لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حماس لخوا خوشې کړای شوي اسرایلي بندیان د خرابېدونکو حالاتو کیسه کوي


واشنګټن – د حماس لخوا د اسرایلو یوې راخلاصې شوې اسرایلۍ له اسوسیېټېد پریس خبري رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د بند په سر کې هغې ته ښه خواړه ورکول کېدل خو بيا حالات خراب شول او بندیان وږي شول.

۷۸ کلنې روتي مندر د ګل یا دوشنبې په ورځ د اسرایل له چېنل ۱۳ سره په خبرو کې چې لد ازاد شویو بندیانو له لومړنیو مرکو څخه ګڼل کېږي وویل، هغه په یوه سا ډوبونکي کوټه کې ساتل کېدله او د ۵۰ ورځو لپاره یې په پلاستیکي څوکیو له یوې پردې سره خوب کاوه.

روتي وویل، چې دې ټول وخت له خپلې لور، کرېن او لمسي احد مندر زېچري سره تېر کړل چې خپله نهمه کلیزه یې په زندان کې تېره کړې.

روتي مندر د اسرایلو په کېبوتز نومي جنوبي ښار کې له خپل کور څخه د اکټوبر په اومه نېټه تښتول شوې وه.

د هغې مېړه اوراهم چې هغه هم ۷۸ کلن دی تر اوسه هم په غزه کې پاتې دی. د هغې ځوی په برید کې وژل شوی و.

مندر له چاینل ۱۳ سره په یوې غږېزې مرکه وویل، چې دوی په لومړي سر کې "چرګان او وريژې خوړلې، ټول خواړه په ډبیو کې وو او پنیر هم و." او زیاتوي، "مونږ ښه وو."

دوی ته سهار او ماښام چای ورکول کېدې او ماشومانو ته به خواږه ورکول کېدل خو دا هغه وخت بدل شول کله چې "اقتصادي حالت ښه نه و او خلک وږي وو."

اسرایل د جګړې له پیل راهیسې په غزې باندې خپله قبضه کلکه کړې، چې له امله خواړه، د سون توکي او نور بنیادي څیزونه کم شوي.

مندر د جمعې په ورځ ازاده شوې او لکه د نورو ټولو ازادو شویو کسانو په څېر په یو ښه فزیکي حالت کې راستنه شوې.

خو یوه ۸۴ کلنه خوشې کړای شوې ښځه د ژوند ګواښونکي حالت له امله په روغتون کې بستر شوې ځکه په بند کې یې سمه ساتنه نه کېدله. ډاکټران وايي، یو بل ازاد شوي کس جراحۍ ته اړتیا درلودله.

ازادي شوي کسان اکثره د خلکو له سترګو لېرې ساتل شوي او په اړه یې اکثره معلومات د هغوی د خپلوانو له خولې راټول شوي چې زیات نه دي.

مندر د نورو برمته کسانو د خپلوانو له خولې ویلي، چې هغوی هم په پلاستیکي څوکیو ویده کېدل. هغه وايي، دې به په ځان باندې یوه پرده اچوله خو ټولو بندیانو دا هم نه درلوده.

هغه زیاتوي، هلته بندي هلکانو به د شپې تر ناوخته پورې خبرې کولې او ځینو انجونو به ژړل او ځینو هلکانو به پر مځکه باندې خوب کاوه.

هغه وايي، ناوخته به له خوبه پاڅېدل چې وخت پرې تېر کړي.

وايي، په هغه کوټه کې چې هغه ساتل کېدله ساه ډوبونکې وه او بندیانو ته اجازه نه وه چې پردې پورته کړي خو هغې کړکۍ خواته د لږې رڼا څرک موندلی و.

هغه وايي، "ډېره زیاته سخته وه."

د مندر دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې اسرایل او حماس دواړو د اوربند د تړون په اوږدېدو باندې موافقه کړې.

دواړه غاړې د تړون له مخې د یو او بل بندیان خوشې کوي او له دې امله جګړه درېدلې ده.

د تړون له مخې، غزې ته مرستې هم ډېرې شوې دي.

اسرایلو وروسته له هاغې د جګړې اعلان وکړ چې د حماس جنګیالیو د اکټوبر په اومه نېټه په اسرایلو باندې یو حیرانونکی برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې له ځان سره وتښتول.

د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت چارواکو تر ۱۳۰۰۰ د زیاتو فلسطينیانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی.

مندر وویل، هغه د اکټوبر په اومه نېټه له خپلې کورنۍ سره په موټر کې واچول شوه او غزې خواته بوتلل شوه.

