لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلینکن: اسرایل باید نړیوال قانون ته درناوی ولري او تر عملیاتو مخکې عامو خلکو ته خوندي ځایونه جوړ کړي


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن په غزه کې د اسرایل او حماس د جګړې د اووه ورځنۍ وقفې تر ختمېدو مخکې پر اسرایل ږغ کړی چې نړیوالو قوانینو ته درناوی ولري، په جګړه کې عامو خلکو ته پام وکړي او په جنوبي غزه کې دې له پراخې مرګ ژوبلې ډډه وکړي.

بلینکن د پنجشنبې- زیارت په ورځ په تل ابیب کې د خبري غونډې په مهال وویل چې "اسرایل باید د بې ګناه فلسطینیانو د مرګ ژوبلې کمولو لپاره د بشري ملکي‌ خوندیتوب پلانونه» عملي کړي.

د اسرایل او حماس له جګړې راهیسې منځني ختیځ ته د خپل درېیم سفر په مهال بلینکن له اسرايل نه وغوښتل چې په غزه کې د "لویو پوځي عملیاتو" تر بیا پيلولو مخکې د فلسطین د ولسي خلکو لپاره خوندي سیمې [زونونه] جوړې کړي.

بلینکن وویل امریکا د حماس خلاف د اسرایل د دفاع د حق ملاتړ کوي، خو وایي په جګړه کې باید عام فلسطینیان په هدف نه شي. وایي اسرایل باید په شمالي او جنوبي غزه کې د جګړې له لیکې لرې د ولسي خلکو د خوندیتوب لپاره باید ځایونه ځانګړي کړل شي.

بلینکن د اسرايل او حماس ترمنځ د ډزبندۍ په اوومه ورځ دا خبرې کولې. د دغې ډزبندۍ په ترڅ کې د حماس ډلې لسګونه یرغمل شوي کسان او اسرایل په لسګونو فلسطیني بندیان ازاد کړل.

اینټني بلینکن وویل، په جګړه کې د ولسي خلکو د خوندیتوب مقصد دا دی چې په غزه کې د ولسي خلکو د بې ځایه کېدو، د هغوی ژوند، روغتونونو، بجلۍ او اوبو په ګډون بنیادي اډاڼو ته د نور زیان رسېدو مخه ونیول شي.

بلینکن وویل اسرايل کولای شي د نارینه وو، ښځو او ماشومانو ته د زیان کچه بیخي کمه کړي، وایي "د غزې په شمال کې مو چې د ولسي خلکو پراخه مرګ ژوبله او بې ځایه کېدل ولیدل، باید په جنوب کې تکرار نه شي".

"دا په دې معنا ده چې په جنوبي غزه کې بې ځایه شویو خلکو ته دا انتخاب ورکړل شي چې څومره ژر حالت اجازه ورکړي، بیرته شمال ته لاړ شي او نور باید دایمي بې ځایه کېدل نه وي".

حماس د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل باندې بریدونه وکړل چې د چارواکو په وینا 1200 اسرايلیان پکې ووژل شول او 240 نور یرغمل شول.

د اسرايل په ځوابي بریدونو کې په غزه کې د روغتیا وزارت په وینا شاوخوا 15000 کسان وژل شوي چې اکثر ولسي خلک دي. خپلواکو سرچینو دا شمېرې نه دي تایید کړې.

تېره ورځ د اسرايل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې له حماس ډلې سره د یرغمل شویو کسانو له خوشې کېدو سمدستي وروسته بیرته د دغې "ترهګرې ډلې" د ختمولو جګړه پیلوي.

د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG