اسلام اباد هایکورټ په سپینو ټکو کې حکومت ته کرښه راښکلې ده چې که تر راتلونکې اورېدنې لادرکه بلوڅ زده کوونکي ونه موندل شي په وزیراعظم، د کورنیو چارو په وزیر اؤ نورو اړونده چارواکو به مقدمه درج کیږي اؤ هغوي به کورونو ته لېږلی شي.
د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد هایکورټ کې د لادرکه بلوڅ زده کوونکو د موندنې لپاره د جوړ کمیشن په سپارښتنو د عمل درامد د قضیې اورېدنه شوې ده چې په دغه اورېدنه کې د عدالت لخوا د رابلل کېدو باوجود نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ عدالت ته نه دی وړاندې شوی.
خو د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي اؤ د بشري حقونو وزیر خلیل جارج بیا عدالت ته وړاندې شوې وؤ.
لا درکه بلوڅانو د حقونو تنظیم وايس فار مسنګ بلوچ پرسنز مشر قدير بلوچ وي او ای ډیوه ته ویلي د بلوچ طالب علمانو په اړه کمېشن اسلام اباد هایکورټ د سردار اختر مېنګل بلوڅ په مشرۍ کې جوړ کړې و.
د بلوچستان د دورې وروسته کمېشن خپلې سپارښتنې عدالت ته هم ورکړي خو د قدیر بلوڅ په خبره د بده مرغه په هغو سپارښتنو عمل و نه شو.
قدیر بلوڅ وایي، د لا درکه کسانو مسله وزیراعظم نه شي حل کولی " خو زما په خيال د دې ستونزې هوارې د هغه د وس کار نه دی، که د پوځ سر لښکر او د آي اېس آي مشر وغواړي نو د لا درکه بلوڅ زده کوونکو دا مسله په مياشتو، ورځو کې نه بلکې په ګنټو کې حل کېدای شي."
د شورو یا چهارشنبې په ورځ اسلام اباد هایکورټ کې د اورېدنې په مهال اټارني جنرل یا سرکاري وکیل عدالت ته ویلي چې وزیراعظم د ملک نه بهر دی ځکه عدالت ته وړاندې نه شو.
سرکاري وکیل عدالت ته ویلي چې د لادرکه بلوڅ زده کوونکو له جملې نور ۲۲ کسان هم راخلاص کړل شوي اؤ اوس یوازې ۲۸ زده کوونکي لادرکه دي چې د هغوي د راخلاصولو هڅې هم روانې دي خو عدالت وویل چې په مجموعي توګه ټول ۶۹ بلوڅ زده کوونکي لادرکه وؤ.
پاکستان کې د تعلیمي ادارو څخه د بلوڅ زده کوونکو په زوره بې درکه کولو او نورو تورونو د پلټنو دپاره تېر کال د اسلام اباد هايکورټ حکم کړی او د کمېشن جوړولو یې ويلي وو کمېشن سږ کال خپل رپورټ عدالت ته وړاندې کړی وو.
د کمېشن په رپورټ کې ویل شوي وو د امنيتي ادارو د رد يا ترديد باوجود د دې خبرې زباني او ليکلي شواهد شته چې قانون نافذونکې او استخباراتي ادارې د بلوڅ زده کوونکو په بې درکه کولو کې ککړې دي
د هایکورټ جج محسن اختر کیاني وویل دا د بنیادي حقونو معامله ده اؤ څوک چې لادرکه کړل شوي دي هغوي ټول زده کوونکي دي.
هغه وویل دلته چې د چا څه زړه غواړي هغه کوي ، ټول تور په ایجنسۍ راځي، یا خو دا ووایئ چې دوي د کوم بل ملک ایجنسۍ پورته کړي دي.
جج محسن اختر کیاني وویل چې په یوه ځانګړې اداره ددې بې درکیو تورونه دي اؤ پلټنې به هم له هغوي څخه کوؤ.
Forum