د پښتونخوا د سېلګرۍ د سیمې کالام ترڅنګ پشمال سیمه کې د سېلګرو یو ډک کوسټر ګاډی ژورې کندې ته رغړیدلی چې پکې درې سېلګر مړه شوي اؤ 16 نور ژوبل شوي دي.
روغتیایي سرچینې وایي په ژوبلو کې هم د ۷ کسانو حالت مرګونی دی.
دا پېښه د خالي یا شنبې په ورځ د کالام نه په لږه فاصله د پشمال په قارندوکي سیمه کې شوې ده.
د سیمې نه دولتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ته ویلي دي د پنجاب د لاهور اؤ فیصل اباد سیمو سره تعلق لرونکي یو شمیر سېلګر چې کالام ته په چکر تللي وؤ، د بېرته راګرځېدو په مهال به یو کوسټر ګاډي کې ناست وؤ چې ګاډی یې د پشمال په سیمه کې له سړک ژورې کندې وغورځېدو .
سرچینې وایي د پېښې سره سم د سیمې خلک اؤ مرستندویه فعالین د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ مړه شوي اؤ ژوبل شوي کسان یې راویستي اؤ کالام سیمه ییز روغتون ته یې رسولي دي.
دغه سرچینې ډیوه ویلي چې پېښه کې درې کسان په موقعه مړه شوي چې پېژندګلو یې د وقاص اشرف ولد محمد اشرف، محمد عبدالله ولد خالد محمود اؤ مولوي عاطف محمد اسلم په نومونو شوې ده چې د لاهور اوسېدونکي دي.
همدغه شان شپاړس نور کسان په دې پېښه کې ژوبل شوي دي چې نومونه یې ابوبکر، محسن رضا، سلمان، نعمان اسلم، رانا فراز، خالد، احمد فراز، لیم بټي، رضوان علي، وسیم خالد، شیراز، حسن الیاس، محمداحسان، حامد قریشي، سید حسن اؤ ذوالقرنین ښودل شوي دي.
د کالام نه د هسپتال سرچینو ډیوه ته ویلي چې په ژوبلو کسانو کې هم د اوو تنانو حالت مرګونی دی.
پاکستان کې وخت په وخت ټريفکي پېښې کيږي چې علتونه د ټرېفک قوانين نه په ځای کول، د ډرايورانو کوتاهي، د پاکستان خراب او تنګ سړکونه او زاړه ګاډي ګڼل کيږي.
سږ کال د فرورۍ د میاشتې په ۱۸مه نېته د خېبر پښتونخوا په کوهاټ ضلعه کې د مسافرو د یو ګاډي (کوچ) او ټرالر خپلو کې جنګیدلي وؤ چې له امله یې ۱۸ کسان مړه شوي وؤ.
تر هغې وړاندې د جنورۍ په ۲۹ مه دبلوچستان په لسبېله سیمه کې د مسافرو یو بس له پله لویدلی وو چې د چارواکو په وینا 40 مسافر پکې مړه شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.
په ۲۷م اګست دپښتونخوا د مانسهرې سیمې سره نزدې د مسافرو یو ګاډی ژورې کندې ته لوېدلی ؤ چې شپږ کسان پکې مړه اؤ پینځه نور ژوبل شوي وؤ.
هم د اګست په پېل کې دپښتونخوا دبالاکوټ په سانګر سیمه کې دمانسهرې اؤ ناران تر منځ په جل کهنډ روډ د مسافرو یو ګاډی اوښتی ؤ چې پکې د پېښور اوسیدونکي د یوې کورنۍ ۲۱ کسان ژوبل شوي وؤ.
په۳۰ جولایي د مانسهرې بابو سر ټاپ سیمې سره نزدې د مسافرو ګاډی ګړنګ ته رغړیدلی ؤ چې پکې ۸کسان مړه شوي اؤ ۹ نور ژوبل شوي وؤ.
هم د جولایي میاشتې په سر کې د بلوچستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د مسافرو وړونکی یو بس ژورې کندې ته لوېدلی و چې پکې ۱۹ تنه مسافر مړه شوي او څلور نور ټپيان شوي وو.
همدا شان په ۱۲م جولایي د پښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات ګبین جبه کې هم د سېلانيانو يو ګاډی ژورې کندې ته غورځېدلی و چې په کې ۱۱ تنه مړه شوي او د شپږو پورې نور ژوبل شوي وؤ.
Forum