لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس د اوربند په پنځمه ورځ نور اسرایلي یرغمل شوي کسان خوشې کړل


اسرایلي پوځ ویلي  12 کسان چې په غزه کې یرغمل شوي وو خوشې کړل شوي دي, په دغو کې  10 اسرایليان او دوه بهرني ښاریان دي.
اسرایلي پوځ ویلي  12 کسان چې په غزه کې یرغمل شوي وو خوشې کړل شوي دي, په دغو کې  10 اسرایليان او دوه بهرني ښاریان دي.

د حماس وسله والو د نهې/ سه شنبې په ورځ ناوخته د اسرایل او حماس په جګړه کې د شپږ ورځني اوربند په پنځمه ورځ نور اسرایلي یرغمل خوشې کړل اسرایل تمه لري چې ډیر ژر به نور فلسطیني بندیان خوشې کړي.

اسرایلي پوځ ویلي 12 کسان چې په غزه کې یرغمل شوي وو خوشې کړل شوي دي, په دغو کې 10 اسرایليان او دوه بهرني ښاریان دي.

د فلسطینیانو د یوه زندانیانو تنظیم ویلي چې دوی تمه لري چې په بدل کې به اسرایل 30 فلسطیني بندیان خوشې کړي، 15 ښځې او 15 ځوانان.

د لسو اسرایلي ښځو او همدارنګه د دوو تایلینډي ښاریانو په خوشې کیدو سره د یرغمل شویو شاوخوا 240 کسانو له جملې څخه 86 تنه خوشې شوي دي.

د اوربند د اصلي تړون په لومړیو څلورو ورځو کې، حماس د ګل/ دوشنبې تر شپې پورې 50 اسرایلي برمته شوي او همدارنګه 19 بهرنیان، چې زیاتره یې د تایلینډي کروندګر وو، خوشې کړل. اسرایل تر دې دمه 150 بندیان خوشې کړي، مخکې له دې چې اوربند دوه ورځې نور هم وغځول شي.


د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتېرش يو ځل بيا غوښتنه کړې چې پاتې يرغمل شوي کسان دې په غېر مشروط ډول خوشي کړی شي.

په غزه کې د اووه اوونيو د جګړې وروسته د اسرايل او حماس ترمنځ د څلورو ورځو جنګ بندي د دوه نورو ورځو دپاره غځول شوې دی.

دواړه غاړې د تړون له مخې د یو او بل بندیان خوشې کوي او له دې امله جګړه درېدلې ده.

د تړون له مخې، غزې ته مرستې هم ډېرې شوې دي.

اسرایلو وروسته له هاغې د جګړې اعلان وکړ چې د حماس جنګیالیو د اکټوبر په اومه نېټه په اسرایلو باندې یو حیرانونکی برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې له ځان سره وتښتول.

د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت چارواکو تر 15,000 د زیاتو فلسطينیانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی.

په دې پړاو را خوشې شویو کسانو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

دوی مخکې له دې چې خپلو کورونو ته ولاړ شي د اسرایلو په روغتونونو کې معاینه کیږي.

ایا د تړون به د شورو/چهارشنبې څخه وړاندې وغځول شي دا خبره ناڅرګنده ده.

اسرایل ویلي دي که چیرې حماس د ورځې لږ تر لږه لس تنه اسرایلي یرغمل خوشې کړي نو هره ورځ به اوربند ته دوام ورکړي. خو اوس لږې یرغمل ښځې او ماشومان پاتې دي، او ښايي د لومړي ځل لپاره لږ تر لږه د یو شمېر اسرایلي سړو د خوشې کولو لپاره اضافي خبرو اترو ته ضرورت وي.

غزه پټۍ چې د بحیره روم په اوږدو کې پرته یو تنګه سیمه ده د اسرایل د بمباریو له امله د غزې د 2.3 میلینه څخه په دریو کې دوه برخه خلک د خپل کورونه نه کډه شوي دي، او په عارضي توګه جوړ شوو سرپناهونو کې پاتې کېدو ته اړ شوي دي.

قطر د اوربند تړون غځولو په خبرو اترو کې مرسته کړی، او امریکا ویلي چې د یرغمل شوي کسانو د خوشې کیدو تر وخته پورې دې اوربند روان وي او د اوربند د پنځمې او شپږمې ورځې هرکلی یې کړی.

د امریکا صدر جو بایډن په یوه بیان کې ویلي چې د جګړې ودرول "د غزې په پټې کې د بې ګناه ملکي وګړو لپاره اضافي بشري مرستو کې د پام وړ زیاتوالی رامینځته کړی." هغه وویل امریکا به تر هغې خپلې سفارتي هڅې ونه دروي تر څو چې د حماس لخوا ټول یرغمل شوي کسان خوشي شوي نه وي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات د اې پي، ایف پي، او رویټرز نه اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG