لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تمه څرګندېږي نن د اسرایل او حماس جګړه کې د وقفې په شپږمه ورځ نور یرغمل او بندیان خوشي شي


د اسرایل او حماس جنګ بندي چې د شپږو ورځو پورې غځېدلې پرون د جنګ بندۍ پينځمه ورځ وه، او حماس پرون د نهې يا سه شنبې په ورځ ناوخته نور يرغمل شوي کسان خوشي کوي او د دغې لږه شېبه وروسته اسرایل نور فلسطيني بنديان ازاد کړي دي.

د اسرايل پوځ ویلي، دغزې نه 12 يرغمل شوي کسان خوشي شوي لس پکې اسرايليان او دوه نور بهرنيان دي

او د فلسطين د بنديانو کلب ویلي، د دغو کسان په بدل کې اسرایل په لويدیځه غاړه کې قېدي 30 فلسطينيان ازاد کړي 15 پکې ښځې او 15 تنه یې ځوانان وو.

د اسرایل او حماس د لومړو څلورو ورځو په عارضي جنګ بندۍ کې حماس 50 يرغمل شوي کسان خوشي کړي 19 پکې بهرنيان وو.

اسرایل د دوو ورځو د جنګ بندۍ غځېدو وړاندې 50 فلسطينيان ازاد کړي وو.

حماس په اووم اکتوبر جنوبي غزه کې بريد کې 240 کسان یې يرغمل کړي او د اسرایل په وينا 1200 کسان په دغه بريد کې وژل شوي وو.

د حماس د حملې په ځواب کې اسرايل ځوابي عمليات پېل کړي او د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، په دغو عملياتو کې د حماس د مشرتابه په ګډون د 15000 نه زيات کسان وژل شوي دي.

د رپورټونو ترمخه نن د شورو يا چهارشنبې په ورځ د اسرايل او حماس لخوا د نورو يرغمل شوو او قېديانو خوشي کېدو تمه څرګنديږي.

د اسرایل او حماس ترمنځ د څلورو ورځو بندي د ګل يا دوشنبې په شپه سر ته رسېدلې خو جنګ بندي بيا د دوو نورو ورځو دپاره غځولو شوې وه.

دا نه ده معلومه چې نن د دوو ورځو د جنګ بندۍ ختمېدو وروسته به نوره جنګ بندي وشي

اسرایل له دې وړاندې ويلي وو، د لسو يرغمل شوو خوشي کولو په بدل کې به د يوې بلې ورځې دپاره جنګ بندي غځوي.

د رپورټونو ترمخه د حماس سره په يرغمل کسانو کې دا وخت د ښځو او ماشومانو شمېره کمه پاتې ده، او د اسرايل نارينو خوشي کول به نورو خبرو ته اړتيا ولري.

اسرايل چې د حماس پرضد د غزه په پټۍ کې بمباري کړې د غزې په 2.3ملينه ابادۍ کې په درېو کې دوه برخې خلک بې کوره شوي دي.

قطر د اسرايل او حماس ترمنځ د جنګ بندۍ په غځېدو کې خبرې کوي، امریکا وايي غواړي چې بندي وغځيږي او نور يرغمل شوي کسان خوشي شي، امريکې د شپږو ورځو پورې جنګ بندۍ غځېدو هرکلی کړی دی.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت يو چارواکي ويلي، د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د ګل په ورځ په برسلز کې د نېټو په غونډه کې ګډون کړی او د رپورټونو ترمخه نوموړی به د شورو يا چهارشنبې په ورځ اسرايل او لويديځي غاړې ته لاړ شي.

د اسرایل او حماس د جګړې پيل کېدو وروسته بلينکن له دې وړاندې هم دوه ځله د اسرایل سفر کړی دی.

د بهرنيو چارووزارت يو لوړ پوړي چارواکي ویلي، د مینځني ختيځ په سفر کې به بلينکن غزې ته د بشري مرستو سېوا کولو او دوامداره ساتلو، د ټولو يرغمل شوو کسانو په خوشي کولو او په جګړه کې د ملکي وګړو په خونديتوب ټينګار کوي.

د بهرنيو چارو د وزارت ویاند متهيو ميلر ویلي، بلينکن به د اسرایل او لویديځې غاړې په سفر کې د نړيوال قانون لاندې د اسرايل په حق دفاع خبرې وکړي.

داسې رپورټونه هم دي چې بلينکن به د صدر محمود عباس سره وويني.

اېسوي اېټډ خبري ادارې ویلي، لوړ پوړو امریکايي چارواکو ویلي د بايډن حکومت اسرايل ته ویلي، که اسرایل د حماس د وسله والو د ختمولو دپاره بيا عمليات پېلوي پکار ده داسې کار وکړي چې په جنوبي غزه کې کم فلسطيني وګړي بې کوره شي.

امریکايي چارواکو ویلي، حکومت یې غواړي چې وژنې کمې وي دومره ډېر خلک بې کوره نه شي څومره چې د جنګ بندۍ نه وړاندې ليدل شووو، او اسرایل دې په جنوبي غزه کې د شمالي غزې څخه زيات احتیاط وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG