لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډبلیو اچ او مشر: د غزې تر ټولو لوی روغتون نور کار نه کوي


واشنګټن – د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر تیدروس ګبریاسس وايي، په غزه کې د شفا طبي مرکز "د روغتون په توګه نور کار نه کوي" او د غزې تر ټولو لوی روغتون کې حالت "سخت او خطرناک دی."

د ډبلیو اچ او مشر وايي، د روغتون شاخوا "دوامداره ډزو او چاودنو دا سخت حالات نور هم خراب کړي."

د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتنیاهو د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، هېڅ داسې دلیل نشته چې د غزې له شفا روغتون څخه ناروغان ولې په خوندي توګه نشې ویستل کېدای خو وویل چې د حماس جنګیالي "ټول هغه څه کوي چې هغوی په خطرناک ډول وساتي."

اسرایلي مشر سي ان ان ته وویل، چې سل ناروغان له روغتون څخه ویستل شوي او په زرګونو هغه فلسطینیان چې سختو حالاتو کې یې ژوند کاوه په خوندي توګه د غزې ښار له جنوب څخه ویستل شوي دي.

خو د اسرایلو او حماس جګړه د غزې دغه لوی روغتون ته نېږدې روانه ده او د روغتون مشر محمد ابو سلمیه وویل، چې د روغتون ګرد چاپېره جګړه ده.

د وایټ‌ هاوس د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان سي بي اس ټي وي ته وویل، چې امریکا " نه غواړي چې په روغتونونو کې جګړه شوي چېرې چې بې ګناه خلکو او ناروغانو سره طبي مرسته کېږي او مونږ په دې اړه د اسرایلو له دفاعي ځواکونو سره په دومداره خبرو کې یو."

په روغتون کې د ځینو ناروغانو درملنه درول شوې ده ځکه کافي تېل نه لري، دوه نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي او په لسګونو نور له روغتون څخه وتلي دي.

نتن یاهو له تفصیل ورکولو پرته ویلي، چې اسرایلو "همدا اوس شفا روغتون ته د تېل ورکولو وړاندیز وکړ" خو "هغوی رد کړی" دی.

په ورته وخت کې سلیوان له امریکايي خبري رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکا په "فعاله توګه" له اسرایلي، قطري او مصري چارواکو سره په خبرو بوخته ده چې د حماس لخوا نیول شوي ۲۴۰ اسرایلیان خوشې کړي.

په دغو تښتول شویو کسانو کې نهه امریکایان او یو بل بهرنی چې په امریکا کې د کار کولو حقوق لري هم شامل دي.

سلیوان ویلي، ولسمشر جو بایډن "تر هغې ارام نه کوي تر څو چې مونږ دغه تړون ترلاسه نه کړو چې له دغو تښتول شویو څخه هر یو یې په خوندي ډول بېرته کور ته راستانه شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن د خالي یا شنبې په ورځ د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره په خبرو کې د غزې د جګړې په اړه خبرې کړي چې په دغو خبرو کې د تښتول شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره هلې ځلې هم وې.

نتن یاهو سي ان ان ته ویلي، "مونږ ټول هغه څه کوو چې کولای یې شو او زه زیات شیان نشم ویلی" چې بندیان خوشې کړو.

خو د اسرایلو مشر په دوامداره توګه د امریکا دا وړاندیز رد کړی چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته دې د غزې او لویدیځې غاړې واک فلسطیني چارواکو ته پرېږدي.

نتن یاهو ویلي، کنټرول باید "له یو جوړ شوي ملکي ځواک" سره وي ځکه فلسطیني چارواکي "له حماس سره جګړه نه کوي" او دوی "خپلو ماشومانو ته له اسرایلو سره کرکه ښودلې."

خو نتن یاهو یو ځل بیا د حماس د اکټوبر د اومې نېټې په برید کې خپله د اسرایلو د ناکامي پر تور باندې له بحث کولو څخه ډډه کړې او ویلي یې دي چې،

"له جګړې وروسته به د داسې بحثونو لپاره کافي وخت وي."

بل پلو د اسرایلو یو پخواني پوځي استخباراتي مشر اېموس یادلېن چېنل ۱۲ ته ویلي، په غزه کې پر روغتونونو کنټرول به د حماس په ریښو وېستلو کې د اسرایلو د هدف لپاره مهم وي.

خو هغه وايي، دا به "زیات تکتیکي هوښیارتیا ته " اړتیا وي چې د ناروغانو، نورو ملکیانو او اسرایلي بندیانو له ژوبلېدو پرته داسې وکړي.

د اسرایلو پوځي چارواکي وايي، حماس په دې تورنوي چې وسلې یې د روغتونونو لاندې په تونلونو کې ځای پر ځآی کړي دي او د قوماندې مرکزونه یې د شفا او نورو روغتونونو لاندې جوړ کړی نو ځکه په قانوني توګه پرې پوځ برید کولای شي.

حماس او د روغتون کارکونکي دا ادعا ردوي.

د اسرایلو دفاعي ځواکونو د جمعې په ورځ په الشفا روغتون باندې ډزې هم رد کړي‌ او حماس یې تورن کړ چې هغه راکټ چې یې په اسرایلي سرتیرو باندې توغولی وو په روغتون لګېدلی.

بل پلو د فلسطین سرې میاشتې د القدس روغتون سره په ۲۰ میترۍ کې د اسرایلي ټانکونو خبر ورکړی چې له امله یې په روغتون کې ۱۴۰۰۰ راټول بې ځایه شوي کسان "سخت وېرېدلي."

فلسطیني چارواکو ویلي، چې د اسرایلو او حماس ترمنځ په روانه جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۱۰۰۰ واوښت چې کابو ۴۰ فیصده یې ماشومان دي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي، په فلسطین کې په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم وژل کېږي.

د دې راپور ځینې برخې د اسوسیېټېډ پریس، رویټرز او فرانس پریس څخه اخېستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG