لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا قرارداد د غزې په جګړه کې د "وقفو" غوښتنه کړې خو اسرایل سمدستي رد کړې


د ملګرو ملتونو امنیت شورا له څو اوونیو وروسته په دې وتوانېده چې د اسرایل او حماس د جګړې تر یوه میاشت یوه اوونۍ تېرېدو وروسته یې یو قرارداد منظور کړ او په هغه کې یې غوښتنه وکړه چې په غزه کې دې خصوصاً د ماشومانو د ژغورنې لپاره "اوږدمهالې بشردوستانه وقفې" وشي، خو اسرایل یې غوښتنه سمدستي رد کړې ده.

د امنیت شورا په 15 غړو هېوادونو کې 12 د صفر په مقابله کې د قرارداد په حق کې رایې ورکړې دي، خو امریکې، برتانیې او روس پکې برخه نه ده اخیستې.

امریکې او برتانیې له دې کبله پکې برخه نه ده اخیستې چې په قرارداد کې د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس برید نه دی غندل شوی او روس له دې کبله رایه نه ده ورکړې چې په جګړه کې یې د بشردوستانه ډزبندۍ غوښتنه نه وه منل شوې، اسراییل او امریکې یې مخالفت کړی وو.

دغه تازه منظور شوی قرارداد مالټا وړاندې کړی وو، د مالټا سفیرې وېنیسا فرازېر غونډې ته ویلي، د قرارداد مسوده چې دوی وړاندې کړې وایي دا د جګړې "په دې تیاره وخت کې د هیلو په لټه" دی:

"د دې [قرارداد] مقصد دا دی چې په غزه کې له اوسني ډاروونکي خوبه د خلاصون ډاډ تر لاسه کړي او ټولو اغېزمنو کورنیو ته هیله ورکړي. په ځانګړې توګه دا د هغو ماشومانو حالت ته پاملرنه کوي چې په جګړه کې بند پاته دي یا یرغمل شوي دي."

قرارداد په غزه کې "د بشردوستۍ د وقفو او لارو د غزولو" غوښتنه کړې چې وایي بشري مرستو ته اجازه ورکړل شي، مهمې زیانمنې شوې اډاڼې لکه روغتونونه، د اوبو کوهي او بېکرۍ بیرته ورغول شي او د ناروغانو خصوصاً ماشومانو د ایستلو لار برابره شي.

په قرارداد کې د ډزبندۍ څه ذکر نه دی شوی او نه پر اسرایل د حماس د اووم اکتوبر برید یاد شوی خو غوښتنه شوې چې د حماس او نورو ډلو له خوا یرغمل شوي ټول کسان په ځانګړي توګه ماشومان دې "سمدستي او بې له شرطه" خوشي کړل شي.

د اسرایل استازي بریټ جوناتن میلر امنیت شورا ته ویلي، د دوی حکومت هیڅ داسې قرارداد ته اړتیا نه لري چې پکې د نړیوالو قوانینو عملي کول ور یاد کړل شي او د ده په وینا حماس به بېخي د دې قرارداد "د لوستلو زحمت هم ونه کړي."

جوناتن میلر ویلي له همدې امله دا قرارداد په جګړه کې پر مځکنیو حالاتو هیڅ اغېز نه شي کولای، وایي‌ "زموږ د یرغمل شویو کسانو خپلو کورونو ته راوستل د اسرایل لومړیتوب دی".

په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیرې لینډا تامس ګرینفیلډ د قرارداد د هغو برخو هرکلی کړی چې وایي د یرغمل شوو کسانو د خوشي کېدو، غزې ته د بشري مرستو لپاره د وقفو او د جګړې له ښکېلو غاړو د نړیوالو قوانینو د خیال ساتلو غوښتنه کوي، خو پر دې یې خفګان ښکاره کړی چې وایي پر اسرایل د حماس د وحشیانه بریدونو ذکر او غندنه یې نه ده کړې.

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفیر ګیلاد ایردان په یو جلا بیان کې ویلي، دا قرارداد له حقیقته لرې او بې معنا دی. هغه پر امنیت شورا نیوکه کړې چې وایي د حماس په غندلو کې ناکامه شوې ده.

ګیلاد ایردان ویلي حماس په قصدي ډول په غزه کې د بشري حالت خرابېدو ته اجازه ورکړه، وایي مقصد یې دا وو چې ملګري ملتونه به پر اسرایل فشار راوړي چې له غزې پټۍ ووځي.

د اسرایل او حماس د جګړې له پیلېدو راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پینځمه هڅه وه چې په 40 ورځنۍ جګړه کې د یو ډول ډزبندۍ غوښتنه کوي. پخواني څلور قراردادونه د ویټو یا ردېدو او یا د لانجمنو اختلافونو له کبله نه وو منظور شوي.

په قرارداد کې پر اسرایل د حماس د برید ذکر نه دی شوی چې پکې 1,200 اسرایلي وګړي‌ وژل شوي او 240 یې یرغمل کړي او نه حماس ته د اسرایل غبرګون او پر غزې پټۍ هوایي او مځکنۍ بمبارۍ یادې شوې چې د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا تر 11,000 زیات کسان پکې وژل شوي دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي‌ خبري ایجنسۍ اخیستل شوي‌ دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG