د افغانستان سره په پوله پرته د پښتونخوا قبایلي ضلع باجوړ کې د هدفي وژنې یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده اؤ پولیس وایي نامعلومو وسله والو په یونس خان نومې تن ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.
د خالي یا شبنې په ورځ د سیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د باجوړ د ماموند تحصیل په لغړي سیمه کې هغه مهال مخې ته راغلې چې نامعلومو وسله والو په یونس خان نومې یو تن ناتاره ډزې وکړې.
دغه سرچینې ډیوه ته ویلي ډزو کې یونس خان د مناسب خان زوي چې د ماموند د چمیار جوهړ سیمې اوسیدونکی دی، په موقع مړ شوی اؤ وسله وال تښتیدلي دي.
په سمدستي توګه لا چا ددې پېښې ذمه واري نه ده قبوله کړې.
امنیتي سرچینې وایي پولیسو د پېښې پلټنې پېل کړي اؤ په ابتدایي توګه ورته ویل شوي چې پېښه کې وژل شوي تن یونس خان هیڅ شخصي دښمني نه درلوده.
د تېرو دوؤ میاشتو په مهال دا باجوړ کې د هدفي وژنو شپږمه پېښه ده چې رامنځته شوې ده.
د چهارشنبې په ورځ هم باجوړ کې په یوه ورځ په دوؤ بیلابیلو بمي چاودنو کې دوه کسان وژل شوي وؤ چې ددغو پېښو ذمه واري وسله والې ډلې داعش خراسان پغاړه اخستې وه.
په دغو بمي بريدونو کې يو د جميعت علماء اسلام کارکن او يو ټولنيز فعال په نښه کړی شوې وو.
څيړونکی او خبريال حق نواز وايي په خېبر پښتونخوا کې د بدامنۍ دا نوې لړۍ د پاکستان امنيتي ادارو د پاره لوی چېلنج دی ځکه چې وړاندې به عمليات يوازې د ټي ټي پي په ضد وو ولې په نزديو کې د داعش خراسان فعالیتونه هم زيات شوي دي.
د ډیوه خبریال ارشد مومند سره خبرو کې ښاغلي حق نواز ویلي "په بلوچستان کې هم د د اعش کارروایۍ کيږې، په خېبر پښتونخوا کې په پېښور، باجوړ او نورو سيمو کې د ټي ټې پي او داعش دواړو لخوا د بريدونو ذمه وارۍ اخستل کيږي، نو دا يوه ډيره لويه ستونزه ده د پاکستان د پاره، او دا ورځ تر بلې زياتيږي کميږي نه"
په تېره يوه اوونۍ کې تحريک طالبان پاکستان د پينځه ويشتو بريدونو زمه وارۍ منلې دي، په دې کې اکثره پېښې حکومتې چارواکو تايید کړي دي. د ټولو بريدونو زمه وارۍ د خېبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې اخستل شوي دي.
Forum