لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل وايي، د غزې روغتون لاندې یې تونل موندلی او حماس تښتول شوي کسان په روغتون کې ساتل خو حماس دا دعوه ردوي


واشنګټن - اسرایلي چارواکي وايي، دوی ثبوت لري چې حماس د غزې په شمال کې له شفا روغتون څخه د خپلې قوماندې د مرکز په توګه کار اخېست خو حماس دا ادعا په وار وار رد کړې ده.

دوی هغه تونل وښوده چې زینه یې درلودله، لس متره ژور و او د ځمکې لاندې له یو بل ۵۵ متره تونل سره نښتی و چې په پای کې یې یوه درنه دروازه وه.

اسرایل وايي، دوی ثبوت لري چې د امریکا لخوا ترهګر ګرځول شوې حماس ډلې په روغتون کې بندیان پټ کړي وو.

د اسرایلي بندیانو نوا مرسیانو او یهودېت ویس مړي د روغتون په ځای کې تېره اونۍ موندلي وو.

حماس وايي، مرسیانو د اسرایل په برید کې وژل شوې وه خو د اسرایل رنځ پوهان ادعا کوي چې اسرایلۍ عسکره په هوايي برید کې ژوبله شوې وه خو په بله پېښه کې وژل شوې.

د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند ډنیل هېګاري وايي،

"د هغو استخباراتي معلوماتو له مخې چې مونږ یې لرو او باوري معلومات دي هغه دا دي چې د حماس ترهګرو نوا شفا روغتون ته وړې وه او بیا ژر وژل شوې وه."

د اسرایل د پوځ ویاند همدارنګه د څار کمرو هغه ویډیوګانې هم ښودلي په کومو کې چې یو د نیپال او یو د تالېنډ تښتول شوي کسان په روغتون کې لیدل کېږي.

هغه وايي، دغه ویډیوګانې یې د اړوندو هېواودنو ډپلوماټانو ته ښودلې دي.

د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند ډنیل هېګاري وايي،

"حماس برمته شوي کسان د روغتون ځای ته وړي دي. حتی نه ښکاری چې درملنې ته به اړتیا لري خو دوی یې روغتون ته ننباسي. زه به اوس دا ویډیو شریکه کړم چې همدا تښتول شوي کسان له وسلوالو سره روغتون ته ننویستل کېږي. ترهګر د روغتون دننه دي."

اسرایل وايي، لږ تر لږه ۲۲ بندیان له تایلېنډ څخه دي چې باور دی یوې ښځې پکې په بند کې ماشوم هم زېږولی.

په شفا روغتون کې ۳۶ مخکې له وخته زېږېدلي ماشومان دي او ډاکټران روغتون ته د اسرایلي ځواکونو په ورننوتلو د هغوی د ژوند په اړه اندېښنه لري.

د اسرایلي ځواکونو ویاند ویلي، اسرایل د ملګروملتونو له ټیمونو سره په ګډه کار کړی او روغتون ته یې د ساه ورکولو ماشینونونه یا انکیوبېټرونه استولي چې د غزې جنوبي برخو او بیا مصر ته د دغو ماشومانو په ویستلو کې مرسته وکړي.

د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت ویلي، پنځه ماشومان په لاره کې مړه شوي دي.

اسرایلي چارواکي وايي، دوی تر اوسه هم د حماس د تونلونو ټول جال نه دی موندلی.

که څه هم اسرایلي پوځ د حماس په سلګونو جنګیالي وژلي خو په دې باور دي چې په زرګونو نور لا تر اوسه هم د غزې لاندې په تونلونو کې پټ دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG