لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزې جګړې د بندېدو په هیله، پنځه مسلمان خارجه وزیران چین ته تللي دي


د چین خارجه وزیر د ګل/دوشنبې په ورځ په بجېنګ کې د څلورو مسلمانو خارجه وزیرانو هرکلی وکړ او ویې ویل چې چین به په عربي او اسلامي ملکونو کې "زمونږ له وروڼو او خوېندو سره" په دې کار او کوښښ وکړي چې په غزه کې جنګ ژر تر ژره ختم کړی شي.

د سعودي عرب، مصر، اردن، د فلسطیني انتظامیې او د انډونېشیا خارجه وزیرانو د غزې د جنګ ختمېدلو دپاره سفارتي هلې ځلې شورو کړي او د ملګرو ملتونو د سېکوریټي کونسل پېنځو دایمي غړو ملکونو د دورې په ترڅ کې، اول د چین پایتخت بجېنګ ته تللي دي. دا سفر د چین زیاتېدونکی جیوپولیټيک اثررسوخ او همدا راز د فلسطینیانو د ملاتړ په برخه کې د چین اوږدمهاله دریځ څرګندوي.

بجېنګ ته تللو پېنځو مسلمانو خارجه وزیرانو د ګل/دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې ضروري ده په غزه کې "د پوځي [کاروایۍ] اضافه" دې ختمه کړی شي څو د یو دایمي امن د هدف په لور یوه سیاسي پروسه مخې ته ولاړه شي. د سعودي عرب د خارجه وزارت د بیان ترمخه، چې په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې خپره شوې ده، دغو وزیرانو دا هم ویلي چې "اسرایلي قبضه کوونکي دې په غزه پټۍ او مقبوضه لوېدیځه غاړه کې د ښکاره خلاف ورزیو او جرمونو په خاطر د بازخواست لاندې ونیولی شي."

د چین خارجه وزیر وانګ یي بجېنګ ته ورغلو بهرنیو وزیرانو ته وویل، دا چې هغوی فیصله کړې ده خپله دوره د بېجنګ نه پیل کړي، دا یې د چین په اولس باندې لوړ باور څرګندوي.

وانګ د خبرو نه وړاندې په یو ریاستي مېلمستون/ګېسټ هاوس کې مېلمنو سفارتکارانو ته وویل: "چین د عربي او اسلامي ملکونو یو ښه ملګری او ورور دی. مونږ همېش د عربي او اسلامي ملکونو د جایز حقونو او مفاداتو کلک حفاظت کړی دی او همېشه مو د فلسطینیانو د منصفانه مقصد کلک ملاتړ کړی دی."

چین د ډېر پخوا راهېسي د فلسطینیانو ملاتړی پاته شوی او په مقبوضه سیمو کې یې د آبادکاریو د غځولو په خاطر همېشه په فوري توګه اسرایل غندلی دی.

چین د اکټوبر په ۷مه نېټه په اسرایل باندې د حماس ابتدایي حمله سمدستي ونه غندله. د حماس په حمله کې، د اسرایلي ذرائعو په بنیاد، قریب ۱۲۰۰ کسان ووژل شول چې امریکا او نورو ملکونو هغه د ترهګرۍ یو عمل وبللو.

خو د دې باوجود، چین د اسرایل سره اقتصادي تعلقات لري چې ورځ تر بلې پراخیږي.

د سعودي عرب خارجه وزیر شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود په غزه کې د سمدستي ډزبندۍ او غزه پټۍ ته د بشري امداد او مرستې د داخلېدو غوښتنه وکړه.

هغه وویل: "زمونږ مخې ته لا هم خطرناکې پېښې راروانې دي، او یو فوري بشري بحران چې یو نړېوال حرکت ته ضرورت لري چې د هغه مقابله وکړي."

د سعودي خارجه وزیر زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د سېکوریټي کونسل له خوا د جاري شوي قرارداد قدر کوي. په هغه قرار داد کې په غزه کې د بشري ملحوظاتو په بنیاد د فوري او غځول شوې ډزبندۍ غوښتنه شوې ده. د سعودي خارجه وزیر مګر وویل چې "مونږ لا زیاتو هلو ځلو او همکاریو ته ضرور لرو."

تر دې وړاندې، د عربي او اسلامي ملکونو مشرانو په یوه نایابه مشترکه ناسته کې چې د عرب لیګ او د اسلامي همکاریو د تنظیمونو له طرفه تېره هفته سعودي عرب کې جوړه شوې وه، د فلسطینیانو په ضد "د اسرایل ظالمانه تیری یا جارحیت" وغندلو.

د اسلامي همکاریو د تنظیم (او آی سي) سېکرېټري جنرل حسین براهېم طه هم د پنځو مسلمانو خارجه وزیرانو سره د چین په سفر تللی دی.

چین – چې د امریکا نه پس د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد ګڼل کیږي – په دې وروستو کې ورځ تر بلې په نړېوالو مسایلو کې آواز پورته کوي او آن په ځینو مسئلو کې نېغ په نېغه ځان ښکېل کوي، خو په احتیاط سره.

په مارچ میاشت کې بجېنګ د سعودي عرب او ایران ترمنځ د تعلقاتو د ښه کولو د یوې لوظنامې وساطت یا منځګړیتوب وکړ چې ترمخه یې ریاض او تهران پس د اوو کلونو نه خپل منځي تعلقات بحاله کړل. پخوا به دغسې منځګړیتوبونه د امریکا یا روس په شان سترو طاقتونو کول.

په غزه پټۍ باندې د اسرایل انتقامي حملو تر اوسه، د فلسطیني صحت چارواکو په وینا، څه باندې ۱۱۵۰۰ کسان وژلي دي او ویل کیږي چې ۲۷۰۰ نور ورک دي او یا شاید د ملبو لاندې شوي وي.

په چین کې د اسرایل سفیرې اېرېت بن ابا د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې ملک یې د نړېوالو تنظیمونو سره په همکارۍ، په کافي اندازه بشري امداد غزې ته ورپرېږدي. هغې زیاته کړله چې "په دې برخه کې په اسرایل باندې فشار راوستل، سیاسي مقاصد ترشا لري او د ضرورت وړ بشري امداد پورې هېڅ اړه نلري.

د اسرایل سفیرې دا امید هم وښود چې د سېکوریټي کونسل بیان دې یو اړخیز نه وي، او توقع لري داسې یو بیان جاري شي چې د حماس په قبضه کې "د یوې ډزبندۍ پرځای، د ۲۴۰ یرغمل شوو کسانو د بلاقید و شرط آزادېدو" غوښتنه دې په کې وشي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG