د امریکې صدر جو بایډن ویلي چې د غزې په تړانګه کې روغتونونه باید خوندي شي او هغه هیله ښکاره کړې ده چې اسرایل به "د کمې مداخلې" کارروایي وکړي.
د دوشنبې/ګل په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته صدر بایډن ویلي هغه د روغتونونو دخوندیتوب اؤ د اسرایل له لوري د کمې مداخلې په اړوند د اسرایلي چارواکو سره په تماس کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې رپورټونه وایي د اسرایل ټانکونو د غزه د مرکزي هسپتال تر دروازو ورسیدلي اؤ د الشفاء روغتون نه بهر یې مورچې نیولي دي.
اسرایل وایي چې د حماس وسله وال د الشفاء روغتون لاندې خندقونه اؤ خپله مرکزي قومانده لري اؤ ناروغان د سپر یا ډال په توګه کاروي خوحماس د اسرایلي چارواکو دا دعوې ردوي.
د اکتوبر په اوومه د اسرایل په سویل کې د اسلامي فلسطیني ډلې حماس له برید وروسته اسرایل د حماس پر ضد خپله جګړه پیل کړې ده، د اسرایل د شمېرو له مخې په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شوي او ۲۴۰ نور یرعمل شوي اؤ غزې ته تښتول شوي دي.
د حماس وسله والې څانګې ویلي، دوی چمتو دي چې په غزه کې د پنځه ورځني اوربند په بدل کې تر ۷۰ پورې ښځې او ماشومان خوشې کړي.
په غزې کې د حماس د واک لاندې روغتیایي چارواکي وایي، په دغه جګړه کې تر ۱۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.
د غزې د روغتیا د وزارت ویاند اشرف القدره چې د دوشنبې په ورځ په الشفا روغتون کې و، وویل چې په تیرو دریو ورځو کې د غزې په شمال کې د روغتون د محاصرې او د بریښنا د نشتوالي له امله د دریو نویو زیږیدلو ماشومانو په ګډون ۳۲ ناروغان مړه شوي دي.
رویټرز خبري اژانس وایي لږترلږه 650 ناروغان لاهم د الشفا په روغتون کې دي طبي اسانتیاؤ ته په تمه دي.
د امریکې صدر جوبایډن خبریالانو ته وویل "زما هیله او تمه دا ده چې د روغتونونو په اړه به لږ مداخله کونکي عمل وي او موږ به له اسراییل سره په تماس کې پاتې شو".
هغه زیاته کړه: "همدارنګه هڅه کیږي چې د بندیانو د خلاصون په برخه کې وقفه ترلاسه شي او په دې اړه د قطریانو سره خبرې اترې روانې دي". "نو زه یو څه امید لرم مګر روغتونونه باید خوندي شي."
اسراییلو تیره میاشت د حماس پر ضد خپل کمپاین پیل کړ، هغه اسلامپاله ډله چې د غزې تړانګه اداره کوي او په رسمي توګه د اسراییلو ویجاړولو ته وقف شوی، وروسته له هغه چې د حماس وسله والو د اسراییلو په سویل برید وکړ چې ملکيان او سرتیري یې ووژل.
اسرایل وايي چې حماس روغتونونه د نظامي اهدافو لپاره کاروي او اسرایلي پوځ د دوشنبې په ورځ د هغه څه ویډیو او عکسونه خپاره کړل چې ویل کیږي د دې ډلې وسلې د رانتیسي روغتون په ساحه کې ساتل شوي.
د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتنیاهو د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، هېڅ داسې دلیل نشته چې د غزې له شفا روغتون څخه ناروغان ولې په خوندي توګه نشې ویستل کېدای خو وویل چې د حماس جنګیالي "ټول هغه څه کوي چې هغوی په خطرناک ډول وساتي."
اسرایلي مشر سي ان ان ته وویل، چې سل ناروغان له روغتون څخه ویستل شوي او په زرګونو هغه فلسطینیان چې سختو حالاتو کې یې ژوند کاوه په خوندي توګه د غزې ښار له جنوب څخه ویستل شوي دي.
خو د اسرایلو او حماس جګړه د غزې دغه لوی روغتون ته نېږدې روانه ده او د روغتون مشر محمد ابو سلمیه وویل، چې د روغتون ګرد چاپېره جګړه ده.
د وایټ هاوس د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان سي بي اس ټي وي ته وویل، چې امریکا " نه غواړي چې په روغتونونو کې جګړه شوي چېرې چې بې ګناه خلکو او ناروغانو سره طبي مرسته کېږي او مونږ په دې اړه د اسرایلو له دفاعي ځواکونو سره په دومداره خبرو کې یو."
ه ورته وخت کې سلیوان له امریکايي خبري رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکا په "فعاله توګه" له اسرایلي، قطري او مصري چارواکو سره په خبرو بوخته ده چې د حماس لخوا نیول شوي ۲۴۰ اسرایلیان خوشې کړي.
په دغو تښتول شویو کسانو کې نهه امریکایان او یو بل بهرنی چې په امریکا کې د کار کولو حقوق لري هم شامل دي.
سلیوان ویلي، ولسمشر جو بایډن "تر هغې ارام نه کوي تر څو چې مونږ دغه تړون ترلاسه نه کړو چې له دغو تښتول شویو څخه هر یو یې په خوندي ډول بېرته کور ته راستانه شي."
(ددې رپورټ ځېنې معلومات د رویټرز خبري شبکې نه اخستل شوي دي)
Forum