لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر وایي د اسرایل او حماس تړون به د جمعې په سهار اووه بجې عملي کېږي او یرغمل کسان به خوشي کېږي


قطر وایي د اسرایل او حماس تر منځ د جګړې د ډزبندۍ تړون به د جمعې په سهار په ځایي وخت اووه بجې پیل کېږي او له هغه وروسته "چې څومره زر ممکنه وي" مرستې به غزې ته رسېږي.

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مجید الانصاري دا علان نن په دوحه کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وکړ. هغه وویل له ټولو ښکېلو اړخونو سره نن تر وروستیو خبرو وروسته دا پرېکړه وشوه، وایي په دوحه کې دا غونډه "په مثبته فضا" کې وشوه.

کله چې دا تړون وشو تمه کېده چې ډزبندي به سمدستي وشي، خو د ډزبندۍ د عملي کېدو تر وروستۍ ورځې پورې لا پر دې کار روان دی چې په دې اړه تفصیلاتو ته ترتیب ورکړل شي.

الانصاري وایي د ملکي یرغمل شویو کسانو لومړۍ ډله به د جمعې په مازدیګر په ځایي وخت څلور بجې پرېښوول کېږي او سپارل کېږي، وایي په هغوی کې به 13 ښځې او ماشومان هم وي.

ټاکل شوې چې د تړون په نتیجه کې به سبا هغه فلسطینیان هم په ټاکلي وخت خوشي کېږي چې د اسرایل په جېلونو کې دي خو د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د هغوی کره شمېر نه دی ښوولی.

اسرایل او حماس نن د نومبر پر 22مه سهار تر خپل منځ د ډزبندۍ لپاره د هغه تړون کولو اعلان وکړ، چې په بنیاد به یې د حماس له یرغمل کړو کسانو څخه 50 ښځې او ماشومان د پنجشنبې- زیارت په ورځ خوشي کېږي او اسرایل به هم "له خپلو زندانونو 150 بندي فلسطینۍ ښځې او ماشومان خوشي کوي".

د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ویانده په خبري غونډه کې وپوښتل شول چې آیا دا تړون به د جګړې په ټولو محاذونو کې عملي کېږي، هغه یې په جواب کې وویل، دا وقفه به یواځې "تر غزې پټۍ محدوده" وي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ویانده دا پوښتنه هم وشوه چې ایا په مذاکراتو کې د اسرایل او حماس تر منځ داسې څه احساس هم وو چې ګواکې دواړه اړخونه دایمي ډزبندي غواړي، مجید الانصاري یې په جواب کې وویل:

"موږ چې څه احساس کړي دا دي چې دوی دې ته خورا ژمن دي، زموږ مقصد دا دی چې دې تړون ته رسېدل او نورو وقفو ته لاره برابرول دي چې ورسره دا جګړه ختمه شي".

د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس د برید یوه نیمه میاشت وشوه او د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو او ګڼ شمېر هېوادونو بیا بیا غوښتنه کوله، چې په جګړه کې دې ډزبندي وشي خو اسرایل یې غوښتنه بیا بیا ردوله.

اسرایلي چارواکي وایي د حماس په بریدونو کې شاوخوا 1,200 اسرایلي وګړي وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي، بل لور ته پر حماس د جوابي بریدونو په ترڅ کې هم په غزه کې زرګونه کسانو ته مرګ وژله اوښتې چې د فلسطیني چارواکو په وینا د وژل شویو شمېر تر 14,500 اوښتی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG