لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي متحده عرب اماراتو سره یې د اربونو ډالرو د جوړ جاړي یادداښتونه لاسليک کړي دي


د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي متحده عرب امارات اؤ پاکستان خپلو کې د اربونو ډالرو د جوړ جاړي په یادداښتونو لاسلیکونه کړي دي.

د وزیراعظم د دفتر نه د خپور شوي بیان له مخې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړد ګل په ورځ ابو ظبي کې د متحده عرب امارات د صدر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره لېدنه کړې ده اؤ د دواړو هیوادونو مشرانو په دې لېدنه ې د ستراتیژیکې مرستو د لا غځولو هوډ څرګند کړی دی.

پاکستاني رسنیو دعوه کړې ده چې د دې تړونونو په اساس به متحده عرب امارات پاکستان کې د ۲۰ نه نیولې تر ۲۵ اربو ډالرو پورې سرمایه ګذاري کوي خو پخپله د پاکستان حکومت یا د متحده عرب امارات چارواکو نه ده څرګنده کړې چې پاکستان کې د اماراتو لخوا د کېدونکې سرمایه ګذارۍ کچه به څومره وي.

په ټولنیزه رسنۍ ایکس(‌پخواني ټویټر) د وزیراعظم د دفتر له لوري خپره شوې یوه لنډه ویډیو کې ښاغلي انوار الحق کاکړ ویلي "نن ابو ظبي کې د پاکستان اؤ متحده عرب اماراتو ترمنځ د اربونو ډالرو په مفاهمتي یادداښتونو لاسلېکونه وشول"

هغه ویلي" دې کې بیلا بېلې څانګې شامل دي، په دې(یادداښتونو د لاسلېکونو سره) پاکستان اؤ متحده عرب امارات د اقتصادي همکارۍ، سیمه ییز ثبات اؤ اسټریټجګ مرستې په اړه یو نوي پړاؤ ته ننوتلي دي".

د بیان له مخې د دواړو هیوادونو اړونده چارواکو د انرژۍ، په بندرونو د فعالیتونو د پروژو، ویسټ واټر ټریټمنټ،خوراکي تحفظ ،لاجسټکس،معدنیانو، بینکنګ اؤ مالیاتي خدماتو په څانکو کې د سرمایه کارۍ کولو په اړوند د جوړ جاړي په یادداښتونو لاسلیکونه کړي دي.

وزیراعظم کاکړ د جوړ جاړي په یادداښتونو دا لاسلیکونه یو تاریخي ګام ګرځولی اؤ هیله یې ښکاره کړې چې دې سره به د پاکستان اؤ متحده عرب امارات د اقتصادي شراکت دارۍ یو نوی پړاؤ پېل شي.

د نګران وزیراعظم په وینا" شیخ زاید د ۷۹م په لسیزه کې د دې دوستۍ بنیاد اېښی اؤ نن دهغه زوي شیخ محمد بن زاید آل نهیان دا د یو نوي پړاؤ په لوري یوړه".

انوار الحق کاکړ ویلي د دې تړونونو اقتصادي اثرات به ډیر زر راتلونکو ورځو کې دپاکستان په معیشت په غوره انداز کې را برڅېره شي.

ښاغلي کاکړ پخپله هم په ایکس رسنۍ لیکلي چې شیخ محمد بن زېد النهیان سره یې په ابوظبي کې لېدنه کړې ده اؤ ورسره یې فلسطین کې د انساني حقونو په خراب وضعیت اؤ‌ په ځانګړې توګه د سیمه اؤ نړیوالو پرمختګونو به اړوند خبرې اترې کړې دي.

هغه ویلي چې متحده عرب امارات د 18 لکو پاکستانیانو کور دی چې د دواړو وروڼو هیوادونو په پرمختیا، خوشحالۍ اؤ اقتصادي ترقۍ کې خپل کردار ادا کوي.

تر دې وړاندې د اکتوبر په میاشت پاکستان د خليجي همکارۍ د تنظیم یا جي سي سي سره ازاده تجارتي معاهده لاسلیک کړې وه اؤ د پاکستان د تجارت د نګران مرکزي وزير ګوهر اعجاز په وینا دا په تېرو څوارلسو کلونو کې لومړنۍ معاهده ده چې په تنظیم کې شاملو هېوادونو د پاکستان سره کړې ده.

د ازادې تجارتي معاهدې لاسلیکولو وروسته ښاغلي اعجاز ګوهر ویلي وؤ، پاکستان د نولس اربو ډالرو د ماليت سامانونه د خليجي همکارۍ په تنظيم کې د شاملو هيوادونو څخه راغواري چي زياتره برخه يي د توانايي او پټروليم مصنوعاتو باندې مشتمله ده خو د پاکستان په برآمداتو کې برخه يوازې دوه نيم اربه ډالره ده.

خو د تجارتي او مالي چارو پوهان په دې اند دي چې پاکستان سره د ټېکسټايل مصنوعاتو او د سپکو وسلو د درآمد کولو پرته نور داسې معياري سامان نشته چې په دغه تنظيم کې شاملو هيوادونو ته يي برآمد کړي.

پاکستان په دې وروستو کې د بهرملکي پانګونو د راغب کولو لپاره د خصوصي پانګونو د اسانتياو کونسل جوړ کړی چې مقصد يي د کرکيلې، دفاعي پيداوار او د کان کيندنې په څانګو کې په ځانګري ډول د عرب هيوادونو څخه پانګونې راوړل دي .

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG