پاکستاني رسنیو دعوه کړې ده چې نړیواله مالیاتي اداره (آی ایم ایف) اؤ پاکستان په کال کې د 9415 اربو روپو د ټېکسونو راټولولو د هدف پځای ساتلو باندې سلا شوي اؤ له دې وروسته به پاکستان کې د منځومانې کوم وړوکی بجټ مخې ته نه راوړل کیږي.
د آی ایم ایف اؤ پاکستان ترمنځ د قرضې د قسط لپاره مذاکرات دتېرو څو ورځو راهسې روان دي اؤ د دوشنبې یا ګل په ورځ پاکستاني رسنیو د محصولاتو راټولولو د مرکزي ادارې(ایف بي ار) دسرچینوله خولې دعوه کړې ده چې دې خبرو کې دواړو خواوې اتفاق ته رسېدلي دي چې د محصولاتو راټولولو کلیز هدف به پځای ساتل کیږي.
د ایف بي ار سرچینو ویلي چې نګران حکومت آی ایم ایف ته ویلي چې نوي ټیکسونه به نه لګوي اؤ د ټيکس د امدان سیوا کولو لپاره به دټیکسونو چارواکي انتظامیي اقدامات لا پسې غوره کوي
رسنیو د سرچینو له خولې ویلي د آی ایم ایف چارواکي خبر کړل شوي دي چې معیشت ته به دستاویزي شکل ورکړل کیږي اؤ حکومت د ټیکسونو د لمنې خورولو پلان هم لري.
آی ایم ایف ته ویل شوي چې پاکستان د مالي کال د د وړومبیو څلورو میاشتو لپاره ټاکل شوي ټول اهدف ترلاسه کړي دي اؤ په کال کې د 9415 اربو روپو د ټیکسونو راټولولو هدف به په اسانۍ سره ترلاسه کړي.
د پاکستان حکومت دعوه لري چې د آی اېم اېف پروګرام زياتره اهداف یې مکمل کړي او د جاج اخستنې خبرې په ښه توګه مخکې روانې دي.
څېړونکي د یوې اوونۍ نه د زیاتو ورځو راهیسې پېل شوو مذاکراتو ته په کتلو سره وايي، داسې ښکاري چې پاکستان به د مخکې په پرتله داځل د آی ایف د قرضې بل قسط زر تر لاسه کړي.
د تېر اګست میاشت کې د نګران حکومت لخوا د واک ترلاسه کولو وړاندې، د اتحادي حکومت په دوره کې پاکستان د آی اېم اېف نه د پخواني قرض پروګرام اخري دوه قسطونه په ډېر ځنډ سره ترلاسه کړي وو، او په اخر کې هغه پروګرام نيمګړې پاتې شوی ؤ.
تر دې وروسته پاکستان د روان مالي کال په جولاى مياشت د 3 اربه ډالرو قرض ترلاسه کولو لپاره، د آی اېم اېف سره د نهو میاشتو لنډ مهاله لوظنامه لاسلیک کړې وه چې اوله جاېزه یې د نومبر دمياشتې د لومړې هفتې نه روانه ده.
د اقتصادي چارو کارپوهه شهريار بټ وايي نړیوالې مالياتي ادارې له پاکستان څخه د مځکو په اخستو، خرڅولو او د توک پرچون کاروبار کونکو دوکاندارانو په امدن د ټېکس لګولو غوښتنه کړې ده
د وي او ای ډیوه خبریال ارشد حسین سره خبرو کې هغه ویلي،تر څو چې پاکستان د ټېکسونو جال پراخه نه کړي نو هر راتلونکی حکومت به د مالياتي تولې د ستونزې سره مخ کېږي او اوس ښه موقعه ده چې نګران حکومت دا کار وکړي ځکه چې دا حکومت پرشا سياسي پېټی یا بار نه لري .
د ملک د خزانې نګران وزيره شمشاد اختر هم ویلي چې د قرض پروګرام لاندې په ټولو اهدافو عمل روان دی او په وړومبۍ اقتصادي جاېزه کې د آی اېم اېف په ټولو شرطونو عمل ترسره شوی دی.
ددې جاېزې په سرته رسېدو سره به پاکستان ته د 70 کروړو ډالرو دوېم قسط ترلاسه شي او بيا په فرورۍ کې د دويمې جاېزې په بشپړه کېدو سره به پاتې د 1.2 اربو ډالرو د ترلاسه کولو وړتیا ولري.
Forum