لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ مشران: د دوه ریاستونو د جوړېدو ترکیب، د اسرایل او فلسطینیانو د شخړې یوازېنۍ حل لاره ده


د عربي ملکونو او د یورپي اتحاد چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ د سپېن په بارسلونا ښار کې غونډه جوړه کړه او ویې ویل چې د دوه ریاستونو د جوړېدو ترکیب، د فلسطینیانو او اسرایل ترمنځ د جنګ د ختمېدو یوازېنۍ لاره ده.

هغو دا هم وویل چې په کار ده غزه، حماس ډله نه، بلکې فلسطیني انتظامیې په لاس اداره شي.

د یورپي اتحاد د بهرنیو چارو مشر جوزېپ بورېل په بارسلونا غونډه کې وویل چې د یورپي اتحاد ټول غړي ملکونه او په ناسته کې قریب ټولو برخه والو په دې اتفاق وکړ چې د دوه ریاستونو د جوړولو ترکیب ته ضرورت لیدلی کیږي.

بورېل دا هم وویل چې فلسطیني انتظامیې ته په کار دي انتخابات ترسره کړي او په حکومتداري کې بهتري راولي، مګر د هغه په وینا، په غزه کې د واک اختیار د نه موجودیت د مخنیوي دپاره، دا انتظامیه یوازېنی “قابل عمل حل” دی.

بل اړخ ته د اردن خارجه وزیر ایمن الصفدي وویل چې فلسطینیان باید پخپله فیصله وکړي چې څوک ورباندې حکومت وکړي، او د جنګ د ختمېدو نه پس که د غزې د انتظام خبره کیږي، نو په کار ده چې غزه او لویدیځه غاړه ټول یو وګڼل شي.

د دوه ریاستونو ترکیب دا دی چې فلسطینیان خپل آزاد ملک ولري کوم چې لویدیځه غاړه او غزه په کې شامله وي.

د فلسطینیانو د انتظامیې خارجه وزیر ریاض المالکي د بارسلونا په غونډه کې وویل، نوموړې انتظامیه، کوم چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د حماس ډلې سره په سیالۍ کې د غزې اختیار د لاسه ورکړ، ضرورت نلري چې بېرته غزې ته ستنه شي.

ښاغلي مالکي زیاته کړه: “مونږ همېش هلته پاته یو، مونږ هلته شپېته زره سرکاري کارکوونکي لرو.”

د بارسلونا په غونډه کې چې د بحیره روم د اتحاد په نوم یادیږي، د ۴۳ یورپي، منځني ختیځ او شمالي افریقې ملکونو برخه درلوده. اسرایل په دې غونډه کې ګډون ونکړ.

د سعودي عرب خارجه وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د عرب لیګ ملکونو د خارجه وزیرانو او د اسلامي همکارۍ د تنظیم یا او آی سي په نمایندګۍ خبرې وکړې.

په همدې حال کې د اسرایل او حماس ترمنځ ډزبندي د دوو نورو ورځو دپاره هم وغځېدله چې غزې ته لا زیات بشري امداد ورسېدلی شي.

د حماس او اسرایل دغه جګړه پس د هغه پیل شوه چې حماس وسله والو په اسرایل ناڅاپي برید وکړ. اسرایلي چارواکي وایي د حماس د اکټوبر د ۷مې نېټې په برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۴۰ نور تنان غزې ته یرغمل یووړل شول. د هغه نه پس، اسرایل په غزې باندې جوابي حملې وکړې چې په نتیجه کې یې، د غزې د صحت محکمې ترمخه، ۱۴۸۰۰ کسان تر اوسه وژل شوي دي.

اسرایل ویلي دي چې د ډزبندۍ د مودې ختمېدو نه پس به بیا هم خپل عملیات پیل کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG