پاکستان کې نن د لومړي دسمبر څخه د تیلو نوې بيې جاري کړل شوي، د پټرولو قيمت په ځای ساتل شوی، ډيزل، د خاور تېل او لايټ ډيزل ارزان کړی شوي دي.
د خزانې وزارت ویلي، د پټرولو قيمت يو ليټر په 281.34 روپۍ په ځای ساتل شوی، نه ګران کړی شوي او نه ارزان کړی شوي دي.
د خزانې وزارت زياته کړې، د تيلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) په سپارښتنه نوې بيې ټاکل شوي دي.
ويل شوي يو ليټر ډيزل اووه روپۍ ارزان کړی شوي، نوی قيمت یې 289.71 روپۍ دی.
د خاورو تېل د 3.82 روپو ارزانولو سره يو ليټر 201.16 روپو او لايټ ډيزل د 4.52 روپو ارزانولو سره 175.93 روپو ته راغلي دي.
ويل شوي نوي قيمتونه به نن د لومړي دسمبر څخه عملي وي.
له دې وړاندې په 16م نومبر يو ليټر پټرول دوه روپۍ او څلور پېسې او يو ليټر ډيزل شپږ روپۍ او 47 پېسې ارزان کړای شوي وو.
پاکستان کې هر 15 ورځې وروسته د تیلو نوې بيې ټاکل کيږي.
د نومبر په سر کې د پټرولو او ډيزلو په بييو کې بدلون نه وو شوی، قيمتونه یې په زوړ حال ساتل شوي وو.
له دغې وړاندې په 15م اکتوبر پاکستان کې د تېرو څو مياشتو راهسې پرله پسې د پټرولو او ډيزلو ګرانېدو وروسته حکومت پټرول او ډيزل ارزان کړي وو. يو ليټر پټرول 40 روپۍ او ډيزل 15 روپۍ ارزان کړی شوي وو.
Forum