لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرايل وايي پوځيان يې د غزې ښار زړه ته ننوتي دي



د اسرایل د دفاع وزیر یوف ګالانت دا هم تایید کړه چې کله جګړه پای ته ورسیده نو نه به حماس او نه به اسرایل په هغه سیمه واکمن شي چې د 2.2 ملیونه فلسطینیانو کور دی.
د اسرایل د دفاع وزیر یوف ګالانت دا هم تایید کړه چې کله جګړه پای ته ورسیده نو نه به حماس او نه به اسرایل په هغه سیمه واکمن شي چې د 2.2 ملیونه فلسطینیانو کور دی.

د اسرایل د دفاع وزیر یوف ګالانت د سه شنبې په ورځ وویل چې د اسرایلو دفاعي ځواکونه اوس د غزې په ښار کې چې د حماس د فعالیتونو مرکز دی عملیات کوي ځکه چې د اورپکې ډلې حماس پر ضد د اسرایل جګړه ګړندۍ شوې ده.

ګالانت خبریالانو ته وویل: "موږ د غزې ښار په زړه کې یو" غزه د ترهگرۍ تر ټولو ستره اډه ده چې ترهګر په کې فعالیت لري.

ګالانت دا هم تایید کړه چې کله جګړه پای ته ورسیده نو نه به حماس او نه به اسرایل په هغه سیمه واکمن شي چې د 2.2 ملیونه فلسطینیانو کور دی.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس له بریدونو وروسته چې ۱۴۰۰ کسان پکې وژل شوي اؤ تر۲۴۰ پورې نور ترغمل نیول شوي وؤ ، په غزې د اسرایلي ځواکونو بمبارۍ روانې دي چې راپورونه وایي تر ۱۰ زرو پورې کسان پکې وژل شوي دي.

تر دې مخکې د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو ویلي وو چې اسرایل به د غزې تراړې ته د بشري مرستو د رسولو او یا د حماس د وسله والو له خوا د یرغمل شویو بندیانو د وتلو لپاره په پوځي عملیاتو کې د لنډ مهاله ځنډ په اړه غور وکړي، خو هغه د اسرایل له لوري حماس سره د عمومي اوربند خبره رد کړې وه.

له ای بي سي نیوز سره په خبرو کې نین یاهو وویل، هغه فکر کوي چې اسرایل به د امریکا له خوا تروریست نومول شوې ډلې حماس ته د ماتې ورکولو هدف ته له رسیدو وروسته د نامعلومې مودې لپاره په غزه کې "ټول امنیتي مسولیت" په غاړه ولري.

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ ویلي وؤ چې امریکایي صدر جوبایډن او نتنیاهو په تلیفوني تماس کې په روانه جګړه کې د وقفې راوستو په اړه خبرې کړې دي ترڅو په غزه کې ملکي خلکو ته فرصت په لاس ورشي چې د روانې جګړې له سیمو څخه په خوندي توګه ووځي،

امریکا غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې اړمنو ملکي وګړو ته رسیږي، او څنګه باید یرغمل کړی شوي وګړي راخوشې کړل شي.

بایډن د حماس پر ضد جګړه کې د اسرایل په دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ او همدارنګه یې د فلسطیني ملکي وګړو د ساتنې او د پوځي عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو په کمولو ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل تېره ورځ ویلي، امریکا تر اوسه له خپلو ۴۰۰ ډېرو وګړو، قانوني دایمي اوسېدونکو او «نورو وړ اشخاصو» سره د غزې نه په وتلو کې مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ ۵۰ لارۍ خوراکي توکي، درمل، روغتیايي سامانونه، د اوبو بوتلونه اؤ نور مهم شیان له مصر څخه غزې ته اوښتي دي.

په عین حال کې د اوو مخکښو صنعتي هیوادونو د ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په جاپان کې دوه ورځنۍ خبرې پیل کړي چې د اسرایل او حماس جګړه یې د ایجنډې په سر کې ده.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلېنکن وویل چې هغه به خپلو سیالانو ته د منځني ختیځ د خپل څلور ورځني سفر په اړه معلومات ورکړي چې په هغې کې د اسرایل، لویدیځې غاړې، اردن، قبرص، عراق او ترکیې سفرونه شامل دي.

د دوشنبې په ورځ په یوه بریفنګ کې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هیله څرګنده کړه چې په غزه کې به ژر تر ژره دبشري مرستې په خاطر په جګړه کې وقفه عملي شي.

هغه وویل چې امریکا به تر هغه وخته پورې له اسرایل سره خبرو ته دوام ورکړي چې په غزه کې د اوښتو زیانونو د کمولو لپاره هڅې کیږي. خو هغه وویل "زه نه غواړم چې په دې اړه زیاتې خبرې وکړم."


کربي وویل چې په زرګونو بې ګناه خلک وژل شوي، "هر یو یوه تراژیدي ده" او "موږ نه غواړو چې د کوم بې ګناه ژوند واخیستل شي."

هغه وویل امریکا هر هغه څه کوي چې کولی شي د اسرایل مشران وهڅوي چې په نظامي عملیاتو کې د امکان تر حده محتاط وي. خو هغه یادونه وکړه چې اسرایل هم د هغه دښمن په وړاندې ولاړ دی چې د ملکي خلکو تر شا پټ دی.

اسرایل په غزه کې په قصدي ډول د بې ګناه فلسطینیانو په نښه کول رد کړي او ویلي یې دي چې حماس له ملکي وګړو څخه د انساني ډال یا سپر په توګه کار اخلي، تر روغتونونو لاندې یې خندقونه کنستلي او په امبولانسونو کې خپل جنګیالي انتقالوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG