لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې روغتونونو ته نېږدې د اسرایلو په بمباریو کې د مرګ ژوبلې اوښتو دعوې شوي


د غزې چارواکي وایي، اسرایلو د جمعې په ورځ غزه کې د دریوؤ روغتونونو ترڅنګ بمبارۍ کړي چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په غزه کې د حماس د واک لاندې د روغتیا د وزارت ویاند اشرف القدره د قطر له الجزیرې ټلویزیون سره د خبرو پر مهال ویلي چې اسرایل د جمعې په ورځ د څو ساعتونو په مهال د غزې په مختلفو روغتونونو بریدونه کړي دي.

د راپور له مخې، د غزې تر ټولو لوی روغتون الشفاء هم د اسرایل د بریدونو له امله په زیانمن شویو روغتونونو کې شامل دی دی.

اسرایل دعوه لري چې د دې روغتون لاندې د حماس د خفیه مرکزي قوماندې مرکز اؤ خندقونه دي خو حماس دا تورونه ردوي.

د روغتیا وزارت ویاند ویلي، اسرایل د غزې سټي میډیکل کمپلیکس انګړ په نښه کړی، چې ګڼ کسان پکې وژل شوي دي. خو نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

د هغه په وينا، د جمعې په ورځ د ماشومانو په النصر روغتون او د ماشومانو په الرانتيسي پر روغتون مستقيماً بمباري وشوه، اؤ د الرنتيسي روغتون په بريد کې هلته ولاړو ګاډو ته زيان اوښتى دى.

د اسرايل پوځ د روغتيا د وزارت د وياند د دعوې په اړه څه نه دي ويلي، اؤ رويټرز ویلي په خپلواکه توګه یې د اشرف القدره د دعوې تصدیق ونه کړی شو.

امریکې د پنجشنبې په ورځ ویلي وؤ چې اسرایل د غزې په شمال کې د حماس پر ضد خپلو پوځي عملیات کې په ورځ کې څلور ساعته وقفه پیلوي.

له بلې خوا فلسطیني رسنیو د جمعې په ورځ د الشفا روغتون د پارکینګ سیمه کې د چاودنې ویډیو خپره کړې چې پکې بې کوره کسان لیدل کیږي.

ویډیو کې له چاودنې وروسته د ویجاړۍ منظرونه په نظر راځي خو رویټرز ویلي په سمدستي توګه د دغه ویډیو د ریښتیا والي تصدیق نه شي کولی.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن راټس واچ ) په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر)خپل یو بیان کې ویلي چې الشفا ته نزدې د روانو جګړو او بریدونو له امله د هغو زرګونو خلکو ژوند له خطر سره مخ دی چې هلته یې پناه اخیستې اؤ وایي چې په دې کې زیاته شمېره د ماشومانوهم ده.

په غزه کې د حماس د واک لاندې د روغتیا وزارت شمېرې ښیي چې په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس له برید وروسته د اسرایل په ځوابي بریدونو کې 10 زره اؤ 812 کسان وژل شوي چې دې کې 40 فیصده ماشومان هم دي.

د اسرایلي چارواکو له مخې د حماس په حمله کې د بهرنیانو په ګډون 1400 اسرایلي وګړي وژل شوي وؤ اؤ خواوشا 240 نور حماس یرغمل کړي اؤ له ځان سره یې د غزې پټۍ ته بوتللي وؤ.

د غزې ښار اوسېدونکي وايي، اسرایلي ځواکونه د غزې د ښار د مرکز پر لور پرمختګ کوي او د دوی ټانکونه له الشفا روغتون څخه شاوخوا یو کیلومتر لرې پراته دي.

د اسرایل پوځ دعوه کوي چې دوی داسې شواهد لري چې حماس د اندونیزیا د روغتون په ګډون د الشفا روغتون او نور روغتونونه د ځمکې لاندې خندقونو ته د ننوتلود لارو په توګه کاروي.

د اسرایل پوځ وايي ملکي وګړي نه په نښه کوي او ځینو ټپي شویو ملکي وګړو ته یې اجازه ورکړې چې د درملنې لپاره مصر ته ولاړ شي.

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، دی غواړي روښانه کړي چې اسرایل خپلې پرېکړې پخپله کوي.

هغه د حماس پر ضد د اسرايلي پوځ د عملياتو په اړه وويل، چې د داسې دښمن پر وړاندې جګړه روانه ده، چې د ولسي وګړو په منځ کې یې ځان پټ کړی او بې ګناه فلسطينيان یې په خطر کې اچولي دي.

صدر بایډن اسرایل ته په اشارې سره وویل هغه مسولیت لري چې د ترهګرو او ملکي وګړو ترمنځ توپیر وکړي او د نړیوالو قوانینو بشپړه خیال وساتي.

د اسرايل وزیراعظم نیتن یاهو وايي، حماس يو دښمن او ترهګر دی چې پر وړاندې به يې په روانه جګړه کې هيڅ وقفه نه وي، خو په ځينو ځايونو کې يې د څو ساعتونو لپاره وقفه اخېستې څو وګړي د وتلو خوندي لاره ومومي.

(د دې رپورټ معلومات د رویترز خبري شبکې څخه اخستل شوي دي)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG