له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته نزدې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه خيبر کې نامعلومو وسله والو په امنیتي ځواکونو برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ پولیس چارواکي وایي چې په ځوابي ډزو کې یو برید کوونکی هم وژل شوی دی.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه نن د جمعې په ورځ د خېبر په ناله خوړ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې پولیسو په یوه امنیتي پوسته د وسله والو ګاډي ته د ودرېدو اشاره وکړه.
سرچینه وایي په ګاډي کې ناستو وسله والو د پولیسو په پوسته ناتاره ډزې وکړې چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی دی.
چارواکي وایي امنیتي ځواکونو هم د وسله والو برید ته چټک غبرګون ښودلی اؤ په ځوابي ډزو کې یې یو برید ګر وژلی اؤ دوه نور تښتېدلي دي.
سرچېنې وایي له پېښې وروسته په لویه شمیره کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي ، سیمه یې محاصره کړې اؤ د ترهګرو لټون یې پېل کړی دی.
تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې هم قبایلي ضلعه خېبر کې وسله والو په امنیتي ځواکونو برید کړی ؤ چې پکې درې عسکر ژوبل شوي وؤ.
په سمدستي توګه د دې تازه برید پړه چا پغاړه نه ده اخېستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې په خېبر پښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې په امینتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.
د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې د یو تازه رپورټ له مخې د روان کال په اوږدو کې تر اوسه په پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ 806 پېښې مخې ته راغلي دي چې دې کې 246 پولیس په نخښه کړل شوي دي.
د ساوت اېشين ټېروریزم پورټل نومي ویبپاڼې ترمخه په پاکستان کې سږکال 798 د ترهګرۍ پېښې رپورټ شوې دي، چې دې کې 555 عام وګړي، 564 د امنيتي ادارو عسکر او 717 وسله وال وژل شوي دي.
روان کال په خېبر پښتونخوا کې په ترهګریزو بریدونو کې 177 عام وګړي، 291 د امنيتي ادارو اهلکار او 353 وسله وال وژل شوي دي.
د څېړونکو په وېنا له ټي ټي پي سره سره داعش خراسان ډلې هم پاکستان کې خپل بريدونه سېوا کړي دي، چې دا به د پاکستان په راتلونکو ټولټاکنو کې يو لوی چېلنج وي.
Forum