د چېنل ۱۳ د راپور له مخ، هغې ویلي، په بند کې وه چې د حماس جنګیالي لخوا په یوې لګول شوې راډیو کې یې د خپل ځوی د وژل کېدو خبر واورېده.

خو هغه وايي، تر اوسه هغه دا هیله لري چې هغه به خوشې کړای شی.

"زه خوشبینه وم. زه په دې پوهېدم چې که مونږ دلته راوړل شوي یو نو مونږ به خوشي کړای شو. زه په دې پوهېدم که مونږ ژوندي یو نو دوی خو هغه کسان ووژل چې دوی غوښتل."

د اسرایلو دوو ټي وي چاینلونو ۱۲ او ۱۳ راپور ورکړی چې په غزه کې د حماس لوړ پوړي مشر یحی سینور په تونل کې له برمته شویو کسانو سره لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې ضرر به ورته نه رسېږي.

له هغه نه په دوو راپورونو کې نقل قول شوی چې، " تاسو دلته خوندي یاست. به تاسو به هیڅ هم دلته ونه شي."

په دې پړاو را خوشې شویو کسانو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي. دوی مخکې له دې چې خپلو کورونو ته ولاړ شي د اسرایلو په روغتونونو کې کتل شوي دي.

مېرېت رېګیو چې ۲۱ کلنه لور مایا یې د اتوار یا یکشنبې په ورځ راخلاصه شوې د اسرایلو خبریالې کېرن ته وویل، کورنۍ ته مشوره ورکړل شوې چې "هغې ته بېرته واک ورکړۍ." او هغه داسې چې د هر څه له کېدلو مخکې له هغې څخه اجازه اخلۍ، لکه له کوټې څخه د وتلو پر وخت.

د ریګېو ۱۸ کلن ځوی تر اوسه هم له حماس سره برمته دی.

د اېډمانډ او لیلي سفرا د ماشومانو روغتون مشر اتای پیساچ وویل، هغه ډېر خوشبینه دی چې د برمته کسانو فزیکي حالت په ښه کېدو دی. خو هغه وویل، طبي پرسونل "له حماس سره د هغوی د وخت په اړه ډېرې سختې او پېچلې کیسې اورېدلي." خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

هغه ویلي، "مونږ پوهېږو چې دوي په فزیکي توګه په ښه کېدو دي خو له دغې پېښې څخه د بشپړ ښه کېدو لپاره به ډېر وخت ونیسي."

د ۲۵ کلن اسرایلي روسي برمته شوي کس ترور چې له غزې څخه د اتوار یا یکشنبې په ورځ خوشې کړای شوی په یوې جلا مرکه کې ویلي، چې وراره يې له برمته کونکو څخه تښتېدلی وو او څو ورځې په غزه کې پټ و چې بېرته ونیول شو.

"هغه وویل، چې هغه د ترهګرو لخوا نیول شوی و او بیا یوې ودنۍ ته وړل شوی و. خو ودانۍ د اسرایلو په بمباریو کې ویجاړه شوې وه او هغه په دې وتوانېده چې وتښتي."

د راني کرېوی ترور یلینډا مګېد د ګل په ورځ د کېن راډیو ته وویل، "هغه هڅه وکړه چې سرحد ته ورسېږي خو زه فکر کوم چې هغه سره مرسته نه وه چې په دې پوه شي چې دی چېرې دي او کوم لوري ته وتښتي. هغه ځینې ستونزې درلودې."

هغه ورته په ټیلیفوني خبرو کې وویل، چې هغه په دې وتوانېده چې څلور ورځې ځان پټ کړي مخکې له دې چې فلسطینیان یې بېرته په غزه کې پیدا کړي.

مګدېد وویل، "یو شي چې له پیل څخه یې مونږ ته یې هیله راکوله هغه دا و چې هغه داسې یو هلک دی چې هر وخت مسکا لري او په هر ډول حالت کې سمې کړنې کولای شي."

اسرایلي رسنیو د ګل یا دوشنبې په ورځ د اوري مېګېدیش په نامه د هغه اسرایلي پوځي ویډیو هم خپره کړه کوم چې برمته شوی وو او بیا تېره میاشت د پوځ لخوا خوشې کړای شو.

هغې وویل، هغه خوشحاله وه او ښه وه او تولو بندیانو ته یې هیله درلوده چې کور ته راشي.

هغې وویل، "زه خوشحاله یم چې بېرته خپل ژوند لرم."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG