د اسرايل پوځ د جمعې په ورځ لويديځه غاړه کې د درو وسله والو په ګډون پينځه فلسطينيان وژلي، د غزه په پټۍ کې روانه جګړه کې د تشدد پېښې سېوا شوي دي.
د اې پي خبري ادارې ترمخه، په اسرايل د حماس د اووم اکتوبر د حملې وروسته غزه کې جګړه پیل شوې او په لوېديځه غاړه کې د وژل شوو فلسطينيانو شمېره 205 ته رسېدلې ده.
اسرايل وايي، په غزه کې د واکمنه ډلې حماس او لوېديځه غاړه کې فعالو وسله والو ډلو پرضد عمليات کوي، خو د بشري حقونو تنظيمونه وايي اسرايل داسې ګامونه اخلي چې پکې چاپې وهل کيږي کورونه ورانول کيږي او ګرفتاريانې شامل دي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د فلسطیني مسلح ډلې حماس د حملې وروسته اسرایل غزه محاصره کړې ده. په اسرایل د حماس په حمله کې د 1200 نه زیات کسان وژل شوي د 200 نه زیات نور کسان حماس یرغمال کړي دي.
د حملې په بدل کې اسرایل د حماس خلاف د جنګ اعلان کړی دی او په غزه کې یې د حماس په ضد د ځمکې او د فضا نه حملې شروع کړي دي.
د اسرایل په حملو کې د غزه د صحت وزارت چارواکي وايي د 11000 نه زیات کسان وژل شوي دي چې 40 فیصد په کې ماشومان مان دي.
د خبريالانو په وينا، په سيمه کې تازه تشدد د زيارت يا پنجشنبې د شپې څخه وروسته پيل شوی کله چې اسرايل د جېنين ښار کډوالو ښار ته بلډوزرې بوتللي او د ودانيو په سرونو یې سنايپرز کښېنولي دي.
ويل کیږي په ځينو ځايونو کې جګړې روانې دي چې پکې د حماس د وسله والو سره جګړې هم شامل دي.
د اسرایل پوځ وايي، په يو ځای کې یې د اسرایل جنګي الوتکو وسله وال په نخښه کړي په کوم ځای کې چې په اسرايلي ځواکونو چاودېدونکي مواد ويشتل کېده، ويل شوي په هغه ځای کې درې وسله وال وژل شوي او يوې اسلامي جنګي ډلې دعوه کړې وژل شوي کسان یې غړي دي.
د فلسطين د صحت محکمې چارواکو ويلي، لږ تر لږه 15 کسان ژوبل شوي د څلور روغتيايي حالت پکې سخت دی. ويل شوي په لويه شمېره کې فلسطينيان د ابن سینا روغتون حادثاتې څانګې ته تللي خو اسرایلي ځواکونه پسې وو.
د روغتون ډاکټر توفيق الشبکې ويلي، سهار په څلور بجې د اسرايل پوځي ګاډو روغتون په ګېره کې اخستی او طبي عملې ته یې د بهر وتلو امر کړی، خو د طبې عملې يوه وړه ډله بهر وتلې او د اېمرجنسي يا حادثاتي کمرې څخه يو ډاکټر هم بهر نه دی وتلی.
د جېنين کډوالو کېمپ چې ګڼه ابادي لري د وسله والو د مرکز په توګه پېژندل کيږي، او د اسرايل او حماس د جګړې پېل کېدو په نزدې شپو کې پکې بريدونه ليدل شوي دي.
خو الشبکي ویلي، دا لومړی ځل دی چې اسرايلي پوځ د روغتون د بېړنۍ څانګې عملې د ټوپک په زور امر کړی چې ووځي.
اسرایل ویلي پوځ يې په اېمبولنسونو کې پټو وسله والو پسې روغتون رسېدلی دی، دغه رنګ دعوه په غزه کې هم د وسله والو پرضد شوې ده.
د اسرایل پوځ ویلي، د جمعې په ورځ یې د جنوبي ښار نيبرون سره نزدې دوه فلسطينيان وژلي دي. دغه پېښه وروسته چې درېو فلسطينيانو په لويديځ بېنک کې د اسرايل يو پوځي وژلی او درې ژوبل کړي وو وړاندې له هغې چې هغوی وژل شوي وو.
یادونه:- د خبر معلومات د اې پي خبري ادارې څخه اخستل شوي دي.
Forum