لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزير او د پي ټي اېم د مرکزي کابینې یو بل غړی په ضمانت خوشي شوي دي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ او قامي اسمبلۍ غړی علي وزير خوشی کړی شوی دی، نوموړی په 14نومبر د بلوچستان صوبې څخه بيرته ستنېدو په مهال د ډېره اسماعيل خان د درابڼ پوليسو نيولی وو.

د علي وزير وکیل اسد عزيز وي او اې ډیوه ته تاييد کړې، په څلورو مقدمو کې د علي وزير ګرفتاري ښکاره کړی شوې وه خو په څلورو واړو مقدمو کې یې ضمانتونه منظور شوي او خوشي کړی شوي دي.

نوموړي وکیل وويل، په علي وزير دوه مقدمې د ډېره اسماعيل خان او دوه د ټانک ښکاره کړی شوې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ویلي، د علي وزیر سره د غورځنګ د بل فعال زينت الله هم په ضمانت د جېل څخه خوشی دی.

علي وزير په 13م نومبر د افغانستان سره په پوله د بلوچستان صوبې سرحدي ښار کې د چمن پرلت ته په وينا کې ويلي وو، په افغانستان کې واکمنه طالبان باید د دواړو هېوادونو ترمنځ په پاسپورټ د سفر کولو خلاف له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

هغه ويلي وو، "مونږ نه ډېورنډ لاين (د پاکستان او افغانستان ترمنځ کرښه) منو، نه دې پاسپورټ منو او نه دې بل څه منو، مونږ د لوی افغانستان خلک وو، يو او اينده به یو".

په چمن کې احتجاجي پرلت د پاکستان لخوا په پوله په پاسپورټ د تګ راتګ د پرېکړې پرضد روان دی.

علي وزیر د روان کال اګست په 18مه نېټه په اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې وروسته نیول شوی او په هغه یو شمېر مقدمې درج کړی شوې وې چې پکې د بغاوت، ترهګرۍ ، بغیر د اجازې د جلسې کولو او په ټولنیز رسنیو د ریاست خلاف د بیانونو مقدمې شاملې وې خو وروسته بيا په ضمانت خوشی شوی وو.

له دې وړاندې په کال 2019م کې د خړ کمر د پېښې وروسته هم علي وزیر او محسن داوړ نیول شوي وو او وروسته په کال 2020م کې په کراچې ښار کې یوې جلسې ته د وینا کولو وروسته علي وزیر د بغاوت په تور یوه مقدمه کې نيول شوی وو او خواوشا 26 مياشتې وروسته له زاندنه په ضمانت خوشی شوی وو.

د علي وزير نه وړاندې په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نور الله ترين د اکتوبر د میاشتې په څلورمه نيول شوی، د يوې مياشتې دپاره د تهري اېم پي او قانون لاندې ګرفتار کړی شوی او بيا د نومبر په درېمه پوليسو د نور الله په لسو نورو مقدمو کې ګرفتاري ښکاره کړې او هغه تراوسه په زندان کې دی.

د دې نه علاوه د پي ټي اېم درې فعال عید رحمان،زکیم مداخېل او ګیلمن وزیر د مې میاشتې په ورستیو کې د شمالي وزیرستان نه نیول شوي او پي ټي اېم وايي، تر دې مهال عدالت ته نه دي وړاندې کړل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG