پينځويشتم نومبر د ملګرو ملتونو لخوا په ښځو د تشدد خلاف نړيواله ورځ مانځل کيږي. د ورځې په مناسبت په کابل کې د انصاف او ازادۍ د پاره د افغانستان د ښځو د احتجاجونو غورځنګ په نامه تنظيم په کور دننه احتجاج کړی او په يو بيان کې يې ويلي د طالبانو په تېر دوه کاله دوره کې په ښځو تشدد ډېر زيات شوی.
ددغه غورځنګ یو شمېر غړو په یوه ودانۍ کې دننه په خپله احتجاجي غونډه کې ویلي، د خپلو حقونو لپاره د انصاف غوښتلو مبارزې ته به دوام ورکوي او د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره به هیڅکله له مبارزې شاته نه شي.
د غورځنګ یوې غړې د خپلې غونډې د پرېکړه لیک د لوستلو پر مهال ویلي، د څېړنو او د دوی د سترګو د لیدلو حقیقتونو له مخې په تېرو دوو کلنو کې د ښځو خلاف د طالبانو د تاوتریخوالي پېښې په "وېروونکي ډول" زیاتې شوې دي:
"مرموزې وژنې، ځانوژنې، د طالبانو له خوا د وهلو او ټکولو پیښې، خلکو ته ښکاره سزاګانې، جبري ودونه، د کوچنیو نجونو پلورل د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو څرګند مثالونه دي".
ايمنسټي انټرنيشنل ساوت ايشيا څانګې په خپل اېکس پاڼه ليکلي، دوی د ورځې په مناسبت يو انلاين کمپېن کوي چې افغانې ښځې وکړی شي د خپلو خيالاتو او حالاتو څرګندونه پکې وکړي.
د افغان مېرمنو د غورځنګ احتجاج کوونکو ښځو افغانستان د ښځو لپاره د یو ویروونکي زندان په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې ښځو د طالبانو په واکمنۍ کې ترټولو زیاته قرباني ورکړې ده.
دغو احتجاج کوونکو ښځو د طالبانو له خوا د ژولیا پارسي، ندا پرواني او نورو ښځینه فعالانو نیولو ته اشاره کړې او د طالبانو دا کړنې یې د ښځو خلاف د طالبانو د حکومت د تاوتریخوالي د څرګند چلند په توګه یاد کړی دی.
د انصاف او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ غړو ویلي، "مونږ د بشري حقونو له ادارو او نړیوالې ټولنې غواړو چې پر طالبانو باندې په فشار سره د انساني ارزښتونو د دفاع، د ښځو خلاف ددغې ډلې د بدبختۍ ډکو کړنو او په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې مونږ سره مرسته وکړي".
طالبانو په سوشل ميډيا خواره کړل شوو بيانونو او د ښځو احتجاج ته کوم رسمي ځواب نه دی ويلی خو په تېر کې يې ويلي ښځو ته ټول اسلامي حقونه و شريعت په چوکاټ کې ورکول کيږي.
طالبانو د دوو کالو نه زيات وخت وشو چې په افغانستان واکمن دي خو د جينکو په لوړو زدکړو او د ښځو په کار بنګۍ کولو يې بندېز لګولی.
په اېکس د ښځو د حقونو په اړه کارکونکې يوې افغانې پروانه ابراهيم خېل ليکلي او ليکنه يې ايمنسټي انټرنيشنل په خپله پاڼه خؤره کړې هم ده چې “افغانې ښځې د طالبانو د بوږنونکو پاليسيانو او کړنو خلاف احتجاجونه روان ساتي. دا جنسي ځورونه ده”.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له وي او اې اشنا اخیستل شوي دي.
Forum