د پاکستان او د نړېوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) ترمنځ د سټنډبای پروګرام د نوي قسط د ترلاسه کولو په سر، د اقتصادي جاج اخېستې مذاکرات په اسلام آباد کې روان دي.
دغو مذاکراتو ته په کتو، چې د یوې هفتې راهېسي پیل شوي دي، داسې ښکاري چې د پخوا برعکس دا ځل د آینده قسط د ژر تر لاسه کولو امید ورته شته.
د پاکستان حکومت دعوه لري چې د آی اېم اېف د پروګرام اکثره اهداف یې مکمله کړي او د جاج اخېستنې مذاکرات په ډېره ښه توګه مخ ته روان دي.
وړاندې له دې چې په اګسټ میاشت کې پاکستان کې نګران حکومت واک اختیار ترلاسه کړي، د اتحادي حکومت په دوران کې پاکستان د آی اېم اېف نه د پخواني قرضې د پروګرام آخري دوه قسطونه په ډېر ځنډ سره ترلاسه کړي و. په آخره کې هغه پروګرام نیمګړی پاته شو، چې د هغه وروستو پاکستان د روان کال په جولای میاشت کې د درې اربه ډالرو د لاس ته راوړلو دپاره، د آی اېم اېف سره نهه میاشتېنۍ سټندبای لوظنامه لاسلیک کړه چې د هغه اوله جائزه د روانې نوامبر میاشتې له اولې هفتې نه روانه ده.
د هغې لوظنامې وروستو، پاکستان د اضافي پیسو دپاره هلې ځلې سېوا کړې او په غیرملکي سرمایه کارۍ کې د اضافې دپاره یې ګامونه اخېستي دي.
د ملک نګران وزیر خزانه وایي چې د قرضې د پروګرام لاندې، په ټولو اهدافو باندې عمل روان دی، او په اوله اقتصادي جائزه یا جاج اخېستنه کې د آی اېم اېف په ټولو شرایطو عمل ترسره شوی دی.
د دې جائزې په بشپړېدو سره به پاکستان ته اویا (۷۰) کروړه ډالر دویم قسط حاصل شي، او بیا به په فبرورۍ کې د دویمې جائزې په مکمل کېدو سره، پاته ۱.۲ ارب ډالره پاکستان ته مېلاوېدلی شي.
د ملعوماتو ترمخه، حکومت په روانو مذاکراتو کې آی اېم اېف ته ویلي دي چې اکسټرنل فنانس ګېپ یا د خارجي فنانس تشه به په غیرملکي سرمایه کارۍ پوره کړي، او په دې ترڅ کې یې د دوستو ملکونو سره چې څه خبرې کیږي، د هغو نه یې هم آی اېم اېف خبر کړی دی.
اقتصادپوهان وایي چې که څه هم حکومت د آی اېم اېف اکثره اهداف ورپوره کړي دي، مګر د دې باوجود د خارجي فنانس د تشې ډکولو دپاره پاکستان یوځل بیا خپلو ملګرو یا دوستو هېوادونو ته سترګې نیولې دي.
اقتصادپوه مهتاب حیدر وایي چې د سټندبای پروګرام اهداف، د منځنۍ مودې یا مډ ټرم پروګرام غوندې سخت نه وي، او د دې جاري پروګرام زیاتره اهداف چې دي، هغه حکومت بشپړه کړي دي.
د وي او اې سره په مرکه کې، مهتاب حیدر وویل چې حکومت ته اوس صرف په کار ده چې د بهرني فنانس تشه یا ګېپ پوره کړي، کوم چې نږدې څلور نیم اربه ډالر کیږي.
یو بل اقتصادپوه، فرخ سلیم وي او اې ته وویل چې د بهرنیو ادائیګیو په برخه کې د څلور نیم ارب ډالرو حصول چې باقي دی، حکومت یې په ترلاسه کولو کې باید د ځینو مشکلاتو سره مقابله وکړي، ځکه د سود د زیاتې شرحې په وجه د تجارتي بنکونو نه د درې ارب ډالرو اخېستل هم سخت دي.
Forum