لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قطر په منځګړیتوب، اسرایل او حماس د څو ورځې ډزبندۍ په سر تړون ته نږدې شوي – ذرائع


روئټرز خبري ادارې د یوې باخبره سرچینې له قوله د نهې/سې شنبې په ورځ [د نوامبر ۲۱مه] رپوټ ورکړ چې د اسرایل او حماس ترمنځ، د یرغمل شوو کسانو د خوشې کېدو او جګړه کې د څو ورځېنۍ ډزبندۍ په خاطر، د قطر په وساطت یو تړون آخري پړاوونو ته رسېدلی دی.

روئټرز د سرچینې له قوله لیکلي دي چې د تړون ترمخه به شاوخوا ۵۰ تنه غیرپوځي یرغمل کسان د حماس له خوا آزاد شي او همدا شان به د اسرایل د بند نه فلسطیني ښځې او ماشومان آزاده شي.

د نهې/سې شنبې په ورځ د حماس ډلې مشر اسماعیل هنیه هم روئټرز ته وویل چې هغوی د اسرایل سره د ډزبندۍ په سر تړون ته ډېر نږدې شوي دي.

تر دې وړاندې، وایټ هاوس هم ویلي و چې د حماس په ولقه کې د څه باندې ۲۳۰ یرغمل شوو کسانو د آزادېدو دپاره هوکړې ته ډېر نږدې شوی دی.

بل اړخ ته اسرایل په عمومي توګه په دې برخه کې د څه ویلو نه ډډه کړې ده.

په همدې حال کې د اسرایلي قواوو او حماس ډلې ترمنځ جګړه اوس د غزې په شمال کې د جبلیه کډوالو کېمپ او انډونېشیایي روغتون ته څېرمه دوام لري.

تېره هفته د الشفا روغتون نه پس، اوس د غزې بل صحي مرکز، انډونیشیایي روغتون د اسرایلي قواوو د حملې لاندې راغلی دی.

کله چې وي او اې د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل له ترجمان جان کربي نه په هسپتالونو باندې د حملو په اړه پوښتنه وکړه، هغه وویل، "مونږ نه غواړو چې هسپتالونه د جګړې میدان وګرځي."

کربي زیاته کړه چې هغه پوهېږي هسپتالونه د داسې مریضانو ډک دي چې تښتېدلی نشي، او ډاکټران او نرسان هڅې کوي د هغوی درملنه وکړي. خو د کربي په وینا، د اسرایل دپاره مسئله د تولې ساتلو ده، ځکه حقیقت دا دی چې حماس د خپلو وسله والو دپاره هسپتالونه د ډال یا سپر په حیث استعمالوي.

وي او اې په جاکارټا کې د مېر – سي (MER-C) تنظیم له مشر ډاکټر ساربیني عبدالمراد سره خبرې وکړې کوم چې په غزه کې یې انډونېشیایي روغتون جوړ کړی.

عبدالمراد په غزه کې د انډونېشیایي روغتون حال داسې بیان کړ: "هغوی (اسرایلي عسکرو) په درېیم چت حمله وکړه. آی سي یو برخه ګډه وډه شوې، ډېرو کسانو ته زیان رسېدلی. څه باندې ۷۰۰ تنان سخت زخمیان دي او ۱۲ تنه مړه شوي دي، په شمول د دوه ډاکټرانو، که مې غلط کړی نه وي، یو یې سرجن دی."

د صدر بایډن دریځ

د ګڼ شمېر عامو فلسطینیانو د وژل کېدو په خاطر چې څه زیاتېدونکی قهر او مایوسي نړۍ کې پیدا شوې ده، له امله یې د امریکا صدر جو بایډن د ملک دننه او بهر کې د زیاتېدونکي فشار لاندې راغلی دی.

د حماس واک لاندې صحت وزارت وایي چې د تېرې میاشتې راهېسي څه باندې ۱۳۰۰۰ فلسطینیان د اسرایلي قواوو په حملو کې وژل شوي دي.

صدر بایډن ویلي چې د دې جنګ د ختمېدو نه پس، په کار ده چې غزه او لویدیځه غاړه د فلسطیني انتظامیې له طرفه سمبالې شي، نه د حماس له طرفه، کوم چې امریکا ورته ترهګره ډله وایي.

د مېډل اېسټ انسټیټیوټ یو څېړونکي، برایان کټولېس وي او اې ته وویل، د هغه په خیال بایډن د شریکولو دپاره ځیني اهم نظریات لري، مګر اوس دستي په دې باندې چې د جګړې نه پس څه باید وشي، نه په خطه کې اتفاق شته او نه د اسرایل او امریکا ترمنځ.

برایان کټولېس زیاته کړه: "امریکا دا هم وایي چې ممکن د خطې د ملکونو یو قسمه عرب ځواک وي چې د څه وخت دپاره د غزې په ساتلو کې مرسته وکړي، خو د اکثرو عربي ملکونو خارجه وزیرانو، په شمول د اردن، دا نظر رد کړی دی."

حماس ډلې د اکټوبر په ۷مه په اسرایل ناڅاپي حمله وکړه چې په نتیجه کې یې، د اسرایلي ذرائعو مطابق، ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ تنان نور غزې ته یرغمل یووړل شول. د هغه نه پس اسرایلي ځواکونو د حماس خلاف جوابي کاروایي شورو کړله چې دغه پوځي عملیات تر اوسه په غزه کې دوام لري.


په دې رپوټ کې د اې پي خبري ادارې نه هم معلومات اخېستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG