوه پولیس وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
د وژل شوؤ پولیسو پېژندګلو د خان عارف اؤ رحمت الهي په نومونو شوې ده.
همدا شان په برید کې د پولیسو یو اسسټننټ سب انسپکټر عالم شیر، سپاهي فضل الرحمان شاه اؤ عطاء الرحمان ژوبل شوي دي چې د علاج لپاره د ډيره اسماعیل خان پوځي روغتون ته رسول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په ژوبلو کې د عالم شیر اؤ فضل الرحمان شاه حالت ډاکټر مرګونی ښایي.
په سمدستي توګه ددې برید پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې چې خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو اؤ پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې هم پرون (ګل/دوشنبه) د پاکستان پوځ ویلي د خېبرضلعې په تېراه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو جګړه شوې چې په کې د پوځ د یو لوړ رتبه افسر په شمول درې نور عسکر وژل شوي او اووه عسکر زخمیان شوي دي.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار ترمخه، په جګړه کې درې وسله وال وژل شوي او درې نور زخمیان شوي هم دي.
تر دې وړاندې اوړمه ورځ د ډیره اسماعیل خان سره په پیوست د پنجاب په میانوالي ښار کې ترهګرو د هوايي پوځ په مرکز وسله حمله کړې وه چې د پوځ په وینا ددغه حملې په مهال د پوځ ځوابي عملیاتو کې نهه ترهګر وژل شوي وؤ.
په میانوالي ښار کې د هوايي پوځ په مرکز د حملې نه مخکې دپاکستان پوځ ویلي وو چې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې ترهګرو سره د نښتې په مهال دوه پوځي عسکر وژل شوي اؤ ډيره اسماعیل خان سیمه کې په بمي چاودنه کې یو پوځي ژوند د لاسه ورکړی دی.
د جمعې په ورځ پوځ د بلوچستان ایالت په ګوادر ضلعه کې هم د وسله والو په یو برید کې د ۱۴ پاکستاني پوځيان د وژل کېدو پخلی کړی ؤ،
هم د جمعې په ورځ دډيره اسماعیل خان په ټانک اډه سیمه کې د پولیسو د ګاډي ترڅنګ بمي چاودنه شوې وه چې د چارواکو تر مخه 5 کسان پکې وژل شوي اؤ د دوؤ پولیس عسکرو په ګډون پکې 21 تنه نور ژوبل وؤ.
په 29م اکتوبر ډيره اسماعيل خان کې نامالومه وسله والو د پولیسو په یو مرکز یا کیمپ برید کړی ؤ چې د پولیسو په وینا یو پولیس عسکر پکې وژل شوی ؤ.
ځايي خلک او په خپله امنیتي چارواکي مني چې په دې ورستیو کې خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د وسله والو فعالیتونه سیوا شوي دي.
د حکومتي چارواکو وینا ده چې د وسله والو په بریدونو کې په سوؤنو امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
تېره د اکتوبر میاشت کې یوازې ډیره اسماعیل خان ضلعه کې په پولیسو څلور بریدونه شوي وؤ.
Forum