لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو او ایمنیسټي انټرنېشنل یو ځل له پاکستانه غوښتي د افغان کډوالو په زور شړل او ځورول دې ودروي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر او ایمنیسټي انټرنېشنل له پاکستانه د لکونو افغانانو پر شړلو ژوره اندېښنه ښکاره کړې او له دوی سره یې د پاکستاني امنیتي ادارو چلند د نړیوالو قوانینو خلاف بللی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر ترک وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په وخت له هغوی سره د نګران حکومت او امنیتي ادارو نامناسب چلند، ناقانونه نیولو او بندي کولو، له هغوی د ملکیتونو، شخصي توکو او پېسو اخیستلو په اړه رپوټونو اندېښمن کړی دی.

وولکر ترک د نومبر پر 15مه په یو بیان کې ویلي، د پاکستان د حکومت دا چارې په دې هېواد کې له څو لسیزو راهیسې د لوی شمېر افغان کډوالو د "روایتي او سخاوتمندانه کوربتوب" سره خلاف دي.

پاکستان په خپل هېواد کې مېشتو بې اسناده بهرنیانو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې د وتلو وخت ورکړی وو، له هغه وروسته یې په زرګونو کډوال چې زیات یې افغانان دي په زوره شړلي او په لکونو نور د امنیتي ادارو د نیولو له ډاره په خپله افغانستان ته تللي دي.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د نومبر پر 15مه په یوه خط کې په پاکستان کې افغان کډوالو د ځورولو، نیولو او له دې هېواده د جبري ایستلو د بهیر د سمدستي درېدو غوښتنه کړې ده او دا یې د نړیوالو ژمنو سرغړونه بللې ده.

ایمنیسټي انټرنېشنل په خپل خط کې ویلي په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو د ځپلو او خپلسره نیولو لړۍ تېزه شوې ده چې وایي له کبله یې د ډېرو کورنیو غړي، ماشومان، ښځې، نارینه او سپین ږیري یو له بله جلا شوي دي.

په خط کې د هغو افغان کډوالو د خوشي کېدو غوښتنه شوې ده چې د اسنادو د نه لرلو په تور د پاکستان امنیتي ادارو نیولي او په بېلابېلو زندانونو کې بندیان دي، خو تر اوسه نه ده معلومه چې پاکستان څومره افغانان په دې تور نیولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي اکثریت کډوالو د نیول کېدو له ډاره پاکستان پرېیښی دی. د دې ادارې د بشري حقونو د ادارې مشر وولکر ترک وایي، اکثریت افغانان ډارېږي چې په زوره به له خپلو کورونو او دندو وشړل شي ځکه د غربت باوجود خپل هېواد ته ستنېږي:

"د مهاجرینو نیول باید اخري انتخاب وي او له دې باید د جبري ستنولو لپاره کار وانه خیستل شي. کله چې د ماشومانو او نورو اغېزمنېدونکو خلکو خبره کېږي، باید په بشپړ ډول د [مهاجرینو] له بندي کولو ډډه وشي".

پاکستاني چارواکو ویلي وو رجسټر افغانان په خپله خوښه له پاکستانه وتلای شي او په زور یې نه شړي خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وایي داسې رپوټونه یې هم ترلاسه کړي چې پاکستاني چارواکو اسنادو لرونکو ته هم پام نه دی کړی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمیشنر له پاکستانه غوښتي د افغان کډوالو ستنول دې بند کړي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو په اړه شکایتونو په اړه دې تحقیق وکړي.

ایمنیسټي انټرنېشنل ویلي افغان کډوالو ته باید موقع برابره شي چې په پاکستان کې یې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو موده وغزول شي، ځکه چې وایي په دوی کې اکثر هغه افغانان خصوصاً د بشري حقونو فعالان، ښځې، خبریالان او د مذهبي اقلیتونو خلک شامل دي چې په افغانستان کې له خطر سره مخ دي.

ایمنیسټي انټرنېشل له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو پر چلند هم نیوکه کړې او ویلي یې دي پاکستان د زیات شمېر افغان کډوالو کورونه نړولي او د دوی جایدادونه یې ضبط کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG