د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان بابراعظم د شورو- چارشنبې په ورځ د استعفی اعلان وکړ او وایي نور به د لوبډلې په هیڅ رنګه لوبو کې برخه نه اخلي.
تر بابر اعظم دوې ورځې وړاندې د پاکستان کرکټ لوبډلې د بالینګ کوچ یا روزونکي مورنې مارکل هم استعفی ورکړې وه. د جنوبي افریقې تېز بالر مارکل په تېره جون میاشت کې د پاکستان له کرکټ بورډ سره د شپږو میاشتو قرارداد کړی وو خو یوه میاشت مخکې یې استعفی ورکړه.
که څه هم بابر اعظم د کپنانۍ پرېښوولو څه سبب نه دی ویلی، خو ده دا استعفی په هند کې د کرکټ په روان ورلډ کپ سیالیو کې سېمي فاینل ته د پاکستان د لوبډلې له نه رسېدو وروسته ورکړې ده.
بابراعظم نن د پاکستان د کرکټ بورډ د نګران کمېټۍ له مشر ذکا اشرف سره په لاهور کې تر لیدو وروسته پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] باندې دا اعلان وکړ.
بابر اعظم په خپل لنډ بیان کې ویلي، په 2019م کال کې چې د پي سي بي له خوا د لوبډلې کپتان وټاکل شو، له هغه راهیسې یې په تېرو څلورو کلونو کې په میدان کې دننه او بهر ډېرې لوړې ځوړې لیدلې دي.
اعظم وایي د ده مقصد یواځې دا وو چې د زړه له تله او په بشپړه جذبه سره د کرکټ په نړۍ کې د پاکستان ویاړ او عزت وساتي:
"نن زه د کپتان په توګه له هر ډول فارمیټ څخه استعفی ورکوم، دا یوه ګرانه فیصله ده خو زه محسوس چې د دې اعلان لپاره دا مناسبت وخت دی".
بابر اعظم وایي له کپتانۍ پرته به هم په درېواړو فارمیټونو کې د پاکستان استازیتوب کوي او د نوي کپتان به نه یواځې ملاتړ کوي، بلکې تجربې به هم ورسره شریکوي.
په بابر اعظم باندې هغه وخت پر ټولنیزو او د پاکستان په ځایي رسنیو کې نیوکې زیاتې شوې چې په هند کې د کرکټ په روان ورلډ کپ کې د پاکستان لوبډلې ځینې مهمې لوبې وبایللې او سېمي فاینل ته ونه رسېده.
د ورلډ کپ په سیالیو کې پاکستان ټولې نهه لوبې کړې وه، خو پینځه یې بایللې وې، تر ټولې زیاتې نیوکې ورباندې د دوو لوبو له کبله شوې وې، لومړی چې د هند لوبډلې په اوو وکټونو ماتې ورکړې او دویم چې افغان لوبډلې ماته ورکړه.
Forum